د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپل ته شېر بل ته روبا درنه جوړيږي

مجاهد ((پښتون)) 27.08.2015 11:22

خبره بيا پر طالب او د طالب پر کردار ده او دا ځکه چې دعوه يې ډېره ستره او اعلان يې ډېر غټ دی، طالب اعلان کړی چې په هېواد کې جهاد کوي او د ملت اصلي ممثل دی. طالب اعلان کړی چې جګړه يې د ولس د خوندي کولو لپاره ده.
دلته د افغانستان اسلامي امارت چې پر طالب ياديږي خپل مسئوليت ته متوجه کوو، او هغه د ننګرهار په ولايت کې د داعشيانو د نفوذ او ناوړه کړنو په اړه پر طالب غږ دی.
لومړی خو بايد ووايم چې طالبانو د داعش په اړه ډېر غير مسئولانه عمل وکړ کله چې دغه ډله په عراق کې رامنځته شوه نو طالبانو په ډېر غرور سره ځان پرې غلی کړ هغوی داسې فکر کاوه چې نو له عراق يا شام څخه به څنګه يوه وسله واله ډله افغانستان ته لاسونه رااوږده کړي، او بيا به څنګه وکولای شي، چې اسلامي امارت ته هغه امارت چې امريکا يې په ګونډو کړه په مخ کې ودريږي او که دا کار وکړي نو داعش يا اسلامي دولت يا اسلامي خلافت به څه ډول وتوانيږي چې دې اسلامي، جهادي، افغاني او عقيدوي ډلې ته ماتې ورکړي.
خپله د طالبانو سرچينې وايي چې د خلافت تر اعلان وړاندې البغدادي طالبانو ته يو پلاوی واستاوه او د ملا محمد عمر مجاهد سره يې د ليدلو خواهش وکړ تر څو د خلافت په اړه ورسره مشوره وکړي حتی هغوی  دا نيت هم درلود چې دغه پېټې هم د ملا عمر پر اوږو واچوي د هغه څخه لارښوونې واخلي، او د اسلامي امت د خير لپاره کار وکړي.
دا به بېله وي چې د داعش رامنځته کېدل خپله د اسلام د دوښمنانو توطئه ده، يا د ملا عمر سره د هغوی د کتلو پلان هم د نړيوال اسلام ضد دسيسو يوه برخه وه خو طالبانو هغوی ته خورا سخت او توند ځواب ورکړ، او ورته يې وويل چي ملا عمر ستاسې سره نه شي کتلای هماغه و چې دغه هيئت ستون او د خلافت اعلان يې وکړ، طالبانو ځکه هغوی ته تريخ ځواب ورکړی و چې ملا عمر خو اصلاً د ګور مېلمه و.
کله چې دغه ډله د پاکستان په سرحدي سيمو کې رامنځته شوه يو ځل بيا پرې طالبانو ځان غلی واچاوه او دا غلي کېدل يې هم د غرور نښه وه، دا هغه وخت و چې ډيری طالبان د ملا عمر په مرګ خبر شوي او د ملا منصور لخوا د هغه د مرګ پټ ساتلو پر جهادي بهير شکمن کړي  وو، طالب مشرتابه د بيا لپاره تېروتنه وکړه او پر داعش يې ځان غلی کړ، خو د حافظ سعيد خان په مشرۍ داعشيان چې د طالبانو له منځه خبر و، او ټول جريان ورته معلوم و غلي نه و ناست او خپل کار يې کاوه.
سعيد خان خپل پلرنی کلی د ځان لپاره مرکز ونه ګرځاوه، و نه يې په وزيرستانونو کې دېره واچوله بلکې ننګرهار ته راغلل او نه ده معلومه چې دا د کوم پلان او د چا د پلان برخه وه چې دغه ډله دې له پاکستانه د داعش سره بيعت اعلان کړی، غړي دې ټول پاکستانيان وي خو بيس دی په افغانستان کې ولري!!
