د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پوهاند زيورالدین زیور هم پوره كړه

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى 13.07.2011 21:29

د ننگرهاراو كابل پوهنتون د ادب او ادب پوهنې د مشر استاد پوهاند ډاكتر زيورالدين زيور د مړينې خبر مې غونى ځيږ كړ؛ ارواښاد ته زه او قتيل خوږياڼى له پاك الله د بخښنې او فردوس جنت غوښتنه كوو او د دغې سترې علمي، ادبي او فرهنگي كورنۍ خواخوږو مشرانو او كشرانو ته د دغه لوى غم د زغم غوښتونكي يو.
    
انا لله و انا الله راجعون

 
د هېواد د پښتو، پښتون او پښتونوالۍ د مشراستاد
پوهاند ډاكتر زيورالدين زيور لنډكۍ پېژندنه


پوهاند ډاكتر زيور الدين زيور د ارواښاد ملك معراج الدين زوى اودملك معزالدين نمسۍ  په 1318 ل. هـ كال  د ننگرهار په كوټ كې زيږېدلى و.
 لومړنۍ زده كړې ( لومړى دوه يم او درېيم  ټولگي) يې د خپلې سيمې په كليوالي ښوونځي كې او څلورم _ پېنځم او شپږم ټولگي يې د ميرانو په لومړني ښوونځي كې سر ته رسولي دي. دشپږم ټولگي له فارغېدو وروسته د كابل په دار المعلمين كې يې منځنۍ او ثانوي زده كړې تر سره كړي.

د دولسم ټولگي له پاى ته رسيدو وروسته د هغه وخت د پوهنې د وزير ښاغلي دوكتور علي احمد خان پوپل په امر د يو كال لپاره  په كندهار كې د ميرويس نيكه د ليسې ښوونكى و.

د كابل پوهنتون د كانكور تر ازموينې وروسته د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي كې شامل شوى، چې د ليسانس د سند له اخيستلو وروسته په 1346 ل .هـ كال کې د كابل پوليتخنيك نستيتوت په علمي كدر كې د تدريسي مدير او د كتابخانې دآمر په توگه وټاكل شو.
په 1348 ل.هـ  كال کې د نورو لوړو زده كړو لپاره پخواني شوروي اتحادته واستول شو.
 
ښاغلي اوپياوړي استاد زيور په 1975 ع كال کې د دوكتورا له  دسرتيشن څخه ډېره ښه دفاع كړې ده.

 قدر من استاد پوهاند ډاكتر زيور د ماسترۍ او دوكتورا (Ph. D) له اخيستلو وروسته له پخواني ليننگراد څخه خپل هـېواد ته په بري راستون شو او د گران وطن د خدمت لپاره يې مټې را ونغښتې.
 هېواد ته له راستنيدو سره سم په 1355 ل هـ كال کې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي كې  استاذ شو او په تدريس يې لاس پورې كړ، چې له ناروغۍ سره سره يې دغه سپېڅلې دنده په پوره اخلاص، امانتدارۍ او ايماندراۍ  سر ته ورسوله.

پوهاند ډاكتر زيور په 1355 ل كال کې د تدريسي چارو تر څنگ د "وږمې " مجلې د مسوول مدير او چلوونكي په توگه كار كړى، چې د 1357 ل كال  د سنبلې تر مياشتې يې د مجلې مديريت پر مخ بيولى دى .

 پياوړي استاد له خپل مسلك او دندې سره مينه له هر څه لوړه گڼلې، د منصب او څوكۍ شوق يې د علمي کارونو خنډ شوى نه و.
 
 درانه او سرلوړي استاد پوهاند زيور تر 1368ل كال پورې په كابل پوهنتون كې تدريسي ، علمي او څېړنيزې چارې پر مخ بيولي، دهمدې كال د اسد( اگست) په مياشت كې د افغان - هند كلتوري تبادلې د پروگرام له مخې د هندوستان د جواهر لعل نهرو پوهنتون ته د پښتو ژبې او كولتور د تدريس لپاره استول شوى، چې د گران هېواد افغانستان  د سياسى بحران او اړو دوړ پر لامل يې له ټاكلې مودې په کې ډېر تدريس كړى دى.

له شپږو كلونو وروسته په 1374 ل كال کې خپل هېواد ته راستون شو، خو په هېواد كې د خونړيو جنگ جگړو له كبله د ننگرهار په پوهنتون كې د خدمت لپاره پاتې شو او ننگرهار پوهنتون او کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځيو كې  يې له وياړه ډک تدريس وكړ.
 
