د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سره زر

دپلوم انجنير ستانه مير زهير 28.03.2011 12:24
ديپلوم انجنير ستانه مير زهير
سره زر
انسانان له ډيرو لرغونو زمانو راهيسې دسرو زرو سره اشنايي  درلوده او وخت په وخت به يې ورنه ګټه اخيسته  . دا موده ځينې اسناد د نن نه ۴۵۰۰ كاله پخوا او ځنې نوريې  بيا له نن نه ۶٠۰۰كاله وړاندې اټکل کړې ده .
سره زر عموماً د سكو په جوړولو كې زيات كارول شوي دي . همدا اوس هم د سرو زرو په سلو كې ۵۰ برخې په نړيواله محاسبو كې كارول كيږي ،له همدې امله د نړۍ هر هيواد د خپلو پيسو د ملاتړ (پشتوانې )له پاره په ځانګړو بانكونو كې سره زر زيرمه كوي . سربيره پردې د ګاڼو او زيوراتو په جوړولو او په طب كې د غاښونو د جوړولو له پاره هم زيات استعمال لري
 په وروستيووختونو كې سره زر د اتومي صنايعو ، الوتكو او توغنديو په د قيقو او مغلقو ماشينونو په جوړولو كې هم كارول كيږي .
د بريښنا جريان ډير ښه ليږدوي ،ځكه د كمپيوټر په صنعت كې هم ورنه كار اخلي . د سرو زرو ځانګړى وزن  ډير دى ، او راز،رازشيان ور څخه جوړيداى شي، په اكثره تيزابونو كې نه حل كيږي .زيان يې دا دى چې نرم دي او په اسانۍ سره سولول كيږي .
د هغو شميرنو  له مخې چې د امريکا په متحده ايالاتو كې خپرې شوي دي ، انسان تر اوسه له ۳-۲زرو  ټنو پورې سره زر يا د سوليدلو ،يا په سمندرونو كې د بيړيو د ډوبيدو او يا هم د ځينو كسانو له خوا د ښخو لو او بيا هيريدلو له امله د منځه تللي دي .
 په ټوله نړۍ كې د سرو زرو له عمومي زيرمو څخه په سلو كې ۸۰برخې د افريقا په لويې وچې پورې اړه لري ، له هغې جملې نه په سلو كې ۷۵ يې يوازې د جنوبي افريقا په جمهوريت كې پرتې دي .
سره زر،  نه يوازې په كاڼو او ډبروكې پيداكيږي ، بلكې په نباتاتو او د سمندرونو په اوبو كې هم شته . د سمندر په يو متر مكعب اوبو كې د سروزرو اندازه تر (۲-۳)ملي ګرامو پورې ده او په دې توګه د اټكل له مخې په سمندرونو كې د سرو زرو اندازه يو ميليارد  ټنو ته رسيږي  .په كانونو كې د سرو زرو د مقدار ټاكنه د هر هيواد په اقتصادي شرايطو پورې اړه لري، خو په عمومې توګه ويلى شو كه چيرې  د سروزرو په يوه كوچني كان كې د يو ټن تيږو او كاڼو څخه د ۱۰-۵ ملي ګرامو پورې سره زر لاس ته راشي هغه كان د راسپړنې وړ دى .
سره زر د نجيبه فلزاتو له ډلې څخه دي چې په طبعت كې د ناليدونكو زرو ميكروسكوبي ، نيمه ميكرو سكوبي او ليدونكو زرو څخه نيولې تر څو كيلو ګرامو وزن غټو كنډونو په څير هم پيداكيږي .
د سرو زرو هغه نګه (خالص) كنډ چې په پخواني شوروي اتحاد كې پيدا شوى (۳۶،۶ كيلو ګرامه ) وزن لري او د (لوى مثلث ) په نامه ياديږي . همدارنګه په استرليا كې يو  (۶۹ كيلو ګرامه) او بل (۲۷۵ كيلو ګرامه) په وزن  پيدا شوى چې لومړنى يې د(ناپيژندلې هيلې) په نامه ياديږي .
په طبعت كې سره زر په خالصه توګه ډير كم دي ، عموماً دسپينو زرو (نقره)،مس او بيسموت سره يوځاى پيداكيږي د لوړ كيفيت لروونكي زر هغه دي چې په يو كيلو ګرام كې ۹۰۰-۹۵۰ ګرامه پورې خالص سره زر ولري، او ټيټ يې هغه دي چې تر ۵۰۰ ګرامه پورې خالص سره زر لري .
