د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناپييلې مخابراتي شبکې بايد دريځ څرګند او غبرګون وښيي

مجاهد ((پښتون)) 20.07.2011 20:52

دچهار شنبې په ورځ (2011-07-20) سهار وختي په افغاني رسنيو کې  دا خبر خپور شو چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد وفات شوى دى .
د دې خبر د نشريدو سرچينه د طالبانو ويندويان هر يو ذبيح الله مجاهد او قاري محمد يوسف احمدي وه ځکه چې نن سهار وختي د افغانستان په وخت د درې بجو او اوه ويشت دقيقو په شا او خوا کې د موبايل تليفون د هغو شميرو څخه چې په ورځنۍ توګه ورڅخه طالبان رسنيو ته د خپلو فعاليتونو په اړه پيغامونه استوي دا ډول پيغام استول شوى ؤ (د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شورى اعلاموي چې امير المؤمنين په حق ورسيدئ خداى دي يې وبخشي).
 دغه پيغام چې ما په خپله وکوت په خورا مهارت سره چمتو کړاى شوى دې ځکه چې د قاري يوسف د شميرې څخه استول شوي توري د هغه د ورځنيو پيغامونو او د ذبيح الله مجاهد د شميرې څخه استول شوى پيغام د نوموړي د ليکلو د طرز سره سمون خوري .
دوهمه خبره دا ده چې ذبيح الله مجاهد د تليفون د دوه شميرو څخه کار اخلي چې دواړه يې د افغانستان د روشن شرکت دي او دغه پيغام د دواړو شميرو څخه په يو وخت کې استول شوى دى چې د طالب وياند د عادت له مخې يو خبر هيڅکله هم د دوه شميرو څخه رسنيو ته نه استوي.
همدا راز د طالبانو په رسمي ويبپاڼه يوه اوږده خبر پاڼه وليدل شوه په کومه کې چې همدغه خبر ورکړل شوى خو د يادې خبر پاڼې د ليکلو بڼه ، توري ، د جملو جوړښت ، او مضمون داسې نه بريښيده چې ګوندې طالبانو دې ليکلې وي ، د يادې خبر پاڼې لوستونکى په ډيره اسانۍ سره پوهيدلاى شي چې د يو بل چا لخوا جوړه شوې او پر ليکه شوى ده او پريکړه کولاى شي چې ريښتونې نده.
په هر حال ، د دې لوبې پيلوونکي څوک دي ، د چا لخوا دا ډول ستر پروګرام پيل او پر لاره واچول شو ، څوک مسئولين دي ، موخې يې څه دي ، ايا موخې يې تر لاسه کړې او کنه ، د افغانستان حکومت ، بهرني ځواکونه ، بهرنۍ استخباراتي اداري او داسې نور پدې کړنه کې لاس لري او کنه ؟؟؟ هغه پوښتنې دي چې ستر بحث ته اړتيا لري او دا هم لا څرګنده نده چې طالبانو د خپلې ويبپاڼې ځمکه په کوم ځاى کې او له کومې ادارې اخيستې خو دا جوته او ښکاره ده چې په افغانستان کې فعالې دوه مخابراتي شبکې پدې کار کې يو ډول ښکيل دي ځکه چې د ذبيح الله مجاهد شميرې په افغانستان کې د روشن او د قاري يوسف احمدي شميره د افغان بيسيم شبکې څخه اخيستل شوي دي.
دا چې طالبان دښمن دى او کنه ، او يا پدې اقدام کې طالبان په حقه دي او کنه بيله خبره ده خو اوس چې دا څرګنده شوه پيغامونه د يادو شبکو د شميرو څخه استول شوي نو بايد دغه شبکې پدې هکله خپل غبرګون څرګند او دريځ روښانه کړي ځکه يا خو دغه پيغامونه د يادو شبکو په خوښه او رضا استول شوي او يا د دې شبکو څخه بده ګټه اخيستل شوې پداسې حال کې چې مسئولين يې ندي خبر شوي او استخباراتي شبکو همدغه کرښې کارولي دي .
پدې موضوع کې بايد مخابراتي شبکې يو غوڅ او ناپييلې دريځ غوره او اعلان کړي ځکه چې دغه شبکې تجارتي شکل لري او ورته د بې طرفه ادارو په سترګه کتل کيږي چې د جګړې د يوې غاړې پلوې هم نه کوي خو که چيرته دا شبکې هم د جګړې د يوې خوا څخه وکارول شي نو بيا به  د دولت مخالفينو ته جواز په لاس ورشي چې پر ضد يې قدم پورته کړي او د عام وولس هغه نيوکه به له منځه ولاړه شي چې مخالفين د وولسي وګړو زورولو  ته لاس اچولې او د ټول ملت پر شريکو شتمنيو يا د اړتيا وړ تاسيساتو باندې بريدونه تر سره کوي.
له ډيرې مودې په خبرونو کې اورو چې په فلاني ولايت کې طالبانو د تليفوني شبکو د بنديدو امر کړې او په فلاني ولايت کې د مخابراتي شبکو انتنونه سوځول شوي او يا د کوم شرکت کار کوونکو ته ګواښ شوې او يا ورته ضرر رسول شوې خو د تيرې شپې د عمل څخه د لنډې شيبې له فکر وروسته دې نتيجې ته رسيږو چې کيدلاى شي طالبانو يا د دولت نورو مخالفينو د همدې تليفونونو له لارې ضرر ليدلې وې خو پدې ډول چې عام کتونکي او يا هغه کسان چې د هغوى له ډلې ندي نه پوهيږي چې دغه زيان به څه ډول وي.
کيدلاى شي تليفوني شبکې د هغوى د مرګ ، درد او يا نيول کيدو سبب ګرځيدلې وي او له هغې وروسته پدې ډول ګام پورته کولو مجبور شوي وي خو ننۍ پيښې ټولو ته څرګنده کړه چې د نوي عصر د پرمختللې ټيکنالوجۍ په مټ هر څه ممکن دي .
په افغانستان کې د فعالو مخابراتي شرکتونو څخه هيله کيږي بلکه په سمدستي توګه د هغوى مسئوليت او د يوې غير جانبداره ادارو په توګه د هغوى ذمه واري دا ده چې دولت ، بهرنيانو او ګردې نړۍ ته اعلام کړي چې دغه پيښه څه ډول رامنځته شوې ، هغوى پرې خبر او لاس پکې لري او کنه ؟ او که يې چيرته نه لري نو د خپل ځان څخه دفاع وکړي.
د مخابراتو پوهان پوهيږي چې دغه پيغامونه په څه ډول استول شوي ځکه چې دا د يوې ورځې کار ندې بلکه له پوره پلان او پروګرام څخه وروسته ، د معلوماتو تر راغونډولو پس او د ډيرو هلو ځلو په نتيجه کې دغه ګام پورته شوې دى ، د مخابراتو ماهرين کولاى شي دا هم په ډاګه کړي چې دغه پيغامونه د کومې بلې ادارې لخوا نه بلکه پخپله د سيم کارتونو د څښتنانو لخوا چې هغوى د طالبانو ويندويان دي استول شوي دي او د هغوى شبکه تر يرغل لاندې نده نيول شوى چې پدې سره به اوبه او شيدې بيلې شي او روښانه به شي چې د طالبانو ويندويان ريښتوني دي او که نه.
او که چيرته داسې ونه شي نو لدې وروسته به يادې ادارې هم جنګي وبلل شي ځکه چې د جګړې په ډګر کې ځينې کار واخيستل شو او د جنګ يو طرف په خپله ګټه استعمال کړى .