پاتې دى نه وي ،چې استاد پوهاند ډاكتر زيور د تدريس تر څنگه د پروگرامونو د مدير، د پوهنځي د مرستيال او د پښتو څانگې د مشر په توگه كار كړى او له تدريس سره سره د پوهنتون د علمي څېړنو( تحقيقاتو) د مركز آّمر او د علمي شورا فعال غړى و ، چې په  ټولو ځانگړيو كميټو كې  يې پوره ونډه درلوده. دغه راز د نشراتي بورډ آّمر او د لوړو زده کړو په وزارت كې د ننگرهار پوهنتون استازى هم و.

 ښاغلى پوهاند استاد زيور د "پوهه" مجلې په كتونكي ډله كې هم برخه لرله او دغه راز يې د "سبا ستورى" او د(( امن)) د مجلو د كتونكي او څارونکي په توگه څارنه او كتنه كړې ده.

ډاكتر صاحب د خپل خدمت په بهير كې ډېر علمي، ادبي ،فرهنگي او څېړنيز آثار ليكلي او همدارنگه  يې ډېرې په زړه پورې ژباړې له نورو ژبو  پښتو ته كړي دي.

د ليسانس او ماسترۍ د دورې او د شپې د پوهنځي په تدريسي چارو كې يې ستره برخه اخيستې ده.
د كابل - ننگرهار او جواهر لعل نهرو په پوهنتونو كې يې د ادبپوهنې مضامين لكه: د ادب تاريخ ، متون ، مقايسوى ادبيات ، د ادب تيوري ، فلكلور پوهنه ، ولسي ادبيات ، د افغانستان معاصر تاريخ ، د افغانستان كولتور، پښتو ژبه او نور په نوموړيو پوهنتونونو كې تدريس كړي او په هېواد کې پرې اخته  پاتې و او له محصلينو سره يې د مونوگرافونو په ليكلو اود موضوعاتو په ټاكلو كې لويه برخه لرله.

 د استادانو د علمي ترفيع گانو د آثارو په ليكنه، سمونه او د تقريظونو په ليكلو كې  يې له هغوى سره پوره مرسته كړې ده.

په هند كې يې د تدريس او څېړنې تر څنگ د ال اينډيا  راډيو ډيلي له پښتو پروگرامونو سره علمي مرسته ، لار ښودنې، مشورې  او د پښتو پروگرامونو په تنظيم، ترتيب او د مضامينو د سمونې او ايډيت چارې يې هم تر سره كړي دي.
 
همدارنگه يې په پېښور پوهنتون كې له پښتو اكاډمۍ او پښتو څانگې سره  علمي اړيكې او مرستې كړي دي.

 د(Ph- D) د دسرتيشنونو په دفاع او تقريظونو په وركولو كې يې هم برخه درلودلې ده.
په هره توگه ارواښاد پوهاند ډاكټر زيور سره له دې ،چې ور پېښې ناروغې کمزورى کړى و، يو شمېر ټولتيز ، تاريخي، ادبي او هنري كتابونه اوآثار يې پښتو  ته را ژباړلي او خپل ټول ژونديې علمي ،ادبي او فرهنگي چاروته ځانگړى كړىو ،چې دستاينې وړ هلې ځلې گڼل  يې بولو.

د پوهاند ډاكتر زيورعلمي او ادبي هلې ځلې :

مونږ به لومړى په دې برخه كې د ده د درسي كتابونو او لكچرنوټونو يادونه وكړو او بيا به نورو پوهنيزو او څېړنيزو آّثارو ، مقالې او ژباړې يادې كړو:

1 _ د كابل  او ننگرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي  پښتو څانگوته چاپ شوي درسي كتابونه او لكچرنوټونه :

* د پښتو ادبياتو تاريخ _د دوه يم ټولگي لپاره ( د روښانيانو دوره) گستتنر - 1358ل كال، كابل پوهنتون، چې په ۱۳۸۳ ل كال د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز چاپ او زده كوونكيو ته وړاندې كړ.
*.د پښتو ادبياتو تاريخ د درېيم ټولگي لپاره (كلاسيكه دوره) گستتنر 1359 ل كال، كابل پوهنتون، چې په ۱۳۸۴ ل كال د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز چاپ او د پوهنتونونو زده كوونكيو ته وړاندې كړ.
*.د پښتو ادبياتو تاريخ د څلورم ټولگي لپاره (اوسنۍ دوره) گستتنر 1360 ل كال، كابل پوهنتون، چې په ۱۳۸۵ ل كال د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز چاپ او زده كړيالو ته وړاندې كړ.