زموږ په هيوادكې هم د سرو زرو څه ناڅه زيرمې تثبيت شوي دي چې زياتره يې له اصلي كانونو څخه د سيندونو د او بو په وسيله انتقال او په بيلا بيلو سيمو كې يې رسوب كړى دى نو له هغو څخه يو هم د هيواد په شمال ختيځو برخو (بدخشان) كې سيندونه او د هغو مرستيالان دى چې د تګ لوري په مختلفو برخو كې يې سره زر د غټو او نامنظمه دانو او يا هم د پاڼو په څير ليدل كيږي .
د نورابي حصار،داوتګ (چهل كان شهد)كوکچې او د هغو د مرستيالو سيندونو د تګ لوري په لمنو او همدارنګه د پنج د سيندپه غاړو كې هم د سرو زرو زيرمې خوندي دي .
د هيواد په جنوب كې د زركشان ،ترنك او ارغنداب د سيندونو د تګ لوري په اوږدو كې او همدارنګه په كندهار كې د سرو زرو زيرمې موجوددي ، زموږ د هيواد د سرو زرو يو شمير مشهور كانونه دا دي :
چشمه نورالله (تخارولايت) چشمه خاكسار، چشمه چهل كان (فيض آباد د ښار لويديځ خواته په سل كيلومترى كې د دادوتګ په دره او د آمو سيند په كيڼ اړخ كې موقعيت لري)چشمه يا ويز (د دادوتګ درې په ۳ كيلو مترۍ كې ) ريشاو (د فيض آباد په ۸۰ كيلو مترۍ كې )د يادونې وړ كانونه دي.
لنډه دا چې په افغانستان كې د سرو زرو اصلي كانونه ويكادور، زركشان او كندلان دي او رسوبي كانونه  يې سمتي او نور ابه يادولى شو .
 د لوګر د ميسو د عينك او د زابل ولايت د ميزان د ولسوالۍ د كندلان د ميسو په كان كې هم سره زرشته چې د هيواد د پياوړي اقتصاد د موجوديت په شرايطوكې كيداى شي چې له هغو نه هم استفاده وشي.
زموږ دهيواد د سروزرو له کانونو څخه يو هم د زرکشان کان دي چې په ډيرو لرغونو زمانو کې ورڅخه سره زر را ايستل شوي دي . همدا اوس د دغه کان  غره ته د ختلو په کږ ليچنو لارو کې هرې خوا ته د ميچنو تبۍ تر سترګو کيږي چې معمولاً په يو نيم مترمربع اواره تيږه کې کيندل شوي دي . د تبې څنډې تر۴۰-۳۰ سانتي مترو پورې لوړوالي لري .
هغه وخت به خلکو له کان څخه زر لرونکي کاڼې دلته راوړل هغه به يې په ابتدايي  پلکونو او څټکونو وړول،په ميچنو کې به يې اوړه کول او بيا به يې اوړه شوي کاڼي په اوبو وړل ، تر څو خالص سره زرچې لاندې به ورنه پاتې وو، لاس ته راوړي .
د دې کان د نامه (زرکشان)نه معلوميږي چې په پخوانيو وختونو کې هم ورڅخه زياته استفاده شوې ده .ځينې تاريخي روايات وايي چې د سلطان محمود غزنوي په وخت کې ورڅخه  سره زر ايستل کيدل. د زرکشان سيمه د غزني په ولايت کې د مقر د ښار ګوټي شمال ته د کابل –کندهار د لويې لارې نه ۱۴کيلومتره لرې پرته ده  .د زرکشان په کان کې لومړي ځل د پخواني شوروې اتحاد انجنيرانو د ۱۹۷۰-۱۹۶۶ کلونو په دوران کې خپلې پلټنې بشپړې کړې بيا په ۱۹۷۶م کال د مي په مياشت کې د ملګروملتونو د يوه پروګرام له مخې بهرنيو او افغاني جيولوجستانو په ګډه څيړنې کړي دي او په زړه پورې نتيجې يې لاس راوړې دي .
د پخواني شوروي اتحاد دجيولوجستانو د څيړنو له مخې د زرکشان  کان (۷۷۷۵)کيلوګرامه اندازه شوې سره زرلري او احتمالې زيرمې يې د (۱۵-۱۲)زرو ټنو پورې رسيږي . زموږ په هيواد کې له پخوا زمانو څخه  په شخصي او هم په حکومتي سطحه سره زر  لاس ته راوړل شوي دي  . په دولتي سطحه کې عموماً سره زر د کوکچې د سيند له پورتنۍ ، منځنۍ او ښکتنۍ برخې څخه د۲۵۰ Drag- ماشينونو په وسيله لاس ته راتلل