د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلخ کې کرکټ د پراختيا او مينه وال يې د ډېرېدو په حال کې دي

پژواك خبري اژانس 29.08.2010 12:09

 مزارشريف - ذبيح الله احساس

د زمري ٢٦مه، ۱۳۸۹،پژواك خبري اژانس

 د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکى ۲۲كلن محمد زېب د سيند پر غاړه په يوه هوار ميدان کې په داسې حال کې، چې پيك داره خولۍ يې پر سر، بېټ يې په لاس او د خپل نوبت په انتظار و، پژواك اژانس ته وويل : ((دوه كاله مخكې دلته هېچا كركټ نه پېژانده؛ خو له کله راهيسې چې ملي لوبډلې اتلولۍ ترلاسه کړي، نو نه يواځې لوبغاړي زيات شوي، بلکې د مينه والو شمېره هم سلګونو ته رسېدلې.))

 په بلخ ولايت كې هم، د هېواد د ځينو نورو ولايتونو په څېر له تېرو دوو كلونو راهيسې د كركټ لوبه په يوه عامه لوبه بدله شوې ده.

 د کرکټ  لوبډله ١١ لوبغاړي لري، دا لوبه لومړى ځل په ١٨٨٠ زېږديز کال په انګلستان کې  رامنځ ته شوه او ډېر ژر هغو هېوادونو ته وغځېده، چې په هغه وخت کې د انګلستان مستعمرې وې.

 افغانانو، لومړى دغه لوبه په پاکستان کې د کډوالۍ پرمهال زده کړه، خو کله چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شول، له ځان سره يې د کرکټ لوبه افغانستان ته هم راوړه.

 په افغانستان کې لومړى د کرکټ لوبه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په ١٩٩٦ زېږديز کال په رسمي ډول، ددې هېواد په لوبو کې شامله شوه او په ٢٠٠١ زېږديز کال کې يې د اسيايي هېوادونو د شورا غړيتوب ترلاسه کړ.

 همدارنګه  افغانستان په ٢٠٠٣زېږديز کال کې د نړيوالې ټولنې د کرکټ د شورا غړيتوب هم ترلاسه کړ.

  د كركټ د ملي لوبډلې د برياوو له امله، د بلخ ولايت د بېلا بېلو سيمو د ځوانانو پام دغې لوبې ته اوښتى او ورځ تر بلې يې ورسره مينه زياتېږي.

 ۲۲كلن زېب وايي، چې دوه نيم كال مخکې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه خپل وطن ته راستون شوى دى.

  هغه زياتوي: ((ما په پېښور كې كركټ زده كړى و، د كور د راتګ پر مهال راسره دا اندېښنه وه، چې په وطن كې خو خلك كركټ نه كوي؛ نو له ما خو به زما لوبه پاتې شي.))

 د هغه په وينا، كله چې وطن ته راغى؛ نو دا لوبه چا دومره نه پېژنده.

 نوموړى وايي : (( خو اوس داسې نه ده، دلته هم ځوانانو د كركټ لوبه پيل كړه او اوس ډېره ښه لوبه كوي.))

 د زېب په وينا، په پيل كې يې له ده سره يو ورور او دوه نور ملګري وو، چې له ده سره له پېښوره راغلي وو او هلته به دوى په ګډه لوبه كوله،خو اوس يې په ډله كې ۱۸كسان لوبه كوي.

 زېب زياته کړه، چې وروسته له هغه يې د لوبې ملګري زيات شول، چې له كله د كركټ د ملي لوبډلې د برياوو معلومات تر عامو خلكو ورسېدل.

 نوموړي زياته كړه: ((دوه كاله مخكې دلته هېچا كركټ نه پېژانده، خو اوس چې كله موږ لوبه كوو، نو په لسګونو كليوال مو سيل ته ناست وي.))

