د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى

29.07.2011 20:51    |   خليل الله قتيل زوى خوږياڼى د گنج اوونيزې شپږ كلن خپرنيز يون ته ځغلنده كتنه (6)

• د گنج اوونيزې د درېيم خپرنيزكال پرله پسې 83 گڼه د 1387ل كال د وري(حمل) په لومړۍ نېټه نوي كال ته ځانگړې خپره شوې، چې پر( پيام ديپلوم انجنيراحسان الله بيات رييس عمومى بنياد بياد به مناسبت سال نو) ، (پيام محمد يونس قانونى رييس ولسى جرگه بمناسبت سال نوهجرى خورشيدى)او (پيام دوكتور زلمى خليلزاد، نماينده ى ايالات امريكا در سازمان ملل متحد) پيغامونو سربېره په كې د ښاغليو لطيف محمود(فعاليت هاى انسان دوستانه ى بنياد بيات در سال 1386 خورشيدي)، د بريالي جهش( بيا به هم نوى كال په جگړوبدرگه كوو؟)

17.07.2011 14:36    |   خليل الله قتيل زوى خوږياڼى د گنج اوونيزې شپږ كلن خپرنيز يون ته ځغلنده كتنه

* د گنج اوونيزې د دوه يم كال پرله پسې 75 گڼه د 1386 ل كال د سلواغې (دلوې) په 7خپره شوې، چې (دلسوزانه كار كنيد يا دست از سر ما برداريد) يې د سرليكنې سرليك دى. سربېره پردې د ښاغليو حبيب الله رفيع(سيد گل پاچا الفت) ژوند ليك، د گنج ادارې(پرويزكامبخش آزاد خواهد شد يا اعدام؟)خبري څرگندونه، د فضل الرحيم رحم (كارد به استخوان رسيده!!!) ټولنيزه ليكنه، د پوهنوال رسول باورى( د رباطك ډبرليك) ژباړه، د شمس (ټكي، ټكي، ټكي) شعر، د دكترنجيب الله مسير(دشواريهاى تاريخنگارى امروز) سياسي شننه، د اسدالله (يرغل) شعر، د سليمان راوش (تحفه) داستان كوتاه، د ذبيح الله حميدي نورزى( بنام خداوند آگاه باغ - كه آواز بلبل نبخشد به زاغ ) ادبي ليكنه، د جهش (پانگوال چارواكي او د آزاد اقتصاد د كاپي كولو غوښتنه) وټه ييزه شننه، د ب- جهش(پېډي اشډاون، اصلاحات او پياوړې اداري مافيا) سياسي كره كتنه، د گنج ادارې (رويدادهاى مهم داخلى) ،(د تيرې اوونۍ مهمې نړېوالې پيښې) او (د الفت په هكله) دده ادبي خلاقيت په اړه څرگندونې شوې دي.

13.07.2011 19:29    |   خليل الله قتيل زوى خوږياڼى پوهاند زيورالدین زیور هم پوره كړه

د ننگرهاراو كابل پوهنتون د ادب او ادب پوهنې د مشر استاد پوهاند ډاكتر زيورالدين زيور د مړينې خبر مې غونى ځيږ كړ؛ ارواښاد ته زه او قتيل خوږياڼى له پاك الله د بخښنې او فردوس جنت غوښتنه كوو او د دغې سترې علمي، ادبي او فرهنگي كورنۍ خواخوږو مشرانو او كشرانو ته د دغه لوى غم د زغم غوښتونكي يو.