څواني اوزړتیا
11.03.2013 15:18ســړی چي زوړسي هــم درنېــږي انـدام
څــرنګ چــي غــواړي نه خـــوځېـــــــږي انـدام
ځـواني پسرلی، لري تازه غــونچي دګلو
زړتیا خزان: سي پاڼه ژړه بیا رژیږي مــــــدام
ځــواني ښکلا، کـړي ښایسته ټـول انـدام
زړتــيـــا کاږه واږه کي ســـــم انــدامـونه مـدام
ځواني مستي ده، وي پـه خـوښۍ اوخندا
زړتــیـــا لـــوېــــــــــده او نــاروغــــي وي مــــدام
زوړارمانجن سي، چـي په یاد کي ځواني
ډوب په اندېښنوکي چي تېرمـهال یادکي مــدام
دځوانۍ بهارتېریږي انسان نه په پوهېږي
ځواني دګل په شان،یوه خوله موسکا ده مـــــــدام