کله چې داعشيان ننګرهار ته راغلل د بيا لپاره طالبانو د هغوی څخه د دې راتګ استفسار ونه کړ او په دې اساس چې ګوندې هغوی مهاجر مجاهدين دی پرېږدئ چې و اوسيږي داعشيانو د ننګرهار په سرحدي ولسواليو کې مرکزونه جوړ او مستقر شول.
خو کله چې طالبان پر ځان خبرېدل د داعش تور بيرغ تر حصارک او بيا د لوګر تر ازرې پورې رسيدلی و، دلته نو طالبان راويښ شول جګړې يې پېل کړې خپلې وينې يې هم په يو بې مقصده جنګ کې وبهولې او د داعشيانو وينې هم او د ولس خو دې څوک پوښتنه نه کوي.
اوس داعش چې مشري پاکستاني وسله وال کوي او تقريباً ټول د اروکزو ايجنسۍ اوسيدونکي دي د ننګرهار په سرحدي ولسواليو کې پر قوم مسلط دي، او هر هغه څه يې چې زړه غواړي کوي يې، په بمونو د لسو تنو الوزول يې د وحشت يوه بېلګه ده.
داعش په ننګرهار کې څه کوي د دې تفصيلات به  ځکه نه ورکوم چې ټول پرې خبر دي او زما مخاطب چې طالبان يا د افغانستان اسلامي امارت مسئولين دي ښه ترې خبر دي، پرون يې هم د ننګرهار په چپرهار کې د يو مسجد د امام مرۍ ورپرې کړې ده.
زه له طالبانو پوښتنه کوم:
تاسې څه ډول د کابل په خورا حساسو سيمو کې بريدونه تر سره کوي، په ټونو ټنونو چاوديدونکي مواد د کابل د ښار منځ ته رسوئ وسلې وړئ راکټونه کلاشينکوفونه له باروتو ډک موټرونه په وسله سنبال خلک ان تر دې چې د دفاع وزارت داخله وزات ملي امنيت امنيه قوماندانۍ ارګ او نورو دولتي ودانيو داخل کې بريدونه تر سره کوي خو د ننګرهار په يوه لرې پرته سيمه کې بيا د داعش څو کسان چې درې سوو ته هم نه رسيږي له منځه نه شئ وړلای؟
تاسې د امريکايانو په اډو کې حملې کوئ امريکايان وژنئ د هغوی مرستيالان وژنئ بلډنګونه يې ويجاړوئ الوتکې يې سوځوئ خو د داعش پر مرکز عمليات نه شئ کولای؟
ته له دندې لرې شوی په کور ناست يا په دنده کې د يو وخت رزق ګټلو په خاطر له کوره مسافر د ملی اردو ملي پوليس ملي امنيت او دولت بل کارمند وژلای شی خو پر داعشي ځکه زړور نه ورځې چې هغه هم يو پخوانی مجاهد دی که څه هم هغه تاته کافر وايي تا مرتد د امريکا او پاکستان غلام بولي هغه تا جاسوس بولي تانه دبيعت غوښتنه کوي او ستا پر ملت چپه مېچنې تاووي خو ته غلی يې دا ولې؟
طالبه د ننګرهار ولس او عوام هغه څوک دی چې څوارلس کاله مخکې يې لا ستا شمله جګه ساتلې وه، دا هغه خلک دي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې يې تاته ځای درکړې ډوډۍ درکړې لار درکړې او مرسته يې درسره کړې ده، د ننګرهار اوسيدونکي هغه څوک دی چې په هره بريا کې تا همدا غږ پورته کړی چې ولس زموږ سره دی ځکه بريالي شو.
اسلامي امارته! اوس به د پاکستان د حکومت ای ايس ای يا هغه پاکستاني له ډاره په سوړه نه ننوځې چې يووخت ستا د لاس لاندې و همدا اورکزي يو مهال دپاکستاني طالبانو د تحريک هغه غړي  و چې ملا محمد عمر به يې امير المؤمنين باله او ته يې خپل رهبر بللی اوس څنګه پر تا خولې لګوي او ته ورته ګورې.