زېب او نور لوبغاړي يې د سيند ترڅنګ په يوه خوړ کې چې لږه هواره ساحه لري، د کرکټ لوبه کوي، خو نوموړى شکايت کوي، کله چې په خوړ کې اوبه راشي، نو دوى بيا له لوبې پاتې وي.

د هغه په وينا، کله  چې په پاکستان کې و، نو ددغه هېواد او د اسټراليا لوبډله يې خوښېده او په ځانګړې توګه پاکستانى لوبغاړى شعيب اختر او د اسټراليا بريټ يې د خوښې لوبغاړي وو.

نوموړي زياته کړه : ((خو له کله راهيسې چې هېواد ته ستانه شوي يو او زموږ ملي اتلان په نړيوالو سياليو کې وځلېدل، نو همدوى مې ډېر خوښېږي.))

له تېرو دوو كلونو راهيسې د بلخ ولايت په مركز (مزارشريف)، بلخ  او چمتال ولسواليو كې خلك له كركټ سره د يوې عامې لوبې په څېر ډېر اشنا شوي دي.

په يادو شويو سيمو كې ځوانانو په خپل لګښت د كركټ د لوبې اسانتياوې برابرې كړې او هره ورځ له لرې لرې كليو خپلو ټاكل شويو ميدانونو ته د لوبې لپاره راځي.

د بلخ ولسوالۍ د عالم خېلو كلي اوسېدونكي او د ام البلاد كركټ لوبډلې لوبغاړي ۲۱كلن حامد پژواك خبري اژانس ته وويل : (( هره ورځ په بايسكل نيم ساعت مزل كوم او د ولسوالۍ مركز ته د كركټ لپاره ځم.))

نوموړي زياته كړه، چې د كركټ كوم ځانګړى ميدان نه لري، چېرته چې برابر شول او هواره ځمکه يې پيدا کړه، نو لوبه پيل كوي.

د هغه په وينا، كله چې هم خبر شي، چې په كوم ځاى كې ستر ميدان دى؛ نو سبا ته ورته له خپلو سامانونو سره د لوبې لپاره ورځي.

حامد وويل، چې دوى د كركټ لوبې ټول سامانونه (بېټ، وېكټې، بال او...) په خپل لګښت  اخلي.

نوموړي، د هېواد د ملي لوبډلې د لوبغاړو په اړه وويل : ((حميد حسن او محمد نبي مې ډېر خوښېږي.))

هغه زياتوي، دا يې ارمان دى، چې يوه ورځ د هېواد د ملي لوبډلې غړيتوب ترلاسه کړي.

حامد، له كركټ بورډ څخه د دغه ولايت له ځوانانو سره د كركټ لوبې د لا پياوړتيا په موخه د هراړخيزو مرستو غوښتنه وكړه.

نوموړي زياته كړه، چې په دغه ولايت كې دولتي دښتې ښې زياتې دي، کرکټ بورډ كولى شي، چې په اسانه ورته ميدان جوړ كړي.

په ځينو سيمو كې د دغې لوبې نندارچيان هم زيات شوي او د سيمې يو شمېر مشران د خپلو ځوانانو د لوبې نندارې لپاره ناست وي.

د چمتال ولسوالۍ په چمتال كلي كې د سيند د غاړې د ميدان تر څنګ په لسګونه مشران د خپلو ځوانانو د لوبو ننداره كوي.

د همدې كلي كروندګر حاجي سيف الدين،چې د سيند پرغاړه د يوې وړې تيږې پر سر پر خپل څادر ناست و او د كركټ ننداره يې كوله، پژواك ته وويل، چې لومړى له دغې لوبې سره بلد نه و؛ خو اوس ورسره يو څه اشنايي لري.

نوموړي د ځوانانو لوبې ته ګوته ونيوه او زياته يې كړه : (( په لومړيو ورځو كې مې يواځې ورته کتل، خو اوس چې پرې يو څه پوه شوى يم؛ نو سيل يې خوند هم راكوي.))

