د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلخي فرهنګيانو اختريزه ميله وكړه

بريالى جلالزى 19.11.2010 15:40

 

- بلخ ادبي خوځښت

بلخي فرهنګيانو د افغاني دودونو او كلتور د ساتنې او پالنې په موخه د لوى اختر په درېيمه اختريزه مېله وكړه، چې په سلګونو كسانو پكې برخه اخيستې وه.

 

مېله په بلخ ولسوالۍ كې د بلخ ادبي خوځښت له خوا د شيث (ع) زيارت ته څېرمه جوړه شوې وه، چې د بلخ، چمتال، چاربولك ولسواليو او مزار ښار په ګډون له كابل او ننګرهار څخه هم، يو شمېر ځوانانو برخه اخيستې وه.

 

كه څه هم په دغه ولايت كې د اختر او د نوي كال په ورځو كې بېلا بېلې مېلې ترسره كېږي خو بلخ ادبي خوځښت پتيېلې چې په د پښتنو د پخوانيو دودونو د بېرته ژوندي كولو او ساتلو په موخه د خپلو فرهنګي هڅو تر څنګ د دود او كلتور د بډاينې هڅې هم ترسره كړي.

 

په دغه ميله كې لوبې، اتڼ، تاريخي سيمو كتنه او د پخوا په دود د يو ځاى ناستې تر څنګ د كيسو اورېدو برخې شاملې وې.

 

د بلخ ادبي خوځښت غړي ډاكتر غلام رسول ملكزى وويل: ((بلخ ادبي خوځښت په پام كې لري، چې له دې وروسته د فرهنګي هڅو تر څنګ دوديزې مېلې هم وكړي. دا مېله به له دې وروسته هر كال د اختر په درېيمه نمانځل كېږي.))

 

نوموړي زياته كړه، چې سږ كال يې له كابل او ننګرهار څخه څو تنه ځوانان دغې مېلې ته را بللي و.

 

د هغه په وينا په راتلونكو كلونو كې به له بېلابېلو ولايتونو څخه ډېر خلك دغه مېلې ته راوبولي.

 

 مېلې ته له كابله راغلى مېلمه اسرار خان وويل: ((ډېر خوشاله يم، چې په مېله كې مې برخه اخيستې وه.))

هغه په غونډه كې د اتڼ برخه ډېره وستايله او زياتوي:(( اتڼ د هيواد ملي دود دى او د هر افغان يې بايد زده وي.

 

هغه همداراز د مېلې په ترڅ كې د ځوانانو د كركټ لوبله وستايله او زياته يې كړه، چې كله چې د هيواد د كركټ ملي لوبډلې په نړيواله كچه سترې برياوې لاس ته راوړلې. له كركټ سره دده شوق پيدا شوى او كله كله دغه لوبه كوي.

 

د خوځښت غړي وايي، چې په پام كې لري، چې په راتلونكي كې دغې مېلې ته لا پراختيا وركړي.

 

د بلخ ادبي خوځښت غړى ذبيح الله احساس وويل: ((دا پيل و، په پام كې لرو چې په راتلونكو كلونو كې يې لا پراخه جوړه كړو.))

 

نوموړى زياته كړه، چې په راتلونكو كلونو كې به مېله د مشاعرې او ځينې نورې برخې هم ولري.

د هغه په وينا هڅه كوي، چې مېله د هيواد په كچه ستره شي او له بېلابېلو ولايتونو څخه نور خلك هم ورته راشي.

 

بلخ ادبي خوځښت له تېرو څو كلونو راهيسي په بلخ ولايت كې په ادبي كارونو بوخت دى. له شماله د لومړيو پښتو خپرونو چاپول، د بلخ ولايت په بېلابېلو ولسواليو كې د ادبي بهيرونو جوړول، درې غوره شعرونه مياشتنۍ مشاعره او اختريزه مېله يې د كلتوري كارونو ښې بېلګې دي.