د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسي جرګې ته دبیسوادانو مخه ونیسئ

عبدالغفار پوپل 19.08.2010 09:30

دافغانستان روان سیاسي حالت هم دماشومانو دلوبې بڼه ځانته غوره کړه،او خپل ماهیت او ارزښت یې له لاسه ورکړ، دتعجب وړ خبره خوداده چې په افغانستان کې دسیاست وال او عادي انسان ترمنځ فرق بیخي نشته او دا نده معلومه چې سیاسي ډګر ته څوک او څنګه کسان ور ودانګي.
په دې وروستیو کې دکابل ښار بڼه ولسي جرګې ته دنوماندو کسانو عکسونوبدله کړې ده، هرې خوا ته چې ګورې داسې عکسونه له ډول ډول حرکاتو او شعارونو سره چې انسان ته حیرانتیا ورکوي سترګو ته دریږي.
یو شمیر نوماندان له تاوتریخوالي څخه خپل ډک حرکات را اخیستي او له بې مفهوم اوبې معنی شعارونو سره یې یو ځای کړي او غواړي خلک وغولوي ،دوی داسې فکرکوي چې په ټول افغانستان کې له دوی پرته نور څوک نشته.
دجمهوري ریاست ټاکنوته هم یو شمېر داسې کسانو پایڅې بډې کړې وې چې له هره اړخه دهغوی شخصیت ترپوښتنو لاندې وو، خوله بده مرغه اوس دولسي جرګې ټاکنو ته هم داسې څیرې او شخصیتونه راوتلي چې په لیدو ېې عقل له سړي څخه کډه کوي.
په دې دګر کې،داسې کسان هم شته چې دوی خپلې خبرې هم په سمه توګه نه شي کولای،او په دې نه دي خبر چې دوینا کولو له پاره کومو اصولو ته اړتیا ده، چې داډول اشخاص له ورایه بې سواده اونالوستي ښکاري، نو اوس دوی دې له دې ډول نیکو اوصافو سره خپل ځان او د هېواد په کچه دیو پارلمان پر غوښتنو او قوانینوپرتله کړي.
ولسي جرګې ته له کابل ولایت څخه شریف الله کامه وال په نوم دیو ځوان نوماندېدل او دده علمي شخصیت او شعارونه دې هېواد او خاورې ته زمونږه هیلې په ټپه ودرولې.
ښاغلی کامه وال چې له عادي انساني ژوند څخه یوټکی هم نه دې خبر غواړي د دې خاورې د خلکو استازولي وکړي،او په دې هم نه دې پوه چې استاز ولي څه ډول شرایط لري.
زه نن شپه په شمشاد تلویزیون کې دټاکنو په نوم دیوې خپرونې لیدونکی وم، په دې خپرونه کې سره له دې چې چلونکي یې په څه نه وو خبر،د دوو ښځینه نوماندو په ګډون محترم شریف الله کامه وال هم ور دعوت شوی وو. ترڅو خپله کړنلاره وړاندې کړي.
دحیرانتیا وړ خبره خو داده چې شریف الله کامه وال باید جمهوري ریاست ته کاندید وي ځکه چې دوی پینځه کلن کاري پلان درلود او مايې چې پلان واورید داسې یو احساس را په لاس شوو چې باید شریف الله کامه وال جمهور ریس شي.
په دې تلویزیوني خپرونه کې شریف الله کامه وال چې خپل هدفونه وړاندې کول ما داسې فکر کولو چې ده ته چا په غوږکې داخبرې ور ځاي کړي چې له پوښتنې سره جوړښت نه لري له بلې خوا هریوه پوښتنه سره له دې چې منطقي اساس نه درلود او معنی خو بیخې ور کې شتون نه درلود ورسر جوخت ښاغلي کامه وال یې هم ځواب بې ربطه او بې اساسه وړاندې کولو.
له دنه پوښتنه وشوه چې څنګه او ولې دې ځان ولسي جرګې ته کاندید کړي؟
شریف الله کامه وال یې په دې الفاظو ځواب وړاندې کړ:
هغه مینه چې خلک له ماسره لري،اونام خدای هغه کارونه چې ماخلکوته کړي د دې لامل وګرځېد چې خلک ماته دنوماندېدو وړاندېز وکړي، شریف الله کامه وال وايي زه بیخې خبر نه وم چې ولس زما دنوماندېو بند بس کړی وو.
له شریف الله کامه وال څخه پوښتنه شوه چې دتیر پارلمان کارونه څنګه ارزوۍ؟
ښاغلي کامه وال زیاته کړه: زه فکر کوم چې شپیته یا اویا فیصده ښه وو، خو هغه کارونه چې ماپه زړه درلودل هغه یې ترسره نکړل،نو ځکه مې ځان کاندید کړ ترڅو زه تر هغوی ښه او غوره کارونه وکړم.
بله پوښتنه داسې ورنه وشوه چې تاسې له خلکو سره څه مرستې کړي دي؟
کامه وال یې ځواب داسې وویل: ما دپوهنې له وزیر سره په خبرو کې دڅو زدکونکو دتبدیلۍ خبرې وکړې نام خدای ډاکټر صاحب فاروق خان زما خبره ومنله.
همداسې نام خدای ماډېر نور کارونه کړي دمالیې له وزیر زاخیوال صاحب څخه مې دیو موټر دکارونو دخلاصولو غوښتنه وکړه نام خدای ډېر زریې راته خلاص کړ.
نو په همدې ډول نام خدای ماډېر نور کارونه له نورو چارواکوسره کړي دي، په ګمرک او داسې نورو ځایونو کې مې هم خلکوته کار کړی چې نام خدای همدې کارونو له مخې خلک زه ولسي جرګې ته ونومولم.
قدر منو لوستونکو: تاسې فکر وکړﺉ چې آیا پارلمان ته داسې کسان چې دخپلو عادې خبرو تړاو او جوړښت نه شي تنظیم کولای څنګه لاره پیداکړي.
سره له دې چې ویاند هم اوتې بوتې بادولې،بیا یې له شریف الله کامه وال څخه وپوښتل، ستاسې انتخاباتي نښه او شماره څو ده؟
کامه وال صاحب چې خپلو مخکینیو خبروته هم پوره چمتوالې نه درلود او ټول یې یاوې ماوې بادې کړې وې بیایې زیاته کړه: زما انتخاباتي نښه مڼه ده او تاسې خبریاست چې مڼه دانسان زړه ته قوت دې او هرڅوک کولای شي چې له مڼې څخه ګټه پورته کړي،او باید دا هم زیاته شي چې انتخاباتي شمېره مې ۶۴۵ ده.
خپرونه مې له پیل څخه تر پایه پورې وکته خو هغه څه چې باید یونوماند یې ویناوال وي له ښاغلي کامه وال څخه مې وانورېدل پرته له هغو الفاظو چې څوتنو یې ورته لار ښونه کړې وه.
که څه هم دانیوکه پر شریف الله کامه وال پورې نه خلاصه کیږي او د ده په شان نورې څېرې هم شته چې له خورانورو ستونزو سره لاس اوګرېوان دي ، او غوړاي دا برباد او دړې وړې افغانستان په همدې حالت وساتي په دې معنی چې افغانستان متخصص او کدر ته ضرورت لري چې کار وکړي او پو هه ولري نه داچې خپله رمه یې پریښي وي او پر سر دوکلات خیال تازه کړي ، دښاغلي کامه وال په شان له ځان څخه ناخبره کسان غواړي چې دخلکو استازولي ترلاسه کړي، او هرڅه ته د ریشخند او مسخرې په بڼه ګوري.


