د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پسرلی سنګسار

اسدالله زمری 22.03.2012 14:24

عمرونه شول چې څارمه پرې ، لار د پسر لي
لیمه مې شول او به ، په ا نتظار د پسر لي
په ټو لو له ډیر و خته د خزان سپیره مو سم دی
په ژمي دی خرڅ شوی ، مدام وار ، د پسرلي
ساړه دي ، تورې وریځې دي د لمر تو دوښه نه شته
نن څه ټکه لویدلې ، په کردار ، د پسر لي
مستي خمار، خمار ده، د مطرب ساز دی شکیدلی
بلبله ګونګه شوې په ګلزار ، دپسرلي
نه پیغلې له منګو سره ، ګودر ته دي روانې
نه زاڼو دی جوړ کړی ، جګ قطار، د پسرلي
خالي دي وستلونه ، د ځلمو له ګړ او شوره
تالا والا ښکاریږي ، نن بازار ، د پسر لي
ګلبوټي پخواني دي خو لودن ور باندی ورک د ئ
ا غزي سپړي یوازی ، نن مالیار د پسر لي
بورا او بلبل ځکه د ماتم جامې اغوستي
کارغه ګڼي خاونده ! ځان واکدار د پسرلي
ګلا ن د غوړیدو له شوقه واړه لاس په سر شول
چې و ئې ولید سر ،زوړند په دار د پسرلي
طوطي ته د قفس پر ځای ، ډولۍ ده جوړه شوی
بدل ښکاري نن ، ډول او سینګار د پسرلي
اشنا وږمه د ګلو ، له دامان نه نه لګیږي
نن وینی او باروت لوڼي ، عطار د پسرلي
«آزاد لاله » بندي دی نن د باغ په دیوالو کې
په زړه ئې داغ دی ایښی دې کردار د پسرلي
د شنو درو هوسۍ نن د سارا اغزو کې څري
زمرو نه هم ورک شوی دی ، نیزار د پسرلي
د « ستورو او د شپې څادر » زمونږ په مېنه خپور دی
څرک نه ښکاري په سترګو ، د سهار د پسر لي
خوږې ، وږمې ، لو خړې شوې ؛ او تندر شوې چاودنې
بدل ښکاري وطن کې هر یو چار د پسرلي
کلونه شول چې پاڼې د شنه صبر ، تکې سرې دي
په وینو اوبه شوی دی ، بهار د پسر لي
څپې د خو شحالیو ، د ښکلا په سیند کې نه شته
ماتم ښیندي هر خواته ، کردګار ، د پسرلي
یما د سوما جام د اهریمن خولې ته نیولی
بخدي نه دی جوړ شوی نن ، مزار د پسر لي
توغونه خو زښت ډیر دي خو اشنا پکې یو نه شته
کاوه نه هم ورک شوی دی ، اسرار د پسرلي
را ځئ چې ژبه پری او لا س ئې مات کړو ورته غبرګ نن
د چا په خوله جاري چې شو سنګسار ، د پسرلي