د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هالند کې د جنرال هلالي د فاتحې او جنازې خبر تیا

ولی محمد نورزی 31.10.2012 21:02

د هلالی کورني په ډیری خواشینۍ سره دوستانوته خبر ورکوی چي دافغانستان د فوځ پخوانې تکړه مرحوم جنرال ډاکتر محمداکرم هلالې نن ورځ دهغي اوږدی ناروغي له امله چي ور پیښه شوی وه په حق ورسیدی.
جنرال اکرم هلالی دملی اردو پیاوړی افسروو،اودملی دفاع په وزارت کي دهوایي او مدافعه هوایی لوی انجنیر اوهم دارنګه دکورنیو چاروپه وزارت کي د پیژنتون ریاست مرستیال ، په مسکوکي دافغانستان په لوی سفارت کي نظامی اتشه اودپو لیسوداکاډمي دقوماندان په توګه یې دندي تر سره کړیدي. ډاکتر جنرال اکرم هلالي د ۱۵ کلنو را پدی خواپه هالند کی میشت وو. دمرحوم جنرال ډاکتر محمد اکرم هلالي جنازه د ۲۰۱۲ (2012)کال د نوامبر د میاشتې پر دریمه نيټه د شنبې د ورځې پر یوولسو (۱۱)بجو د هالنډ هيواد د(ROERMOND)په ښار کې په لاندی ادرس خاورو ته سپارل کیږی.
دهدیری پته:
: Kitskendal 60
Roermond. 6045 EX
zaterdag. 11:00 uur
Crematorium Tussen de Bergen
د نارینه وو او ښځینه وو د فاتحې مراسم په همدې ښار کې د ورځې له یوې بجې څخه تر درېوو بجو پورې په لاندینۍ پته اخیستله کيږي :
د فاتحې د مراسمو د ځای پته :
Achilleslaan 12
Roermond. 6042 JV
Fatih Moskee
13:00 – 15:00
د اړتیا په وخت کې کولای سئ په لاندینیو شميرو اړیکه ونیسئ :
 0031-633-088-408
 0031-614-484-197
په درنښت ،
د هلالی کورنۍ