د هغه په وينا، له بې ځايه ګرځېدو او نورو بد اخلاقيو نه ځوانانو ته لوبه ښه ده، چې ويې كړي.

سيف الدين وويل، چې د محمديونس په نوم ۲۰كلن زوى يې هم د همدې سيند پر غاړه هره ورځ د کرکټ لوبه كوي او دى يې سيل ته ناست وي.

نوموړي زياته كړه، چې د زوى په لوبه يې خوښ او ترې خوشاله دى.

د بلخ ولايت د كركټ بورډ هم، د دغې لوبې د پرمختګ په برخه كې د دغه ولايت د ځوانانو د هڅو ستاينه كوي.

د دغه ولايت د كركټ بورډ مشر او د بلخ د رسمي لوبډلې كپتان محمد نصير نصر پژواك خبري اژانس ته وويل : (( په دې ولايت كې هم ځوانانو د كركټ لوبه د نورو ولايتونو د ځوانانو په څېر په خپل سر پيل كړې؛ خو لا هم ورسره د ياد وړ مرستې نه دي شوې.))

نوموړي زياته كړه، چې په بلخ كې له تېرو لسو مياشتو د كركټ رسمي بورډ جوړ شوى دى؛ خو دا لوبه له تېرو دوو كلونو دغلته ترسره كېږي.

نصر وويل: ((دوه كاله مخكې په ټول ولايت كې د ګوتو په شمار ځوانان وو، چې دغه لوبه يې كوله؛ خو اوس په سلګونو ځوانان دي، چې په دغه لوبه ښه پوهېږي.))

هغه زياتوي،چې په لومړيو ورځو كې به دوى په دښتو كې د ځوانانو ترمنځ د دې لوبې سيالۍ جوړولې او له همدې لارې د بېلا بېلو سيمو ځوانان په ګډه وتوانېدل، چې كركټ په بلخ كې هم يوه ياده لوبه كړي.

د هغه په وينا، په بلخ كې د كركټ اته رسمي لوبډلې په بېلا بېلو سيمو كې دغه لوبه كوي.

د بلخ د كركټ مسوول وويل، چې له تېرې يوې مياشتې يې په اوه ښوونځيو كې هم دغه لوبه پيل كړې ده، چې په لسګونه زده كوونكي په كې برخه اخلي.

نصر زياته كړه، چې كه د بلخ د كركټ لوبغاړو سره يو څه مرسته هم وشي؛ نو د هېواد په كچه به لوبغاړي وړاندې كړي.

د هغه په وينا، دمګړۍ هم د عبدالله مزاري په نوم يو ځوان د هېواد په ملي لوبډله كې له بلخ ولايت څخه لوبېږي.

څو ورځې مخکې د هېواد د كركټ د ملي لوبډلې پخوانى کپتان او غړى رييس احمدزى، د بلخ ولايت د تنکيو ځوانانو د روزنې په موخه مزار شريف ته راغلى و.

هغه چې د افغان ځوانانو د كركټ پرمختګ ټولنې (Afghan youth cricket supporting organization ) مشري هم پر غاړه لري، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې بلخ به په نږدې موده كې د ياد وړ لوبغاړې وړاندې كړي.

 د هغه په وينا، د بلخ ځوانان له كركټ سره مينه لري او همدا مينه به يې د دې لوبې له ټولو هنرونو سره اشنا كړي.

 نوموړي وويل : (( بلخي ځوانان له كركټ سره مينه لري، دوى په خپل زړه لوبه كوي او د كركټ بورډ به ورسره ضرور مرسته كوي.))

 افغان ملي لوبډلې په ګڼ شمېر نړيوالو سياليو کې برخه اخيستې او ډېرې اتلولۍ يې خپلې کړې دي، خو تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د روان زېږديز کال په پيل کې د شل اوريزو سياليو په نړيوال جام کې ګډون و.