*.د پښتو ادبياتو تاريخ د لومړي ټولگي لپاره ( لرغونې دوره)گستتنر، چې په ۱۳۸۶ل كال د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز چاپ او خپور كړ.
*.د پښتو ادبياتوتاريخ منځنۍ دوره_ ددوه يم اودرېيم ټولگي لپاره،د ساپي پښتوڅېړنو او پراختيا مرکز_ پېښور1386 ل کال.

*.د پښتو ادبياتو تاريخ معاصره دوره د ماسترۍ دورې لپاره 1367 ل (قلمي).
*.اولسي ادبيات، د كابل پوهنتون (گستتنر) 1362ل كال.
*.د ادب پوهنې اصطلاحي قاموس - كابل پوهنتون (گستتنر) 1361ل كال.

2_ پوهنيز او څېړنيز اّثار:

*.د ننگرهارولسي شاعران _ د ليسانس د دورې مونوگراف، 1364 ل كال، كابل پوهنتون.
*.د پوشكين د اشعارو خصوصيت _د ماسترۍ ددورې تيزس، 1971 م كال لننگراد.
*.د پښتو په كلاسيك ادب كې د هندي سبك اغېزه، د دوكتورا (Ph.D)د سر تيشنر 1361 ل- كابل پوهنتون.
*.د پښتو د هنري اّثارو پيدايښت او پر مختيا - د پوهاندۍ علمي ترفيع اثر، 1377 ل كال، ننگرهار پوهنتون
*.په پښتو ادب كې د ناول پيدايښت او پرمختيا. 1365 ل كال ( قلمي).
*.انگيرنې، كركې، كږنې، كابل پوهنتون د څېړنو مركز- 1364 ل كال.
*.د ادب پوهنې اصطلاحي قاموس په درې ژبو( پښتو ، روسي، انگليسي) كابل پوهنتون د څېړنو مركز ،1368 ل كال.
*.په پښتو ادب كې د سفر نامو تاريخي بهير. 1366 هـ ل كال (قلمي)
*.پر تليز ادبيات . 1367 هـ ل كال(قلمي).

3 _ مقالې او رسالې :
 
*.د حميد ماشوخېل په اشعارو كې پښتو متلونه - كابل مجله ، 1352 ل كال
*.حميد ماشوخېل او هندي سبك لومړۍ برخه، كابل مجله _1352ل،  11- 12 گڼه
*.حميد ماشوخيل او هندي سبك دوه يمه برخه، کابل مجله1353 ل (9) گڼه.
*.قيصې د ايسپ الحكيم - وږمه مجله ، 1356ل كال.
*.سرياني دعا ? وږمه مجله- 1356 ل ? (1) گڼه
*.د استاد الفت ليكوالي، وږمه مجله - 1356 (4) گڼه.
*.د پښتو اّثارو بين المللي سيمينار - وږمه مجله ، 1356 ل ، (2) گڼه.
*.پښتو خپرونې - وږمه مجله ، 1357 ل كال.
*.نوى كال - وږمه مجله، 1356 ل (1)گ گڼه.
*.روښاني جگړن جلال الدين - وږمه مجله ? 1357 ل (2) گڼه.
*.فرهنگيالى خوشحال - كابل مجله ، 1360 كال (4)گڼه.
*.د دولت لواڼي په ديوان كې ادبي تېروتنې( تنقيد او تحقيق) - كابل مجله ، 1362 ل (11) گڼه.
*.په تاريخ مرصع كې د پښتو اشعارو منابع ( تحقيقي) ، كابل مجله 1365 ل (11-12)گڼه.
*.مايكوفسكي- اجتماعي علوم مجله ، 1364 ل (2) گڼه.
*.په پښتو ادبياتو كې د ډراماتيكو اّثارو پيدايښت او پر مختيا - دانش مجله ، 1366 ل(1) گڼه، كابل پوهنتون.
*.ديشې بېدشي - كابل مجله.
*.درد هاى خراسان - شمشاد مجله - 1374 ل (1-2) گڼه.
*.هندي سبك. پوهه مجله - 1375 ل كال.
*.د ملنگ جان په خوږو نغمو كې د آزادۍ پيغام- گندهارا مجله - 1376 (1) گڼه.
*.د لوى استاد پوهاند رښتين ادبي هلې ځلې - ننگرهار مجله ، 1377 ل كال.
*.د لوى استاد پوهاند رښتين غمجنه مړينه - د لوى استاد پوهاند رښتن ياد كتاب 2000 م كال.
*.د اروښاد لوى استاد پوهاند رښتين ياد. د لوى استاد پوهاند رښتين ياد كتاب ، 2000 م كال.
*.د لوى استاد پوهاند رښتين ادبي څېړنې او هلې ځلې. د لوى استاد پوهاند رښتين ياد كتاب ، 2000م كال.
*.هندي سبك، پښتو مجله_ پښتو اکاډمي، پېښور.
*.د يو تاريخي او سياسي كتاب پېژندنه، سبا ستوري مجله - 1379 ل كال
*.د ايشيا سوسايټ كس كتابتون كې د پښتو قلمي نسخو فهرست، د ابو الكلام، آزاد انستيتوت په مجله كې په مسلسله توگه خپور شوى دى. 1994 م _ 1373 ل كال.
*.د شهيد پوهنمل شېر خان رشتين په ياد او په دې اثر يو څو كرښې (( د خوشحال د ستار نامې پيداگوژيكي څېړنه)). 1382 ل ( 2003 م) كال _ د ساپي پښتوڅېړنو او پراختيا مرکز  چاپ.
*.دملنگ جان په اشعارو كې پښتو متلونه( نا چاپ)
*. د وزير محمد گل خان مومند بابا ياد _ ((ورځ )) مجله 1383 ل
*.د وږمې مجلې كتلاك - 1356. كابل پوهنتون.
دغه راز پوهاند زيورد لوى استاد پوهاند رښتين ياد كتاب په سمونه او ايديت كې هم پوره برخه لرلې او مرسته يې كړې ده.
ارواښاد استاد زيور د خپل تحصيل او تدريس په بهير كې له نورو ژبو يو شمېر غوره ټولنيز، سياسي، تاريخي، ادبي او هنري آثار په پښتو ژباړلي، چې دا هم د پښتو ژبې او ادب لپاره د ده سترخدمت گڼل كيږي.
 
