د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د كوكران او مانجې پر جرګو د رحمان بابا د شعرونو اغېز

بريالى جلالزى 15.07.2011 18:51

لیکوال: ع.س اسحاقزى

ژباړن: بريالى جلالزى

لومړۍ برخه

يادونه: دغه ليكنه د پسرلي مجلې په نولمسې ګڼې كې خپره شوي ده.

ژوند د خوښۍ او غم ګډوله ده. انسانان د ژوند د پرمخ وړلو په بهير كې په ارادي او غير ارادي توګه له يادو شويو دوه پديدو سره مخ كېږي. د خوښۍ د دوام او د غم د لري كولو لپاره په بېلابېلو وسيلو لاس پورې كوي. د هر كار لومړنى خوځښګر ذهني انګېزه لري، چې لومړى يې په ذهن كې تمثيل او بيا عملي بڼه وركوي. دا مسايل په خپل ذات كې د اغېز له اړه بېلابېل ډولونه لري. يو هم موزونې كلمې دي، چې مثبت او منفي پايلې يې ډېر ژر څرګندېږي، چې اغېز يې د تاريخ په اوږدو كې پر بېلابېلو موضوعګانو څرګندې شوې دي. مخكې له دې چې د كوكران او مانجې جرګو په ګډونوالو د رحمان بابا د شعرونو اغېز په اړه څه وليكو لومړى د تاريخ په اوږدو كې په عمومي توګه د ځينو بېلګو په وړاندې كولو سره د شعر په اغېز يو څه رڼا اچوو.

په اسلامي او له هغې وروسته دورو كې د شعر اغېز:

د اسلام دويم خليفه حضرت عمر فاروق (رض) په شعر ښه پوهېده د ده په اند شعر كلتوري تلپاتې پديده ده، چې د وخت پېښې يې له منځه نشې وړلى.
حضرت عمر (رض) د زهير ابن ابي سلمي شعرونه خوښول د هغه شعر يې د نورو شاعران په پرتله ښه باله. د هغه كسانو له ډلې چې زهير په خپلو شعرنو كې ستايلې د عربانو يو مشر هرم ابن سنان دى. كله چې د زهير او هرم اولادونو دارالخلافې ته راغلل، حضرت عمر (ررض) د هرم زوى ته وويل: هغه شعر چې زهير ستا د پلار په هكله ليكلى را ته ولوله. كله چې يې شعر ولوست، حضرت عمر (رض) ورپسې كړه: چې زهير ستاسو د كورنۍ په هكله ښه ويلي دي.
هغه يې په ځواب كې وويل: موږ يې هم په بدل كې ښې ډالۍ وركړي دي.
حضرت عمر (رض) وويل: څه چې تاسو زهير ته وركړي هغه له منځه لاړل او هغه څه چې زهير تاسو ته در كړي تل به له تاسو سره وي.
د زهير له زوى څخه يې پوښتنه وكړه: هغه څه چې هرم ستا پلار ته وركړي و څه شوو؟
هغه وويل: له منځه لاړل.
حضرت په ځواب كې وويل: هغه څه چې ستا پلار هرم ته وركړي د وخت په تېرېدو به له منځه لاړ نشي، د هغه ډالۍ به د ډېرې مودې لپاره پاتې شي.
د شعر اغېز يوازې نظري اړخ نه بلكه بېلابېل اړخونه لري او تاريخي پېښې دغه اړخونه په عملي توګه څرګندوي.
يو هم د امير نصر بن احمد كيسه ده، چې په خپل وخت كې د مايشا فعاله امير و. نوموړې په بادغيس، مرو يا هرات كې په دومره عياشۍ بوخت شوى و، چې خپل ټاټوبى بخارا يې هير كړى و. د سفر ټول ملګري يې د سفر له اوږدېدو او د وطن له بيلتون څخه په تنګ شوي و. ددې وس ور سره نه و، چې امير ته د بېرته تګ په هكله ووايي؛ نو له رودكي څخه يې مرسته وغوښته:
رودكي د شعر په ژبه امير ته وويل:

بوى جوى موليان ايد همې
ياد يار مهربان ايد همې

امير د شعر په اورېدو دومره اغېزمن شو، چې خپلې جامې او موزې اغوستل يې هېر شوو. پر اس سپور او د بخارا په لور روان شو.
انسانانو ته د ژوند د پر مخ وړلو لپاره بېلابېلې لارې برابرې شوي دي. هغه چا ته، چې سوكالي ور په برخه وي، د سختيو اړخ ور نه هېر وي؛ خو كله چې ور سره مخ شي هر څه هېر كړي او د ځان د ژغورلو په لټه شي. امير هم دومره په عياشۍ كې بوخت شوى و، چې د اوسېدو لنډه مهاله ځاى يې د پرېښود. له بلې خوا د سفر ملګري يې كه څه هم د ژوند له ټولو اسانتياوو برخمن وو؛ خو د كورنيو بيلتون يې نه شو زغملى او دې ته سترګې په لاره و، چې كله به ځي.
د اداري او نظامي رتبو درلودلو سربېره يې د دې وس نه درلود، چې امير ته د بېرته تګ په هلكه ووايي؛ خو شاعر دغه مطلب د شعر په ژبه امير ته وړاندې كړ، چې د شعر اغېز څرګندوي.
د نظامي د ((چهار مقاله عروضي)) په دويمه ليكنې كې د شعر او شاعر د صلاحيت په هكله ليكلي: ((شاعري صنعت است كه شاعر بدان صنعت اتساق بزرګ را خورد و نيكو را در خلعت زشت باز نمايد و زشت را درصورت نيكو جلوه كند. با ايهام قوتهاى غضباني و شهواني را بر انګېزد تا بدان ايهام تباع را انقباضې و انبساطې بود و امور از ان را در نظام عالم سبب شود.)) همدارنګه يې په درېيمه ليكنه كې د سلطان محمود په هكله ليكلي: سلطان محمود د اياز د ويښتو د كمولو له امله، چې ده يې امر ور كړى و، خپه شو. كله چې يې د ويښتو كمولو څخه څو ساعته وروسته وليد، هر څه يې هېر كړل او په خپل كړي كار ډېر خپه شو. د دربار كسانو د سلطان د خوشالولو لپاره هېڅ لار نه ليده؛ خو عنصري دا څلوريزه ورته وويله:

كى عيب سر زلف بت از كاستن است
چه جاى به غم نشستن و خاستن است
جاى طرب نشاط و مى خواستن است
كاراستن سرو ز پيراستن است

د دې څلوريزې په اورېدو سلطان محمود دومره خوشاله شو، چې د شاعر خوله يې درې څلور ځله له سرو زرو ډكه كړه
د شعر د څرګنوالي سر بېره د ويلو ځاى يې هم د پام وړ وي، ځكه د مايشا سلطان د دومره غصې او غرور ښكارندويي كړې وه، چې درباريانو يې د نږدې كېدو وس نه درلود او هره شېبه د ناوړې حادثې د پېښېدو امكان و؛ خو عنصري په مناست وخت او ځاى كې د څو موزونو كليمو په ويلو د غم شېبې په خوشالۍ بدلې كړې.
شعر د رزم په وخت كې هم له ځانګړې ارزښت څخه برخمن وي. په بېلابېل وختونو كې د مبارزينو رزمي روحيه پياوړي كوي او د بريال لامل يې ګرځي. همداراز د عام انسان روحيه پياوړي كوي. په ځانګړې توګه هغه وخت، كله چې انسان غواړي ستر كار تر سره كړي په هره سويه چې وي د پايلې په لاسته راوړلو كې شك كوي، ځكه د هر كار پايله مثبته يا منفي وي. په ځانګړې توګه هغه وخت چې د ناكامېدو احساس يې ډېر وي. په داسې وخت كې هر څوك چې د يو كار په تر سره كولو لاس پورې كړي، طبيعي ده چې په سيمه كې د مروجو عمليو، چې تاريخي مخينه ولري، تر اغېزې لاندې يې راځي.
فال كتل هم له دې ډلې څخه دى، چې په بېلابېلو ډلونو تر سره كېږي. فال د هر شاعر په شعرونو نه، بلكې د ځانګړو شاعرانو په شعرونو كتل كېږي. په پارسي ژبو كې د شيرازي حافظ په ديوان تاريخي سابقه لري؛ خو پښتانه بيا د خپل صوفي شاعر رحمان بابا په شعرونو فال ګوري دوى په رحمان بابا ځانګړي عقيده لري او د يو صوفي او روحاني شخصيت په سترګه ورته ګوري.

ميرويس نيكه او د رحمان بابا په شعر فال نيول:


نور بيا...