د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د (3G) په نامه د مخابراتي شرکتونو خونړۍ منګولې؛

عبدالغفار پوپل 21.10.2012 16:09

زمونږ په هېواد کې خپل سري ، بغاوت ، یو بل نه منل ، قانون ماتونه او زور واکي هغه ناوړه دود دي چې د دې خاورې پیځه زره کلن هویت او معرفت یې تر ډیرو جدي پوښتنو لاندې راوسی او هرڅه یې له نابودۍ او بربادۍ سره یو کړی دی.خبره داده چې بې تفاوتي او بې عدالتي به ترکومې په دې هیوادکې حاکمیت ولري، حال داچې قانون په ټولو چاروکې د فعالیت کولو تګلاره او ترسره کول په ډاګه کړي دي،مګر د قانون پلي کول او پلي کونکي لاهم نه پیژندل کیږي، او هر اداره چې په دې برخه کې دنده لري ، خپله تر ستوني په فساد کې ډوب دي.
او د ملت له حال خو هیڅ نه دي خبر او دا موضوع ورته ارزښت هم نلري، که څه هم دملت ونډه او مسئولیت هم ضروري ده چې باید دوی خپله له خپلو قانوني حقونو څخه ګټه پورته او د ناخوالو پر وړاندې مبارزه وکړي، خو کتل کیږي چې ملت هم خپل مسئولیت نه پيژني او دخپل سرۍ په چوکاټ کې ژوند کوي. او دم ګړۍ د ملت بې مسئولیته ژوند کول راتلونکي نسلونوته د لویو ګواښونو بنسټ ږدي. که چیرې ملت خپل مسئولیت په لازمه توګه ونه پيژني اوسنۍ روان ناوړه وضعیت سره له دې چې کابو کېږي نه بلکې دعمرترپایه به له راتلونکي نسلونو هم قرباني اخلي.
غواړم په دې لیکنه کې دهغو مخباراتي کمپنیو له چور او چپاو څخه یادونه وکړم چې په ښکاره ډول له خلکو دپیسو په شکولو اخته دي او هیڅ څوک ېې پوښتنه نه کوي، دافغانستان دمخابراتو وزارت لاس په سینه ناست دی او دمخابراتي کمپنیو لوټونې او غلاوې ننداره کوي.
اوس مهال په هیواد کې دیوې دولتي مخبارتي کمپنۍ په ګډون پينځه نورې کمپنۍ هم فعالیت کوي، سره له دې چې د مخباراتو وزارت تل پر یادو کمپنیو او دهغوی له فعالیت څخه د څارنې رپوټونه خپروي خو دا ټول هوايي او بې ثباته آوازې دي، که چیرې د مخابراتو وزارت څارنې او مسلکي ارزونې ګټه در لودی هیڅ کله به خصوصي مخابراتي کمپنیو غلاوې او شکونې نکولې.
دا به ومنو چې دولت خصوصي سکټور ته جدي پامرلنه لري اوله سیاسي چارو پرته نور هرڅه یې دآزاد بازار او آزادو سیالیو په نامه د خصوصي سکټور خونړیو منګلو ته ور سپارلي دي ، پرته له دې چې د هغوی له فعالیت او تر سره شویو کړونو لازمه څیړنه وشي.
د غو مخابراتي کمپنیو د خپل فعالیت له پیل څخه تر دې دمه د مخابرې او اړیکو قیمت دوه چنده له خپل ګډون والو څخه ترلاسه او تر ځنګ یې بیا بې کیفیته خدمتونه د لوړ قیمت په بدل کې وړاندې کول چې دمخابراتو وزارت یې پر مخ نوي پاتې راغی او ټولو مخابراتي کمپنیو پورته یاد شوي فعالیتونو ته د دوام تر خوا په نورو لوټ ماریو بینا وکړه.
له بلې خوا خصوصي مخابراتي کمپنۍ بیا په خپل منځ کې نا انډول اقتصادي روابطوته ارزښت ورکوي ، او له یوه کمپنۍ څخه دبلې کمپنۍ ترمنځ سره له دې چې رابطه ستونزمنه بڼه لري او له دبلې خوا د دو کمپنیو ترمنڅ د مخابرې نرخ هم ثابته بڼه نلري چې له اقتصادي اړخه د اندېښنې وړ بلل کیږي. د مخابراتو وزارت مسئولیت لري چې دغه موضوع په جدي بڼه وڅیړي او ولس له دغه اقتصادي بهران څخه وژوري.
د (MTN) او (Etisalat) تلفوني کمپنیو خپلو غلاوو ته د دوام په موخه د (3G) انترنتي آسانتیاو دوړاندې کولو لفظ غوره کړی دی، که څه له مسلکي اړخه د(3G) لفظ خپل ځانګړی تعریف لري خو اصله خبره داده چې د غه دوه کمپنۍ له دې نوم او اصطلاح نه په ګټې اخیستنې سره په خپلو سیمکارټونو، او مخصوصو وسایلو کې خپلو مشتریانوته انترنتي خدمتونه وړاندې کوي هغه هم په داسې لوړقیمت چې د هرګټه اخیستونکي ملا ماتوي.
د تلویزیوني اعلانانو له لارې د (3G) دغوره خدمتونو ترنامه له خلکو څخه د پیسو غلاکول په دې وروستیو کې هغو کسان چې انترنټ ته اړتیا لري او د (MTN) او (Etisalat) له مخابراتي کمپنیو څخه یې ترلاسه کړي سخت شاکي او سرټکونې لري.
زه نه پوهیږيم چې آیا دولت د ولس د اقتصادي ځپلو نیت لري او د اقتصادي چارو مافیاته دا واک ورکوي او یا داچې داهم د بهرنیو په واک کې ده چې دولت او اړونده ادارې یې له کنټرول او څارنې عاجزدي هغه هم په عملي بڼه، تش په خبروکې خو دافغانستان دولت دسیمې هیوادونو په کتارکې لومړی ځای لري.
د مخابراتو وزارت په خپل کاري او مسلکي چوکاټ کې د ( اترا) په نوم یو لوی ریاست جوړ کړی ترڅو د مخابراتي کمپنیو فعالیت ، خدمتونه، د پوښښ سیمې، نرخونه او له هر ډول سرویس څخه څارنه . ناقونونه او د هرډول غیر معیاري فعالیتو مخنیوی وکړي.