4 _ د پوهاند ډاکټر زيور ژباړل شوي آثار :

*.پولاد څنگه كلكيده، د استروفسكي رومان له روسي ژبې څخه پښتو ته ؛په دوه ټوكونو كې، چې د پروگرس د نشراتي موسسې له خوا په مسكو كې چاپ شوى دى.
*.د غاښي ډز_ په روسي ژبه د مختار عوضوف ليكلى داستان دى، چې پښتو ته ژباړل شوى او د پروگرس د نشراتي موسسې له خوا په مسكو كې چاپ شوى دى.
*.د منځنۍآسيا سياسي ، حالاتو ته يوه كتنه: د ډاكتر عبد الغني ليكنه ده ،چې له انگريزي څخه پښتوته ژباړل  شوې، ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز  يې د چاپ او خپرېدنې زيار گاللى دى.
*.د احمد شاهي تاريخ مقدمه: له روسي ژبې څخه پښتو ته ژباړل شوې او د كابل په هېواد ورځپاڼې كې چاپ شوې ده ( 1355 ل).
*.سفر نامه ( ديشي بيدشي) په بنگالي ژبه د سيد مجتبى علي اثر دى، چې د روسي ژبې له ليارې پښتو شوى. دغه ژباړه 405 مخه ده او په 1381 ل كال  د ژباړونکي په زيارگالنې چاپ شوې ده.
*.شبنم: په بنگالي ژبه د سيد مجتبى علي اثر دى ،چې د روسي ژبې له ليارې پښتو شوى دى .ژباړه يې (180) پاڼې ده او په 1380 ل كال كې  يې دچاپ  زيار ژباړونکي گاللى دى .

همدارنگه يې ځيني نورې خورې ورې ژباړې هم كړي دي،چې بېلا بېلو رسنيوخپرې کړي دي.

په سيمينارونو او كنفرانسونو كې د پوهاند ډاکټر زيور ونډه او برخه :

*.د ډيلي د جواهر لعل نهرو په پوهنتون کې يې  د(( په نړۍ كې د ناول ليكنې)) ترسرليک لاندې  سيمينار كې " په پښتو ادب كې ناول" ليکنه وړاندې کړې او لوستلې ده. 1991 م كال.

*.د ال اينډيا راډيو ډيلي له پښتو څانگې ته " په پښتو ادب كې د تصوف پيدايښت او پرمختيا" ليکنه ليكلې او خپره شوې ده.
*.د كلكتې د ابو الكلام آزاد په انستيتوت کې يې" د افغانستان معاصر تاريخ" په باب يو سيمينار وركړى، چې گډونكوونكيو خوښ کړى دى_ 1993 م كال.
*.په كابل كې د ((ديالوگ افغاني)) ( افغان ډيالوگ )په سيمينار كې يې د لويې جرگى په نامه مضمون ليكلى او لوستلى دى.
*.د پښتونخوا _پېښور د پښتو اكادمۍ په بلنه يې د باړه گلۍ په سيمينار كې گډون او وينا کړې ده.
*.په لومړني  پښتو عالمي كانفرانس کې يې گډون کړى او د پښتو معاصرو ادبياتو په باب  يې علمي ليکنه لوستې ده.
*.د اروا ښاد لوى استاد علامه پوهاند رښتين د تلينو نو په ياد غونډو كې  يې مقالې ليكلي او لوستې دي.
*.د اروا ښاد سيد شمس الدين مجروح پاچا د سلمې كاليزې په مناسبت يې ليكلې ليکنه اورولې ده.
همدارنگه يې د كابل- ننگرهار په پوهنتونونو كې د علمي سيمينارونو لړۍ جاري ساتلې وه.