په ورته وخت کې ښاغلی کامه وال په لمر تلویزیون کې هم یوې خپرونې ته ور بلل شوی وو نوموړي هلته هم داسې اوتې بوتې باد کړې چې بیا ورته حیران شوم.
ویاند ورنه وپوښتل : تاسې شعار لګولی چې اسلامي امت ته خدمت کوۍ،داڅوډول خدمت دې او اسلامي هېوادونه خو ډیر دې لکه ایران،پاکستان، ازبکستان، ترکیه عراق،عربستان، ایاستاسې هدف ډاټول هېوادونه دي؟
کامه وال یې ځواب داسې وویل: زه خو وایم که کامیاب شوم ټولومسلمانانو ته خدمت کوم او ماته مې هېواد ارزښت نه لري زه اول مسلمان یم خوخپل هېواد ته سرنه ورکوم،زغواړم مسلمانۍ ته خپل سر قربان کړم.
اوبل داچې په خپل پلان کې ډېر پلانونه لرم او غواړم دغه پلانونه په ولسي جرګې عملي کړم.
تاسې فکر وکړۍ چې دغه ځوان نوماند ښاغلی شریف الله کامه وال څه ډول تقریر او اسعداد لري پوښتنه څنګه ورنه مطرح کیږي او ځواب یې څه ډول په کومو الفاظو ورکوي.
داسې کسان یوازې پیسې لري، خو یوه مشهوره علمي وینا ده چې(علم اوپیسې په یوه لاره نه ځي) نو دکامه وال صاحب او دده په شان نورو کسانوته وینا زمونږ داده چې دوی دې هما غه خپلې چارې ترسره کړي، لویه ګټه خو یې داده چې دوی به نه بې عزته کیږي او بل داچې د دوی شتمنۍ به نه مصرفیږي.
دشعار په نوم د دوی پر عکسونو بې مفهومه اوبې معنی لیکنې بیا بل درد دې چې هرانسان ته په سترګوکې اوښکې ورولي، دوی پارلمان دټولو مشکلاتو دحل کولو اداره پیژني،او په دې نه دي خبر چې پارلمان ته کاندیدل څه ډول تګلاره لري، او دیو پارلماني نوماند اصلي کړنلاره چې هغه عبارت دې له کمپاین څخه څه دي.
په دې موضوع پورې تړلی بل اړخ بیا په نیغه دټاکتو پر نیم ګړي قانون پورې اړه لري ځکه په ټاکنیزو چاروکې دیو نوماند شخص له پاره جدي شرایط نه دي په ډاګه شوي،او یوازې پر افغانیت اوڅونورو مسئلو بسنه شوې ده.
نو څرګنده خبره ده چې په داسې یو عادي شرایطو کې هرڅوک دنوم لیکنې وړتیا پیداکوي او په ځان کې دیو باکفایت شخص وړتیا ویني حال داچې پوره نالوستی او یو بې کفایته شخص دې.
په را روانو پارلماني ټاکنوکې دګوتو په شمار کسانو نومونه لیکلي چې دشرایطو وړ کسان دي،او په دې ډله کې بیا دتیر پارلمان غړي هم شامل دي.
مهمه خبره خوداده چې کاندیدان خپلې غوښتنې په پام کې نیولي او په دې نه دې خبرچې افغان دردېلی ولس دخپل برخلیک په ټاکلو کې ډېرجدي دي،او داځل دنوماندو له زاتوالي سره سم دخلکو په مفکورو کې هم دپام وړ بدلون رامنځته شوی.
قضاوت ستاسې لیکنه زما