د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بډې ـ رشوت ـ اداري فساد

ملا عنایت الله پویان حسین خیل 13.07.2012 00:49

ګران لوستونکي دې ګومان ؤنکړئ چې ګنې یوازې او یوازې د کرزی صیب جهادی اداره په رشوت او بډو اخیستلو ملوسه اوګرمه ده اوپخوا له دې د ظاهرشاه د سلطنتی نظام څخه را نیولې آن د داود خان او د خلقیانو او پرچمیانو او له هغوي څخه وروسته د مجاهدینو او طالبانو په حکومتونو کې پسات او رشوت نه ؤـ دا چې د کرزي صیب په پاچاهي کې پیسې زیاتې وې نو خا مخا ورسره رشوتونه هم زیات ووـ همدا رنګه د کرزي صیب له حاکمیت څخه وړاندې په پخوا زمانوکې د هیواد مادي حالت او اقتصاد په ټپه ولاړ ؤ او پیسې لږې وې، نو ځکه اداری پسات او بډې او رشوتونه هم لږ ووـ د خدای بښلي سردار داود او خلقیانواو پرچمیانو په دوران کې د تحول پسندومترقي ځوانانو په مټو څه نا څه د اداري پسات او رشوت پر ضد مبارزه کیدله او د وطن د ترقي په لور ګامونه اوچت شوي ووـ خو دا چې د یوه خبیث  ناولي فرهنګي میراث په توګه بډې اخیستل په خلکو کې په یوه منل شوي دود او رواج بدل شوی ؤ او رشوت خورخاین سړي ته چا په سپک نظر نه ګتل نوځکه د پسات پرضد د داودخان او د خلقیانو او پرچمیانومبارزه له ناکامیو سره مخامخ شوه او د مجاهدینو د حاکمیت په دوران کې خو د حرامو او حلالو تر منځ بیخي توپیرونه او ټولنیزارزښتونه او اخلاقي معیارونه له منځه لاړل او د وسلو په زور د خوارو بې وزلو خلکو په شتمنیو تالا او چور ګډ شو او پاټکونه ولګیدل او موزیمونه او بانګونه چوراو تالا شول او د خلکو په کروندو او دولتي ځمکو خیټې واچولې شوې ـ د مجاهدینو مبارزه او هلې ځلې او جهاد صرفا صرفا د نا مشروعو حرامو پیسو د ګټلو او لاسته راوړلو لپاره مبارزه وه او د طالبانو په دوران کې دا چې طالبان د ښه نیت د پاکو زړونوخاوندان ساده خلک وو او غوښتل يې د شرعي قوانینو په رڼا کې د پسات مخه ؤنیسي خو په هغوی کې د ښې دولت دارۍ لپاره په کار پوه خلک نه وو نو ځکه د طالبانو په واکمنۍ کې د ژوند چارې په ټپه دریدلې وې اوله چا سره پيسې نه وې چې چاته یې د بډو او رشوت په توګه ور ګړي او یا یې له چا  د رشوت په توګه واخلي ـ د هغوی شرعی قوانین هم کلک قوانین وو او د رشوت آخیستلو مخه یې ډب کړې وه ـ هغوي ته د پاکستان د آی اس آی له خوا ډوډۍ اوغوړې شورواګانې رسیدلې او هغوی د ؤلس د وږې خیټې او وږي نس په غم او فکر کې نه وو                       
دا چې له بده مرغه له تیرو زمانو څخه را نیولې تر دې دمه پورې بډې اخیستل په یوه ناوړه او نا دود رواج او فرهنګ بدل شوي د ی او څوک رشوتخور سړي ته په سپک نظر نه ګوري او د حرامو او حلالوترمنځ توپیرونه نه کیږي او د اقتصاد د علومو مسلکي پوهان او سوسیالوګان د اداري پسات بڼسټونه او ریښې د تیرو زمانو د ناوړو دودونو او ناوړو ټولنیزوغیرانساني مناسباتو جوړښتونوپه چوکاټ کې ویني، د کرزی صیب  د حکومت لپاره اود افغانستان د راتلونکې هر دولت لپاره به له ستونزو ډکه ناشونې خبر وي چې په لنډ مهال او لنډ وخت کې دې معجزه ؤکړي او د  عواموخلکو روحي تمایلات او کرکه دې د رشوتخورو او ملی خاینینو او غدارانو او بډې اخیستونکو پر ضد را ؤپاروي او شایې دا خبره هیره نکړو چې رشوت خور او غل او قاتل د خپلې مور له ګیډې څخه غدار او مجرم نه زیږیږي، دا د ټولنې منفی جوړښتونه او منفي مناسبات دي چې په کې منفي کرکترونه اونا پاک خلک او رشوتخواره او مجرمین او قاتلین