ارواښاد پياوړي استاد پوهاند ډاكټر زيور له سير او سياحت  سره ځانگړې مينه درلوده او ځانگړى خوند يې ترې اخيست.
ارواښاد  يو لړ كاري، تحصيلي او علمي سفرونه  كړي،چې يادونه ترې دلته غوره برېښي.

سفرونه:

*. مسكواو لننگراد (پترزبورگ) ته يې تحصيلي او علمي سفر كړى دى.

*. لننگراد (پترزبورك)، تاشكنداو دوشنبې ته يې د علمې مشاهدو او په كتابتونونو كې د علمي موادو د ټولولو او څېړلو په موخه  څېړنيز او علمي سفرونه كړي دي.
*. شرقي المان، فنلينډ، چكوسلواكيې، پخوانۍ يوگوسلاويې، بلغاريې، ليتوانيا، هيستونيا، ليتويا ته يې ځانگړي سفرونه كړي دي .
*. په 1368 ل كال کې د كابل پوهنتون له خوا د افغان_ هند كلتوري تبادلې د پروگرام له مخې دهندوستان د جواهرلعل نهرو پوهنتون ته د پښتو ژبې د تدريس په غرض استول شوى او شپږ كاله يې((د افغانستان معاصر تاريخ، د افغانستان كولتور او پښتو ژبه او ادب) تدريس كړى دى.
*. د هندوستان په ډيلي، اگرې او كلكته کې يې  بېلا بېل لرغونتونونه او کتابتونونه كتلي او د رامپور رضا او ايشياسوسايټكس  په كتابتونونو كې يې د پښتو د قلمي نسخو فهرست  ترتيب كړى، چې د ابو الكلام آزاد د انستيتوت په مجله كې په پرله پسې توگه خپور شوى دى.

 *. د هندوستان مهم تاريخي ځايونه او ښارونه لكه كلكته، بمبيي، چنديگړ، پتنه، بيهار، مهاراشترا، ميگه لاى او په  راجستان كې يې رنتبوريعنې هغه ځاى، چې ستر خوشحال خټك په كې دوه كاله بندي واو نور كتلي دي.

ارواښاد پوهاند ډاكټر زيور هر اړخيزه  شخصيت درلود ،چې پر مورنۍ ملي  ژبه  پښتو سربېره په پارسي انگريزي، روسي او هندي ژبو پوهيده او ژباړې يې ترې کولې.
 
لنډه دا،چې ارواښاد استاد زيور په افغانستان کې د تېرې نيمې پېړۍ څلور لسيزو او دروانې لسيزې لس کلن ملي او سياسي تاوتريخوالي  ځورولى و، خو ډېرو علمي ادبي او څېړنيزو چارو ته يې علمي ځوابونه برابرکړي دي او د علمي كدرونو په روزلو كې  يې له زغمه ډکه  برخه اخستې  ده.
 
استاد سره له دې، چې په روانې غميزې کې يې پوره علمي چارې تر سره کړي. ارواښاد شپږ كاله وړاندې د چنگاښ له خبيثې ناروغۍ سره مخ شو، خو بيا  يې هم د زياتو هلو ځلو او هڅو غوښتنه كړې.
كه شرايط او زمينه برابره واى؛ نو تر دې به يې ډېر نور علمي كارونه كړي تر سره کړي واى؛. ځكه، چې  دى،نه يوازې د هېواد د اخلاقي، سياسي او پوهنيزې ودې ليوال و، بلکې د لوى استاد علامه_ پوهاند رښتين د ادبي لارې  پرلاروۍ او شاگردۍ هم وياړل شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې ارواښاد پوهاند ډاكټر زيور راته د وزيربابا محمد گل خان مومند د مړينې په اړه د پوښتنې په ځواب كې ويلي وه، چې : ارواښاد پخپل مرگ نه دى مړ شوى؛ هغه محمدزيو ووژلو.
له الله پاكه ورته  فردوس جنت غواړم.