ګرانه طالبه! ته چې زموږ په لرې پراته کلي کې له کوره يو ځوان راوباسي يا يې د درو او کونداغونو لاندې واچوې. يا يې د مور پلار او بچيانو مېرمنې مخ ته د سوکانو او لغتې لاندې شين وريت کړې، مړی يې سبا د کلي خلک د سرک په ځنډه په خاره پټي يا د سيند پر غاړه پيدا کړي هغې ته جهاد وايې هغه خپله ځوانمردي بولې، خو اوس د داعش په وړاندې د اورکزو د وسله والو غلو بدماشانو او چورمارو په وړاندې هېڅ ځوانمردي نه لرې ولې؟
تا افغانان د مريکا سره په مرسته مرتد وګرځول او ودې وژل تا افغانان د دولت سره په کار کولو ګوډاګيان ونومول او له منځه دې يوړل تا افغانان ستا سره په مرسته نه کولو د دولت او امريکا جاسوسان وبلل او له  قتلولو دې ويډيوګانې جوړې کړې، اوس پر هغه چا ولې ډز نه کوې چې تا کافر بولي او تا له اسلامه وتلی بولي ستا عقيدې ته په سپکه او د کفري عقيدې په سترګه ګورې او ستا پر جهاد د بطلان کرښه راکش کوي؟
وسله وال مجاهده! د ملت استازيه! د ننګرهار د شينوارو علاقه هغه ده چې ستا له ډاره امريکايي نه شو ورتلای او دکلونو په اوږدو کې ستا مرکزيت و ستا د تګ راتګ لاره وه ولې دې څو بې پلاره بې موره حراميانو ته خوشې کړه؟ ولې د ننګرهار خاوره ستا د هيواد نه ده؟ تاته هغه د خپل وطن برخه نه ښکاري که هغه خلک ستا د هيواد نه دي؟ ته وايي چې زه دا يوه نيمه لسيزه د خپلې مور يعنی وطن د ګټلو لپاره جنګيدلی يم هلته دې ولې دغه د مور ګټلو غيرت نه راپاريږي؟
طالبه! بلکې مستقيماً ملا منصوره! سپينه به يې سره ووايو د کور زمری او د سارا ګيدړ به له ځانه نه جوړوې ماته دې توره تيره ده خو د سعيد خان اورکزي لښکر ته دې بيا شا کړې ده. دا نه منم چې ته ځان په هغه او دغه دليل تېر باسې او په خپله ګټه کې ما د ځان ملګری کړی خو زما په تاوان کې بيا ته له ما جلا يې.
ته موسی کلا او دشت ارچي کې سلګونه روزل شوی وسله وال پوځ ماتولای شی خو په اچين او سپين غر کې لسګونه لوڅ لغړ کسان نه شی ماتولای هغه هم داسې خلک چې نه له دين خبر دی نه له پښتو او نه له انساني اصولو، هغه هم داسې يو څوک چې خپل کلي رد کړي او شړلي دي په خپل هيواد کې يې خپل خلک نه پرېږدي او ځای نه ورکوي په خپله خاوره کې منفور دي له شا ورپسې د پاکستان پوځ دی او دې خوا ته يې ته يې او تا بيا هم د دې څيرونکي ځنار په خوله کې خپل ملګري او د خپلې لارې لارويان پرېښې دي.
په پای کې بيا درته وايم د اورکزو د داعش په وړاندې ستا چوپتيا او دومره عظيمه ماتې په هماغه معنی ده چې وايي [فلانی د کور زمری او د سارا ګيدړی دی] که همداسې پاتې شوې نو هم به دې تاريخ په دې نوم يادوي او هم به دې د خپل ملت سره جفا کړې وي.