د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غز ل

حفیظ ملیار 07.07.2013 03:43

بس کړۍ

ای د څوکیو لیونیانو بس کړۍ

د قدرتو د سر لیوانو بس کړۍ

پخوامو په کور کې کوم ګوډ خر لرلو؟

نن په خارج کې بانکدارانو بس کړۍ

تاسو په نس باندې هیڅ نه مړیږۍ

د بد بختیو ښامارانو بس کړۍ

دا بیتالمال و وایۍ چاچور کړلو؟

چپاولګرو بدماشانو بس کړۍ

د ملت ځمکې خو هم تاسو چور کړې

ولې بیرحمو غاصبانو ؟ بس کړۍ

د خپل د مور غوښې مو وخوړلې

د قبرستان رنګ رنګ چنجیانو بس کړۍ

ماشوم سپینګیري او ځوانان شهید شول

ولې بیرحم جنګسالارانو ؟ بس کړۍ

په هره لویشت کې قبرستان لرو مونږ

بس کړۍ جابرو قاتلانو بس کړۍ

خلک اوس پوه شول نورنو نه غولیږي

ای د تبعیض ټیکه دارانو بس کړۍ

دا د حساب وخت خو به راشي اخر

د پاک الله شرمنده ګانو بس کړۍ

حفیظ ملیار د ملت درد وایمه

ای حرامخوره ټپسانو بس کړۍ

******************