د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشاعرانو دشعري احساس پرتله

محمدسرور وکیلي 21.08.2014 23:08

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

که څه هم تر ډېره بریده شاعران په یوه مهال کي او په یوه ټولنه کي او په ژبه هم نه وي سره یوخو شاعرانه احساس ئې چي کتل کیږي په مانا او محتوا کي سره یو شی وي .
اوس دخوشال خټک او حافظ شېرازي شعري احساس سره پرتله کوو .
حافظ په کال ۷۲۶ هجري کي په شېراز کي زېږېدلی دی او ۶۵ کاله ئې ژوند کړی او خوشال بابا
په کال ۱۰۲۲ هـ داکوړا په کلي کي دې نړۍ ته سترګي غړولي دي . د نېټو څخه چي ښکاري حافظ له دې نړۍ نه سترګي پوټي کړي وې،چي خوشال خټک دې نړۍ ته راځي . خو د دواړو شاعرانو شعري احساس چي ګورې یو شی دی . که څه هم حافظ صوفي مشربه دی او خوشال خټک ټولنیز شاعر دی؛ سره له دې ئې چي کتل کیږي شعري احساس او منطق ئې یو شی دي .
اوس د دې دو شاعرانو دوه بیته سره پر تله کوو . لومړی دحافظ شعر:
در کوهی نیک نامی ما را گذر ندادند +++ گر تو نمی پسندي تغییر ده قضا را
دخوشال شعر :
زه خو شرابي یم شیخه څه راسره جنګ کړې +++ برخي آزلي دي کشکي ما دځان په رنګ کړې
دغه دوه شعره په مانا اومحتوا کي خپل یو شی دي هیڅ توپیر نه لري .
حافظ وایي : ماته ئې د ښُو اجازه نه ده راکړې؛ که ته زما دا نه منې نو آزل ته تغییر ورکه .
دغه خبره خوشال داسي وایي : زه که ښه کار نه کوم مه مي ګرمه وه،ځکه له آزله دا برخه راکړه سوې . دواړه خپل اعمال له آزله بولي . د دواړو شاعرانو شعري احساس اوښکلا په اوچته کچه دی .
دحمیدماشوخېل او سعدي شعرونه سره ګورو،چي د دې دوو شاعرانو شعري احساس او منطق سره له ژبني او ټولنیز توپیر سره سره څومري ورته والی لري . که څه هم حمیدماشوخېل په سنه ۱۰۷۵ هجري په ماشوخېلو کي زېږېدلی دی .
او سعدي په ۷ومه هجري پېړۍ کي دژوندسترګي په شېراز کي روڼي کړي دي . له دې نه ښکاري، چي د دغو شاعرانو دژوند، ټولني او ژبي ترمنځ غټ توپير دی؛ خو دشعراحساس او منطق ئې توپیر نه لري . دحمید ماشوخېل دیوان خلک «دُرو مرجان » بولي . او سعدي ته «استاد سخن » وایي . دشعرونو پرتله :
دحمیدماشوخېل شعر:
د دښنه په مرګ هله کړه ښادي +++ که فرمان لرې د خپلي آزادي
سعدي وایي :
عدو گر بی میرد جای شادمانی نیست +++ ولیکن عمر ماجا ویدانی نیست
دغه دواړه بیتونه دیو او بل ژباړه دي . شعري احساس،منطق،مفهوم اوښکلا یو شی دي . که د دوی دلیدو امکان وای نوداسي ښکارې ده، چي دواړو به ویوبل ته شعري آزموینه ورکوله .
د رحمان بابا اوبېدل شعري احساس او لطافت سره پرتله کوو:
رحمان باباتقریبا په سنه ۱۰۴۲ هجري کي په «بهادر» کلي کي زېږېدلی او ده تر ۷۰ کالو ډېر عمر کړی . ابوالمعانی میرزاعبدالقادر بیدل په سنه ۱۰۵۴ هجرقمري کي یاني تر رحمان بابا ۱۲ کاله وروسته زېږېدلی دی . بیدل څه ناڅه ۷۹ کاله عمر کړی دی .
اوس د دوغو دوشاعرانو شعرونه سره پرتله کوو او شعري احساس ئې ګورو :
رحمان بابا :
که ښيښه دنامو ننګ دسي ترڅنګه +++ د هرچا په کجروۍ به خپل ځیګر خورې
بیدل وایي :
هرکه پا کج میگذارد خون دل ما ميخوریم +++ شیشهء ناموس عالم در بغل داریم ما
دغه دواړه بیتونه کټ مټ یو دبل ژباړه دي . شعري احساس،منطق،ښکلا، محتوا اومانا ټوله بېله کم او کاسته یوشی دي . دغه شعرونه په یوې پېړۍ کي خو په مختلفو ژبو ویل سوي . زه ګمان نه کوم، چي دلته دي « توارد» منځ ته راغلی وي . دا هم نه ده څرګنده،چي کوم یوه شاعر به دغه شعر مخ کي ویلی وي . زه ئې خاص شاعري احساس بولم .
اوس درحمان بابا او سعدي دوه بیتونه سره پرتله کوو . رحمان بابا د ۹همي هجري پېړۍ په نیمائې کي پیداسوی او سعدي په ۷ مه هجري پېړۍ کي دې نړۍ ته راغلی . چي د دوی ټول فزیکي حالات له یوبله سره توپیر لري؛ خو شعري احساس ئې د مانا،مفهوم اوښکلا له مخي یو شان ته دي . اوس درحمان بابا یو بیت ګورو:
دمکې په بزرګۍ کي هیڅ شک نشته +++ ولي خر به حاجي نشي په طواف
سعدي بیاداسي وایي :
خرِ عیسی گرش به مکه برند +++ چون بی اید هنوز خر باشد
په مختلف ډول دواړو شاعرانو یو مفهوم په شاعرانه احساس اومنطق سره اظهار کړی دی .
دا دلته وښوول سوه، چي شاعران په هر مهال، هره ټولنه اوهرکلتور کي چي وي که دوی پخپل طبیعت کي یو شِي ته ځیر شي هغه په شاعرانه احساس اومفهوم یو ډول څرګنده وي .
څرنګه چي پورته و ښوول شوه . نېټې اوتاریخونه ټوله د دوی له کتابونه اخستل سوي .
لیکونکی محمدسرور وکیلي
اخځونه :
۱:- د رحمان بابا،حمیدماشوخېل،خوشال خټک کتابونه
۲:- د حافظ، سعدي او بېدل کتابونه
۳:- ویکیپېدیا