د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اولس مشر ډیري خوږي خبرې ولې د عمل نه لیري

ولی محمد نورزی 24.06.2012 13:22

په دي نږدي ورځو کي اولس مشر کرزی د افغانستان په اړه ډیر خبری کوي او خلکو ته نوی هیلې او د نوی ژوند زیرۍ ور کوی.  او وایی چه  په افغانستان  کي باید فساد ورک شي ، جنګونه  دی ختم شي، مکتبونه باید پیل شي قوم پالنه او ګوند پالنه  بایدورکه شي د خلکو حقوق پایمال نشي او نوري ناخوالې او نیمګړ تیاوي دي هم له سره ورکي شي. داولس مشرخبری ډیری ښي او پرځای دي ولې دعمل او حقیقت نه  ډیری لیری دي.
اولس مشر او ټول افغان اولس په دي ښه پو هیږي چه روښانه او څرګند حقیقت خودادی چه دا ټولي نیمګړتیاوي او ناخوالي د اولس مشراودهغه دمافیاوی ډلي لخواه سرته رسیږي او دغه ډله په خپله قانون اوعدالت ترپښولاندی کوي. اولس مشراو دهغه ډله  په خپله د ټولو نیمګړتیاوود مخنیوی لپاره هیڅ کوم عملي پلان نلري او نه هم دوي وديته جو ګه دي چه په افغانستان کي دي اداری فساد ورک شي او خلک دی آرامه او هو سا ژوند ولری.دغه ډله دخلکو حقوق تر پښو لاندی کوي او داداری فساد هغه لوي مجرمین او په فساد ککړ کسان په خپله هم دوي دي.اود دولت دپرمختیا لوي خنډ دي.
اولس مشر وایی چه د امریکا د شیکاګو په کنفرانس کي دملي پولیسو اوملي اردو دروزلو لپاره د کاله څه پاسه دڅلورومیلیاردوډالرودمرستي ژمنه  وکړه او هیله کیږی د توکیوکنفرانس به هم د افغانستان داقتصادی  ودی اوپرمختیا لپاره د څلورومیلیاردوډالرودمرستي ژمنه وکړي.
اولس مشردا ونه ویل چه په تیرواتو اولسوکلنوکي د څلویشتودوستو بهرنیوهیوادونو د(۷۷) واویا میلیاردو ډالرودمرستي او کومک پیسي څه شولي او چیري مصرف شوي.
 د ملګری ملتونو د راپور له موخي افغانستان دنړۍ د غریبو هیوادونو د ډلي نه یعنی دسومالی. چاد، سوډان ، حبشي اوافریقایی  هیوادونو نه وروسته شپږم پس پاته هیواد دی، چه دخلکو د ژوندانه سطحه یی ډیره کښته ده. د نړۍ د تولو شتمنو او پر مختللو (۵۵) پنځه پنځوسو هیوادونو  دنظامي، اقتصادي، سیاسي او اجتماعي  ملاتړ اومرستو سره سره بیا هم افغانستان کمزوری اقتصاد لری او خلک یی  داستو ګني او ژوندی پاته کیدو سره لاس اوګریوان دی اوهره ورځ دلوږی له لاسه مري.
ددی هیواد په ډیرو سیموکي  ډاکتر، انجنیر، معلم،شفاخانه، مکتب او روغتیایئ مرکزونه نشته.  په زرګونو فارغ التحصله  افغانی ځوانان دلوړو زده کړو د پای ته رسولوددیپلوم دسند سره  دفتر په دفتر ګرځي چه کار پیدا کړي. ولی دکار ځایونه او چوکی هغه فاسدو، رشوت خورو،بی هویتو او غیری مسلکي کسانو محاصره کړی دي چه نه دکار اهلیت لری او نه هم مسلکي وړتیا او لوړی زده کړی لري. دوي د واسطی او پیسو په واسطه سره دغه چوکي رانیولي دي او دغه مقام ته رسیدلی دي. دوي د خپل جیب د ډکولو لپاره پرخلکو باندی ظلمونه، شکنجي او غیرقانونی کړني اوعملونه کوي او د اداری او اخلاقی فساد مهمي ستنی دي. دغه ډله د توپک سالارانو، قاچاقبارانو او بی هویتو متذلذلوپانګه والو، دبشری حقوقو د قانون دنقض پلویانو،دانسانانو د وژني په تورککړقاتلانو، غدارانو ،د خپلی خاوری او خلکو دپرمختګ دلاری ددښمنانو څخه جوړه شویده او شمیریی ډیر لږ دی.
