د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر عبدالله: له طالبانو سره خبرې بايد په افغانستان کې ترسره شي

پژواك خبري اژانس 21.01.2012 02:00

کابل ( پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠): د ملي ايتلاف مشر په قطر کې له طالبانو سره د خبرو په مخالفت کې وايي چې د پردې ترشاه ددولت او دافغانستان په قضيه کې د ښکېلو هېوادونو معامله د منلو وړ نه ده او له طالبانو سره خبرې بايد په افغانستان کې ترسره شي.

 د ملي ايتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله چې نن ( د مرغومي ٢٩مه ) د کابل پوهنتونونو د محصلينو په غونډه کې خبرې کولې ، پر دولت نيوکه وکړه او ويې ويل چې افغان دولت په هېواد کې د سولې راوستلو لپاره کومه ځانګړې طرحه نه لري.

 نوموړى، چې له ٢٠٠١ څخه تر ٢٠٠٦ کال پورې د حامد کرزي د حکومت د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده درلوده ، زياته يې کړه چې دولت نه د جګړې ددوام وړتيا لري ، نه په هېواد کې د سولې د راوستو او ددولت دغه ناتواني ددې لامل شوې، چې جګړه دوام پيدا کړي.

 ډاکټر عبدالله چې د ولسمشرۍ ددويم پړاو ټاکنو ته کانديد هم و ، له طالبانو سره خبرو کې ددولت پر ونډې يې ټينګاروکړ، خو ويې ويل چې دولت يواځينۍ مرجع نده او اوسنى دولت د ټولو خلکو استازيتوب نه کوي، ځکه چې داوسني نظام په درې واړو پايو کې مشروعيت نشته.

 د ملي ايتلاف مشر وويل : " افغانان نه ددولت او نه هم د بهرنيو ځواکونو په دريځ کې روښانتيا ويني او د امريکا د ولسمشر مرستيال په ښکاره اعلان وکړ، چې موږ له طالبانو سره دښمني نه لرو، نو چې دښمني نه لرئ، نو جګړه د څه لپاره؟ "

 د ډاکټرعبدالله په وينا، ددولت له وسلوالو مخالفينو سره هر ډول خبرې بايد د افغانستان دننه ترسره شي او نړيواله ټولنه کولى شي په دې برخه کې لاره هواره کړي او کوم کسان چې د خبرو لپاره راځي، دهغوى د امنيت لپاره زمينه برابره کړي.

 هغه ټينګار وکړ: " خبرې بايد په افغانستان کې وشي، نه په قطر او نه په هېڅ بل ځاى کې. "

 د ملي ايتلاف مشر وويل؛ که چيرې له طالبانو سره په قطر کې خبرې وشي، نو افغانستان خلک به ترې ګوښه پاتې شي او خبرې بايد په افغانستان کې وشي، څو د افغانستان خلک هم په کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې ولسمشر کرزي په قطر کې د طالبانو ددفتر پرانېستلو د راپورونو له خپرېدو وروسته هم ويلي و، چې د طالبانو لپاره بايد په افغانستان کې دفتر پرانېستل شي او که چيرې په افغانستان کې شرايط مساعد نه وي، نو ترکيه يا سعودي عربستان ددې دفتر لپاره مناسب ځاى دى.

خو ولسمشر وروسته اعلان وکړ، چې دولت په هېواد کې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره په قطر کې د طالبانو دفتر له پرانېستو سره موافق دى او طالبانو ومنله، چې په قطر کې د خپل دفتر د پرانېستو لپاره يې له هغه هېواد سربېره له يو شمېر نړيوالو لوريو سره تفاهم کړى دى.

په دې وروستيو کې په قطر کې د طالبانو ددفتر د خلاصولو په اړه راپورونه خپرېږي، خو دفتر لا تراوسه نه دى پرانېستل شوى.

 د ملي ايتلاف مشر زياته کړه چې ددولت يا د افغانستان په قضيه کې د بل کوم ښکېل هېواد له خوا د پردې تر شاه خبرې د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دي.

 هغه زياته کړه؛ له مخالفينو سره د خبرو لپاره بايد طالبان يو ځل اعلان وکړي، چې غواړي له افغان دولت سره خبرې وکړي، څو سولې ته سره ورسېږي.

 هغه وويل ؛ کوم کسان چې د طالبانو لخوا خبرې کوي، تعريف يې بايد روښانه وي، چې د چا او له کومې ډلې استازيتوب کوي.

 ډاکټر عبدالله زياته کړه : " له مخالفينو سره د خبرو مسئلې نه يو لوبه جوړه شوې او له هغې نه ديوې وسيلې په توګه کار اخيستل شوى دى. "

 د ملي ايتلاف د مشر په وينا، افغان دولت په تېرو لسو کلونو کې له ولس سره ژمنې کوي او د سولې هيله ورکوي، خو جنګ ورځ تر بلې سختېږي او مخالفين ، چې غواړي نظام ته د جګړې له لارې سقوط ورکړي، په خپل کار کې غښتلي کېږي.

 ده وويل چې دهغوى دريځ هم تل پاتې سولې ته رسېدل دي، هغه څه چې اکثريت خلک يې غواړي، باعزته سوله ده او داسې سوله ده ، چې د خلکو حقونه په کې خوندي وي.

 ډاکټر عبدالله وويل چې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د شتون لس کاله تېرېږي؛ خو بيا هم خلک خپل ارمان ته ، چې د سولې ټينګښت او ديوه داسې سياسي نظام لرل دي، چې خلک په کې ځان شريک وبولي، ندي رسېدلي، خو په دې کې شک نشته ، چې په دې موده کې ځينې کارونه او هڅې هم شوې دي او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راغلي دي.

 د يادونې ده ، چې د کابل پوهنتونونو د محصلينو په غونډه کې هغوى يو اوه ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې په هغه کې سولې ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو ملاتړ شوى، په دې شرط چې روښانه وي او  په مشرتابه کې يې ملي شورا  ، نړيوالې ټولنې او پوهنتوني حوزې ونډه زياته وي.

 د پرېکړه ليک په يوه بله برخه کې راغلي ، چې له طالبانو او د دولت له نورو مخالفو ډلو سره خبرې بايد ديوه ديموکراتيک او مدني چوکاټ په ترڅ کې او د خلکو له ګټو سره سمې ترسره شي.