روزل کیږي ـ ټولنپوهان وایي (که د انسان کرغیړن او نا وړی خصوصیات او عادتونه او کرکټرونه د معاشرې او غیر انساني ټولنې زیږنده او محصول وي نو په کار ده چې معاشره او ټولنه دې انساني شي) او د داسې پاکې انساني ټولنې د جوړولو او تنظیم لپاره وخت او خاصو شرایطو او متخصصو علمي دولتي کدرونو ته د اړتیا احساس کیږي ـ له نر غوایي څخه د شیدو او له غواګۍ څخه د قولبې تمه کول د احمقانو او نا پوهو خلکو کار دی او د زرکو او کوترو د ښکار لپاره باید د سپین وزري باز او شاهین په لټه کې شو او له تورمشوکو کارغانو او ټپوسانو څخه د ښکارکولو تمه ؤ نکړوـ د کرزی صیب د دولت اپوزیسیون دعوه کوي چې ګنې د پسات د ډب کولو لپاره دې د دولت واګې هغوی ته وسپارلې شي او د دولتي نظام په جوړښتونوکې دې بدلون رابرسیره شي ـ زه وایم دا خبرې هسې خوشې آتې باتې دی،تاسو خپل امتحان خلکو ته ور کړی دی او ستاسو په دروغو خبرو څوک نه غولیږي او تر څو چې د خلکو په نړۍ لید او جهانبینی او فکری او ذهني جوړښت کې انقلاب او تغیر را بر سیره نشي او له هغو مافیایی ګروپونو څخه چې د لوړو مقامونو او لوړو دولتي څوکی ګانو خاوندان دي دهغوی د مالونو او شتو د سر چینو د مالومولو لپاره څیړنې او تحقیقات ؤنشي او د حرامو او حلالو تر منځ د توپیر پوله مالومه نشي ، په تشو خبرو پسات نه ورکیږي ـ زه په ډاګه بیا بیا دا خبر کوم او وایم:څرنګه چې زمونږ د آسماني مقدس دین په هدایاتو کې راغلي دي(امانت باید هغو کسانو ته ؤسپارل شي چې دامانت د ساتنې اهلیت او توان او درایت ؤلري)څومره د ریشخند او خندا خبر به وي که څوک مڼه او چاقو د پوست کولو لپاره ماشوم ته وسپاري اوماشوم چې د مڼې د پوست کولو په هنر نه پوهیږي او د دغه کار اهلیت نه لري خپلې ګوتې ټپي کړي اوبیا پر ماشوم د انتقاد ګوته کیښودله شي ـ زه نه د کرزی صیب  په  ټیم او ملګرواو ګروپ کې او نه دهغه په اپوزیوسینون په ټیم مجاهدینوکې او نه په وسلوالوملاصاحبانوکې دا سې په اقتصادي اوسیاسي اواجتماعی چارو کې پوه خلک وینم چې د وطن درد او د ؤلس د ناخوالو غم ور سره وي ـ زه پخپل کلي کې داسې حاجي صاحبان پیژنم چې هر کال حج ته ځي او د حج د لارې پیسې یې د حرامو مدرکونو له خوا برابریږي او په تیرو زمانو کې یې ګدایی کوله او اوس دا مهال د حرامو پیسو او د جهاد له برکته د باغونو پراخو ځمکو فیشنی کورونو دوکانونو خاوندان دي او خلک ورته په درنه سترګه ګوري او څوک نشته چې ترې پوښتنه ؤکړي او ورته ؤوایي:حاجي کاکا! د حج د لارې پیسې او خرڅی دې په څه توګه د کومو مخدره موادو او کومو غلاګانو او رشوتونو له مدرکه تر لاسه کړي دي او هم زه داسې پاک او سپیڅلي خلک پیژنم چې د ښونځیو معلمان او د لوړو تحصیلاتو خاوندان دی او څوک یې په کلي کې دسیال په نامه نه پیژني ـ نو ځکه د پسات د ډب کولو اود حق او باطل د مالومولو لپاره زه د خلکو د فکري جوړښت د بدلون او د روڼهاندو ځوانانو  پاڅون ته سترګې په لار ناست یم  او وایم ژوندی دې وی معلم او روښانه دې وي د علم او معرفت ډیوه او مړ دې وي غل او رشوتخور او قاتل او تل دې وي سوله او د وطن د شاه زلمو یو والی او ملی پاڅون او اتحاد ـ او دا خبره هم باید هیره نکړو چې دا مهال زما عمرله اویاوو کلونو اوښتی دی او په ما عمر تیر دی، زه د څوکۍ او مقام د حاصلولو شوقمند نه یم،زما دغه لیکنې صرفا او صرفا د خدای تعالی(ج) د رضا اود افغانستان د ځوریدلي مظلوم ؤلس د را ویښولو لپاره دي ـ د خدای ښه دې وي