 دکرزی صاحب دجمهوریت په دغو لسو کلنو دوروکي وزیران، والیان،رئیسان، سفیران او نور لوړ پوړی چارواکې په رسمی توګه سره ملامت او مجریم نه دي ګڼل شوي اوپردوي باندی د قانون حقیقی عدالت حکم نه دی چلیدلی.او که کوم تورورباندی لګیدلی هم وي عملي بڼه یی نه ده غوره کړي.
د رسنیو په حواله افغانستان اوس په نړۍ کي په اخلاقي او اداری فساد ککړ دوهم هیواد دی.



ددولت ټول قدرت او واک فقط د څوفاسدو اشخاصو په لاس کي دي. دولتی مافیا ورځ په ورځ پر مخ ځي کوچنی فاسد اشخاص لوړ پانګوال جوړیږی دغریبو او بیچاره کسانو غم څوک نه خوری.
ظلم،فساد،غلا ، د  بشری حقوقو پایمالول، انسان وژنه، دولتی جنایت ،احتراق، غصب، جسمي اوفزیکی تیری او خیانت د زورمندانو لخواه په سپینه ورځ دوام لري او بیګناه کسان د زندان او جیل وتوروتیاروته سپارل کیږي.په جیل کي دقاضی له حکمه پرته بی قیده کسان شپی او ورځي تیروي.
ښاغلی اولس مشره:
تاسو باید خپلو خبرو ته د عمل جامه ور واغوندي. کوم شي چه تاسو وایاست هغه خپله عملي کړي. د اولسی جرګی  دانتخاباتو لړۍ ته تاسو په خپله غیر قانونی بڼه ور کړه او د قضایی قوی فیصله می په خپل فرمان سره تر پښو لاندی کړله، د غدارانو او رشوت خورانو دوسیي څه شولي او ستاسو په دولت کي ولي نه عملی کیږی. د اخلاقی فساد دلوی اداری فیصلي ولی د عمل جامه نه اغوندی.
داچه تاسو په خپلو بیانوکي وایاست چه رشوت او فساد باید ورک شي نو بیا تاسو ددي کر غیړنۍ پدیدی د ورکولو لپاره کوم ځانګړی عملي پلان لری.ستاسو داولس مشری دلسو کالو په موده کي تا سو ولی ونشوای کړلای چه دغه بدمرغه غیرعادلانه فضا پاکه کړی آیا تاسو به اوس په کوم فکر او سوچ ددي ناوړي عمل د ورکیدو هیلي را ژوندی کړي.ستاسو د حکومت او دولت تیم او غړي به څنګه دغه کارعملی کړي.څوک به څوک محکمه کړی او چاته به جزآ ور کړل شي.
 دا ځکه چه د اخلاقی فساد، خیانت او رشوت عاملین همدغه ستاسو د کابیني غړی دي نه کوم بل څوک.نو څر ګنده ده چه د قانون پلی کول په همدغو فاسیدو چارواکو باندی سر ته نه شی رسیدلای  داځکه چه غل او مجرم هیڅکله خپل ځان نه محا کمه کوی.دغه ډله باید نور هغه چارواکي محاکمه کړی چه پاک وجدان ولری ،قانون ته احترام ولری د خدای(ج) او رسول (ص)څخه وبیریږی دشرعیت ، اسلامیت او حقیقی عدالت پیروی وکړي. په خپله په فساد کي ککړ نه وي د شفافی او پاکی څیړني په درشل کي د سر غړونۍ ټولو چارواکو اواشخاصو ته د صداقت او حقیقت په رڼا کی غوراو فیصله وکړی ، هلته به وی چه ټول اولس او خلک به ستاسو د ویناوو هر کلی وکړي او ستاسو تر شا به ودریږی. او که دا کار ونه شي نو بیا ستاسو دغه ویناوي پر خلکو هیڅ کوم ځانګړی تآثیرنه لري او یواځې یواځې به تبلیغاتی بڼه ولري.
  د ګران افغانستان اولس مشره:
 هیله ده چه دغه لاندی نیمګړتیاوو ته ښه ځیرشي چه ولي دغه ناخوالي تراوسه پوری حل نشوی ؟:                                                                    
۱: د فساد او رشوت دا کرغیړن دود اورواج نورهم دوام لري او تر اوسه پوری د حکومت دلوړپوړو چارواکو له ډلي څخه هیڅوک د قانون منګولوته ونه سپارل شو. چوراو چپاول په خرپ سره پرمخ روان دي.او ددي بدمرغې پدیدي د ورکولو لپاره یواځې په خبرو تکیه شوی ده نه  پرعمل.
۲:  دوزیرانو، والیانو او دولتی مامورینو په ګمارلوکي د مسلکی قابلیت، اهلیت اوکاری تجربي د اصلیت او لیاقت پرنسیپ نشته او تراوسه پوری نه دی پلې شوی، چه زیاتره مقرري  او ټاکني دشخصي او ګوندی پیژندنې او شناخت پراساس کیږی چه قانوني اړخ نلری.
