د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ستر خوشحال غږ

اسدالله زمری 11.04.2011 21:33

چې د ننګ توره تر ملا کړي پهلو ان شي
چې بر یښنا د سپینو تورو شي خندان شي
ننګیا لیو ته دوه کاره مخکې کیږدي
چی یا وخوری ککرۍ او یا کامران شي
سمندر ئې شی استوګنې ته وړوکی
د سیلۍ په اوږو سپور شي او توفان شي
د قلم څوکه نیزه کړي و غلیم ته
د کا غذ مخ ورته سور د جنګ میدان شي
عظمت ته ئې کرسۍ د فلک ذین شی
په سجده ورته قزل ارسلان شي
د ګر بت به شان ئې لوړ شي پروازونه
اسمانونه ئې میدان د لوړ جولان شي
د آ زادو دنګو غرو زمری یاغي شي
په لرزه ترینه د هند ټول مغلان شي
چې په صدق څوک د قوم په خدمت سر شی
د پګړۍ پت ئې اوچته تراسمان شي
وي بی ویرې ،په خپل زور باندی نازیږي
چې جمدر(۱) ئې کله موټي کې عیان شي
چې له تورې سره خپل بیاض ته لاس کړي
نو د بزم قلمرو ته هم سلطان شي
شي طبیب د خپل وطن ټولو دردو ته
د حکمت او فلسفي عالی نشان شي
چې دا ټول سره کړي جمع خپل وجود کې
د پښتون د ټبر مشر: خوشحال خان شي
په نامه باندې ئې ویاړي ولسونه
مرګ ئې نه وي ژوندی پاتې جاویدان شي
ائ دنن ورځې افغانه لږ راویښ شه
هسې نه چې بیا سبا درته آرمان شي
لږ دې وغړوه سترګې درنه ځار شم
ګوره نوم به دې بیا ورک له دې جهان شي
ددښمن په خوله دې ورورپه ګولۍ ولې
چیرته بل هم څوک سر سام به ستا په شان شي
خپل وطن دې ټول خراب او کنډوالې کړ
ستا دې کار ته هر سړی هک او حیران شي
نور دې بډې وهه مټې پسې پاڅه
کور ئې ګډ کړه که څوک تاته بد ګومان شي
په ننګ سر قربانول د پښتون کار دی
بی ننګۍ کې ژوندون تریخ دهر انسان شي
د هلمندد اوښکوموج ته دې زړه نه سوي؟
د «هري» ژړا ته ویلې هم سندان شي
ستا کابل عشرتسرای وو منطقه کې
نور به څومره شی برباد څومره به وران شي
د اسلا م په نوم چې څه کفرونه وشول
ګوته خوله کې ورته خدای اوهم قران شي
څو به لړۍ د هجرت وي غځیدلې
څوک به دې لړۍ ته ټکی د پایان شي
دنیا اور شوه د افغان مهاجر زړه ته
څو به وریت په تناره کې د حرمان شي
چې دا خوار حال د ښاغلي افغان وینم
رڼې اوښکې مې په مخ لکه باران شي
غیرتي ولسه صبر دې نور بس دی
ستا په صبر به په قهر لوی سبحان شي
وطن مور ده تور لاسونه ترېنه لنډ کړه
چې حلالې درته پۍ ئې د ګریوان شي
چې په سر کې ئې خیالونه د بیلتون دي
سر ئې پری کړه چې په ځان دې ر قیبان شي
اندیښنې چې کړي دتا زبونیدو ته
داسې ئې خوارکړه چې حیران ئې باداران شي
د برایدن نوم لا تر اوسه یو مثال دی
دغه درس به د عبرت د ټول جهان شي
د افغان شمله خو نه ده د ملنډو
په دې پوه دې ټول تور مخي پنجابیان شي
که ئې سترګه شوه کږه بیا ستا جنت ته
غبرګ ئې وړوند کړه چې دوزخ ورته ایران شي
چې تاریخ او تیر ویاړونه دې بد وینی
میندې بورې کړه چې ډک پرې ګورستان شي
ښاماران دې دي لړۍ د هندوکش ستا
ریز مریز به ئې غاښ لاندی ټول پردیان شي
دا چې نن ئې یو بیل کړی ورکید و ته
داسې ورک دې ټول زمونږه دښمنان شي
ستا د شتو بازار ئې ټول جهان کې تود کړ
ستا پرې اوس هم د کوربه په څیر ګومان شي
چې د لعل او یاقوت په نورو پلوري
لاس ئې غوڅ کړه چې دا ګټه ئې تاوان شي
زمرد دې د وطن د ناوی هار کړه
ذهره چاودې چې ټول غله او رهزنان شي
د کوکچې سره زر دتا د زړه ټوټې دې
پرې ئې نه ږدې چې لولېو ته پیزوان شي
د پکتیا نښتر دې ځاله د بچو ده
د شاهین به بې له ځالې څه ګوزران شي؟
د آمو د اوبو هر ګوټ دي زلال ستا
که ئې ملې دمخ خولې د هر دهقان شي
ستا هیواد جوړ دی له دنګو جګو غرونو
ښائې ستا همت او دوي سره سیالان شي
ستا پامیر د اوچتوالي ستر سمبول دی
په سیالۍ کې ترې زړه شین د کهکشان شي
د کشمیر نوم به ئې سپک شی و ښکلا ته
پرتله که ورته یو ګوټ د پغمان شي
ارغنداب دې که کنړ ته اوږه ورکړي
د وطن به جوړ هم سر او هم سامان شي
د پرون خبرې پرېږده نور تاریخ ته
د هر کار اجرا به خپل وخت او زمان شي
د وطن نوم دې اوچت کړه په عالم کې
چې بیرغ سرلوړی بیا د ستر افغان شي
ته زما ژوندون او ساه ئې ای ولسه
ستا له یو نوک نه دې ځار تمام جهان شي
دا آواز د ستر خوشحال له قبره خیږي
که لږ ځیر ورته د پوهی خاوندان شي
له دې ملکه به فردوس جوړ شي زمریه !
که هر یو افغان دده په لا ر روان شي