چې له بده مرغه د ( اترا ) څارګره اداره په خوب ویده او یادا چې له غلو سره یې د جوال خوله نیولې ده چې د مخابراتي شرکتونو له فعالیت اونورو خپل سریو نه ده خبره، په تیرو کلونوکې یادې ادارې خبر خپور کړ چې په هیواد کې موجود مخابراتي شرکتونه یې د خپل سر او غیر معیاري خدمتونو واړندې کولو په تور نقدي جرمانه کړي دي، بس همدا یو خبر او یو اقدام .
خو له بده مرغه اوس مخابراتي شرکتونه چې هرڅه کوي او هر ډول نرخ او قیمت د هرې مخبارې لپاره په کور دننه او د باندې پر خپلو مشترکینو لګوي هغه له خنډ او ستونزې پرته کولای شي، د(ROSHAN) او(AWCC) مخابراتي شرکتونو خو د طالبانو د امارت له نسکوریدو را په دې خوا ځانونه ماړه او دخلکو هستي یې خپلو حصابونوته ولیږدوله او لا هم خپل چور ته دوام ورکوي خو څوک نشته چې مخه یې ونیسي.
مهمه خبره داده چې ولې د یادو مخابراتي شرکتونو له غیر معیاري او اقتصادي فعالیتونو څخه څارنه چې د ملت او هیواد اقتصادي ګټې خوندي وساتي نه تر سره کیږي. حال داچې نړۍ د معاصرې تکنالوژۍ له اړخه دپام وړ پرمختګ کړی او ترلاسه شوي پرمختګونه ترخلکو په مناسب نرخ او معیاري ډول رسول کیږي،خو افغانستان سره له دې چې د سیمې هیوادنو په کچه ژر پرمختګ ترلاسه کړ مګر له اقتصادي اړخه بیا تر ټولو بې انصافه او ظالمان خدمتونه وړاندې کوي.
د اوس لپاره (MTN) او (Etisalat) مخابراتي شرکتونه چې د (3G) په نامه دانترنټ خدمتونه په مختلفو قیمتو وړاندې کوي په کلکه توګه اقتصادي زیان اړونکي ده ، آیا د (اترا) څارګره مخابراتي اداره له دې ستونزې پوهیږې او کنه ولې دملت په وینو د تجارت کولو مخه نه بندوي، تر څه وخته به مونږ د هر ډول بې عدالتۍ او بې انصافۍ پر وړاندې خپلې ژبې بندې کړو؟ آیا خدای ته ورتګ نشته؟ آیا د دې مظلوم او کړیدلي ملت پر وړاندې تاسې چې دواک او اختیار پر ګدۍ مو خیټې اچولي مسئولیت نلرئ؟
او په همدې ډول د مخابراتي شرکتونو چارواکيو ته وایم چې خدای(ج) حاضر وګنئ او دهغه پر بنده ګانو ظلمونه بند کړئ ، دقیامت او حصاب ورکونې ورځ را روانه ده، چې له تاسې به دخپلو ظالمانه کړنو او دافغانستان دحکومت له ظالم پلوه چارواکو څخه به دهغوی د کړنو حساب و غوښتل شي.
ما په خپله لیکنه کې موضوع په عادي بڼه را اخیستې ده او د مخابراتو وزارت چارواکوته وړاندیز کوم چې په هیواد کې دې د ټولو مخابراتي شرکتونو فعالیتونه د یوې خاصې کړنلارې له مخې تر بیا کتنې او ارزونې لاندې ونیسي که چیرته پر دې وړاندیز عمل وشي ستاسې به دهیواد په تاریخ کې په تور رنګ د خپل نوم له لیکلو مخنیوی کړی وي.
او که چیرې اقدام ونه کړئ مانا دا چې تاسې د ملت او خپل هیواد پر وړاندې د مافیایي کړیو او د هغوی د شومو، موخو پلي کونکي یاست، دا هیله او غوښتنه بیا ځلې تازه کول غواړم چې افغان بیوزله ولس له دغو فاسدو کړیو او ظالمانه منګولو څخه خلاص کړئ.