۳: د بهرنیو هیوادونود مرستوویشل په مستحقو ادارو باندی نه دي ویشل شوی او دویشل شوو مرستو دمصرف د لګیدو پوښتنه نه کیږي ،چه دا مرستې څرنګه او پر څه شي مصرفیږي او لاسته راوړنه یی څه شي ده.ولی په غالب ګومان دغه ټولي مرستي داشخاصواوافرادو شخصي جیبونوته لویږی.
۴: ددولتی ځمکو د غصب اوجایدادونو دچوراو چپاول لړۍ  ډیړه په بیړه سره روانه ده. دهیواد دلویو ښارونو ددولتی جایدادونو،حاصل خیزی ځمکو، حوارو دښتو،  شنوتپو اودرو، دغرونو  دسرونو  قبضه دواک او زورمندانو لخواه بیله اجازی دغصب ګرانولاسونو ته ولویدلي . د څارنوالی،  قضایی ارګان ښاروالی،پولیسواو د امنیتی ځواکونو د کمزوري واک له امله بیله قانونه لوړمنزله کورونه جوړیږی. ولي څوک یي خنډ نشول او د مخنیوی لپاره هیڅوک هیڅ شی نشي کولای.
۵:د کیفیتوسړکونودجوړولو،دشفاخانواوکلینیکونودمنځته راوستلولو، داوبواوبریښنا یی بندونودجوړولو د کروندګرو لپاره دکرهڼی او مالداری بیل پلانونه، د اوبو د ویالو او نهرونو جوړولو پروژي
دپلونود جوړولو پروژي،ددولتی کورونو دجوړلو پروژي، دفابریکواوکارخانودجوړولود پلانونو طرحه،د ریل ګاډی د تخمیني پروژی پیل او نقشه بندی، دتعلیمی او تربیوی زده کړود مؤسیسود جوړیدو دپرانیستلومرکزونو ، دکوچنیو پانګوالو د تشویق لړۍ،  په ټول هیواد کي دفني او مسلکي ښوونکو دروزنې تخنیکي حرفوي مرکزونو،ددولتی ادارو د مامورینو لپاره دروزنی مسلکي کورسونو، دبزګرواو کروندګرود ښه تشویق او هڅوني لپآره دکرهڼې  دکوپراتیپونو، دترانسپورتي ستونځو د له منځه وړلو لپاره دورکشاپونو دجوړولو پلانونو،د هیواد کانونودایستلو چټک دریځ،دهیواد وګړوته دکارموندنې اوکاریابی  په غرض دمرکزونوجوړولوپلان او طرحه هغه نیمګړتیاوی دي چه تر اوسه پوری سرته نه دي رسیدلي او د پیل موخي یی په ټپه ولاړی دي.
که چیری تاسو په ریښتیا سره د خلکو انتخابی اولس مشر یاست نو بیا ولی د خپلو مظلومو خلکو غم نه خوري او ددوي د ژوند و ستونځوته هیڅ کوم پلان نلری.تاسو ددي غریب مظلوم کړیدلي اولس، جنګ څپلی اولس ،ترټیدلی اولس  اوباالاخره مسلمان افغان اولس ته ولي په سپکه ستر ګه ګوری، او په خوږو ویناوو یی تیر باسي. که چیری تاسو غواړی چه افغان اولس نیک مرغه شي، افغان اولس د علم او روښنایی لاره غوره کړي، افغان اولس د نوی تیکنالوژی اوپرمختګ لاره غوره کړی نو بیا هم نا وخته نه دي او اوس هم  تاسو کولای شي چه  دخپلو خلکو د لوږي، بیکاری، فساد، ظلم، بی عدالتې، بی قانونی  دغه  ناوړه عمل ته  د پای ټکې کښیږدي او دیوه پیاوړي او با وجدانه اولس مشر رول اداکړی.او خپله دغه پاکه د اولس مشری پاکه دنده په ایمان داری سره سرته ورسوی.
او که دا نشي کولای هیله ده په ډیرشرافت اوعزت سره ددي لوړمقام څخه تیرشي او خپله د وجدان له مخي اولس ته قانونی استعفاوړاندي کړي، ترڅو کوم بل وطندوسته هیوادپال د خلکو دغه لوړ پیټی په غاړه واخلي او دافغان اولس دترقی او پرمختګ په لاره کي داولس سره یو ځای دا ګران جنګ ځپلي رنځلیدلې اوکړیدلې  ښکلي هیواد افغانستان له سره جوړکړي.
ژوندی دي وي ګران افغانستان
 تل دي وي دافغانستان میړنې خلک
د ټولو افغانانو د یووالي اوورور ګلوی په هیله
پای