ماته بیړۍ او توفان ځپلي خلک
14.07.2012 13:51او مونږ څو تنو د ماتې شوې بیړۍ ـ توفان ځبلو خلکو
د ډآر شیبې شمیرلې
له ماڼو ګانو لامبوزنو څخه
د سین څپې او ګودرونه هیر وو
مونږ د وحشي توفان څپې لیدلې
مونږ کلیمې لوستلې
بیړۍ د تور توفان څپو ډوبه کړه
ځنې تمسا ؤخوړل
ځنې ماهیانو لوټ کړل
د چا مورګانې مړې شوې
د چا پلرونه ورګ شو
ځنې په وچې کې ناست
د عیش او نوش وګړو
چې له توفان لرې وو
چې یې څپې نه لیدې
د مجاهید ؤلس له وینو څخه
ځانته بې سارې خزانې ټولې کړې
چا د زیارکښ د ګټو ، د حقیقت په پلمو
په ما اورونه بل کړل
چا د جهاد او د اسلام په نامه
زما مالونه لوټ کړل
چا راته پښې ماتې کړې
چاراته سترګې د لیدو ړندې کړې
چا د نیستۍ او خیرات کجکول ته کینولم
زه د خپل نس د مړیدو په غم کې
چا د خیالی جنت په شنو باغچو کې
را ته د حورو او غلمانو داستانونه ویل
اوما د پستې ډوډۍ خوبونه لیدل
د خدای ښه دې وي – پویان حسین خیل