د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو تلويزيون او پښتو ايف ايم راډيو

سهاک 04.07.2011 16:37

تاسي ته زېرى درکوو، چې د لوى خداى (ج) په مرسته د پښتو تلويزيون او پښتو ايف ايم راډيو بنسټ اېښودل شوى، لکه څنګه چې يې له نومه څرګنديږي د ټولو پښتنو ښه خدمت کول او د دوئ لپاره په زړه پورې خپرونې چمتو کول او خپر ول دي د پښتو تلويزيون او پښتو ايف ايم راډيو موخې دي .
اوس تاسې کولاى شئ چې د سپوږمکۍ له لا رې د پښتو تلوېزيون ازمايښتي خپرونې او د انټرنيټ له لارې پښتو ايف ايم از مايښتي خپرونې واورئ .
له دې امله چې پښتو تلويزون او پښتو ايف ايم، د خپرونو څخه ټول درانه ليدونکي او اورېدونکي په هېواد کې دننه او د هېواد څخه بهر ښه ګټه پورته کړي، په ډېر درنښت د پښتو تلويزون او پښتو ايف ايم مشرتابه هيله لري، که تاسي مهرباني وکړئ او په خپله کور تپاڼه (ويب سايټ) کې د دې پريښناليک سره مل خبرتيا خپره کړئ موږ به ستاسي يوه نړۍ منندوى يو.
په ډير درنښت.
د پښتو تلويزيون او پښتو ايف ايم راډيو مشرتابه
http://www.pashtotv.tv
http://pashto.fm
Email: arika@pashtotv.tv