د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو ټلوېزيون دويم کال: ستونزې او ننګونې ستونزې

سهاک 28.12.2013 23:58

له بدمرغه پښتو ټلويزيون د يو لړ ستونزو سره مخ دى چې:

د پښتو ټلويزون ډېر مينوال له کابل څخه په ځانګړى ډول او له ټول هېواد څخه پوښتنه کوي چې پښتو ټيوي ولې په عادي ټلويزونو کې نه لېدل کېږي؟

په عادي ټلويزيون د راتلو لپاره په کابل کې د ټلويزيون خپرولو پريکونسي ته اړتيا ده، کله چې پښتو ټلويزيون په کابل کې د پريکونسي غوښتونکى شو، مخابراتو وزارت ويل چې په ولايتونو کې ېې درکولاى شو، په کابل کې نشته. د خواشينۍ خبره خو دا ده چې کله موږ په خوست، کندوز، کندهار او ننګرهار کې د پريکونسي غوښتونکې شو، له بده مرغه د مخابراتو وزارت او اترا اداره وايي چې موږ نور په ولايتونو کې پريکونسي ورکول بندکړي، که څه هم دوى د قانون لمخې دا حق نلري.

وړيا خپرېدونکي ټلويزيونونه لکه پښتو ټلويزيون، د خبرتياو يا اعلانونو څخه د ګټې په راتګ چلېږي او پرمختګ کوي. که څه هم د پښتو ټلويزيون څومياشتې په ازمېښتي او پوره دوه کاله کېږي چې په يوه اونۍ کې ٢٥ ډوله خبرونې کوي چې ٩٠ سلنه يې هره ورځ او ٣٠ سلنه يې ژوندۍ خپرونې جوړوي چې ښه ډېر مينوال لري، خو د ژبنيو، کلتوري، سياسي تعصبونو او د ځينو بډو غوښتونکوله امله، د هېواد سترې کمپنۍ پښتو ټلويزيون ته خبرتياوې نورکوي.

د بيلګې په ډول د روشن کمپنۍ يو د بازارموندنې ځانګې مامور زموږ د خبرتياموندلو استازي ته وويل چې "پښتو يو سياسي ټلويزيون دى او هغه پښتنو ته خپرونې کوي، موږ تاسې ته خبرتيا نه درکوو" ، د ام ټي ان کمپنۍ وويل چې "که د مخابراتو وزير صيب موږ ته ووايي موږ به خبرتيا درکړو"، د پښتو نوم له امله د صافي هوايي شرکت او نورو ډېرو زموږ خبرتياموندلو استازو ته ويلي وو، د راتګ اړتيا نشته موږ تاسې ته خبرتيا نه درکوو. دغه ښاغلي پدې نپوهېږي چې ددوى د مشتريانو او ګټو ستره برخه د پښتنو ده. دا ددوى مسئوليت دى چې د پښتو ټلويزيون پشان ټولګټو کړنو سره لاس يو کړي.

همدرانګه په پښتو ټلويزيون کې د ښځينو د ونډې کمښت دى چې تر ډېره حده دا زموږ د ټولنې يوه ترخه کلتوري او رواني ستونزه ده چې موږ خپلې خويندې، لوڼې او مېرمنې په ډېرو برخو کې کار کولو ته نه پرېږدو، او کله ناکله د دوى لپاره د کار اسانتياوې هم نه وي. پښتو ټلويزيون "د زرغونې ستوډيو" چې په ځانګړي ډول د ښځو لپاره جلا جوړه شوې هيله ده پښتنې پښتو ټلويزون کې برخه واخلي.
 
په ډير درنښت،