چرسي نه وم
17.08.2014 12:19دخوشې هوسونو جیلخانو کې زنداني شوم
چرسي نه وم چرسي شوم بنګي نه وم بنګي شوم
ځواني مې کړه خرابه بی خیراو بی سوابه
وختونه عبس لاړل چې اخته په سګرتي شوم
اوس رنګ زماتکتور دی له هری خواپیغور دی
نشه دهلکتوب وه بس بیزایه قرباني شوم
نه ژوند باندی پوهیږم نه خوند باندی پوهیږم
صحت مې لاړ خراب شو دخوږ عمر ارماني شوم
نه نوم شته نه صفت شته نه مینه محبت شته
اوس خپل پردي مې تښتي مشهورپه پیریاني شوم
نور بس دی نه یی څښمه خپل ژوند مې سمومه
اههی د نجات راکړي لکه دود دسپیلني شوم
اهد یم پیدا کړی ښه عقل خدای راکړی
افسوز حفیظ ملیاره چې په خوی د لیوني شوم
چرسي نه وم چرسي شوم بنګي نه وم بنګي شوم