د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راتلونکې انديښنې !!

دپلوم انجنير ستانه مير زهير 24.02.2011 09:46

                په کابل کې :

د ځمکې لاندې اوبو زيرمې او راتلونکې انديښنې

   ډيره  پخوانۍ خبره ده  وايي : هلته چې ژوند شته اوبه شته . دانساني ټولنو ميشتيدنه  تل د اوبو تر غاړو وي ، ځکه  اوبه د ژونديو موجوداتو له پاره حياتي ارزښت لري او  بې له اوبو ژوند نا ممکن دی .اوبه د موقيعت له مخې په دوه ډوله دي :

١_دځمکې پر مخ اوبه  ٢_  د ځمکې ﻻندې اوبه

 د ځمکې پر مخ روانې  اوبه لکه سيندونه ، ويالې ، جهيلونه   د هيدرو لوژوي او د ځمکې  دننه   اوبه د هايدرو جيولوژي علومو په وسيله مطالعه کيږي

.د ځمکې ﻻندې اوبه د همدې روانو اوبو ، واورې او بارانونو له اوبو څخه تغذيه کيږي  . کله چې په يوه سيمه  وچکالي خپلې وزرې وغوړوي نو طبعي خبره ده ، د ځمکې لاندې اوبو په زيرمو هم ناوړه اغيزه کوي او د هغو خلکو ژوند هم  له بيلا بيلو ستوزو سره مخامخ کوي چې  يوازې د ځمکې لاندې  اوبو څخه ګټه اخلي .

 انسانان د ځمکې لاندې اوبه په بيلابيلو ډولونو لکه د چينو ، کاريزونو ، نيمه ژورو او ژورو څاګانو له لارې لاس ته راوړي او د څښاک ،  ونو ، باغونو اوزراعتي ځمکو د خړوبولو له پاره  يې کاروي .

په کابل کې  د اقليمي شرايطو د بدلون سره سم د ځمکې لاندې اوبو په زيرمو کې  هم د پام وړ بدلون راغلی دی   د کابل د اصلي اوسيدونکو په حواله ويل کيږي :  يووخت  د کابل په ښار کې  دځمکې لاندې اوبو سطحه دومره لوړه وه چې د ژمي او پسرلي په موسمونو کې به خلکو  له خپلوکوهيانو څخه   په لاس اوبه راپورته کولې  خود وختونو په تيريدو ورو وروداوبو سطحه ټيټه شوه او بيا به خلکو درسيو په وسيله  په ربړي ډولچو کې را ايستلې .

 دنوې ټکنالوژۍ په راتګ سره  د کوهيانو دلاسي کندنې په ځای برمه يي کندنې اود اوبو د را ايستنود دوديزو طريقولکه  (  دارهټ سيستم ...) په  څنګ کې  د واټرپمپونو څخه استفاده  هم  پيل شوې ده .

د نوې ټکنالوژۍ په راتګ سره د اوبو د مصرف او لګښت کچه له پخوا نه څوڅو چنده زياته شوې  او.دبلې خوا د ځمکې لاندې اوبو دتغذيې ساحه   چې د  کابل ښار کرنيزې ځمکې ، د غرو لمنې او دښتې جوړوي هره ورځ د زور واکانو له خو غضب او پر ځای يې ، د کوم ځانګړي پلان پرته په ښارګوټو بدليږي  که په دې اړه د کابل ښاروالۍ او د ښارونو د انکشاف وزارت  ځانګړي تدابير ونه نيسي  ، هغه ورځ لرې نه ده چې کابل ښار  به د اوبو د ستر  کمبود سره مخامخ  او د پلازمينې حيثيت  به له لاسه ورکړي .

د موضوع د ښه روڼتيا  له پاره غواړم چې د کابل ښار په هغو سيمو رڼا واچوم چې څه ناڅه زياتې او خوږې  اوبه لري .

  ١_  پغمان چهلتن حوزه  :

ددې سيمې پراختيا د خواجه مسافر دهواروبرخو څخه د بادام تر غونډۍ پورې  رسيږي .په دې سيمه کې دسلو مترو په ژوروالي  د چونې ډبرې زياتې  دي او د چونه يي غارونو د موجوديت له کبله په بيلا بيلو پوړونو کې  داوبو زياتې زيرمې   هم ځای په ځای شوي  دي .

: د کابل قرغې ته نږدې د خواجه جمع  د غونډۍ په شاوخوا کې هم بې شميره کاريزونه شته چې د قرغې د غره له لمنې څخه راوځي .  د پغمان د سرک او د قرغې د سرک په اوږدو کې بيل بيل بهيږي، د خواجه جمع  داوبو څخه   د ونو ، باغونو او پټيو د اوبه خور لپاره ګټه اخيستل کيږي، سربيره پردې  په ديوان بيګي کلا کې د پغمان د سړک په غاړه  د خواجه  خضر (رح) د زيارت په پاې کې هم او  د  ځمکې دتل  له لاندينېو  طبقو  څخه د  ځمکې تر سطحې پورې  اوبه  راوتلې اوکوچنی تالاب يې جوړ کړی دي .

دکابل لويديځ ته په مهتاب کلا کې تر ځمکې لاندې  اوبو د چينې په غاړه هم يو زيارت جوړ شوی چې د لريو ځايونو څخه به دلته خلک د لمبلو له پاره راتلل .

ددې حوزې د ځمکې لاندې اوبه د ارغندي او پغمان څخه تر پل هارتل ، په دهمزنګ او ګذرګاه او له دارالامان څخه تر قرغې او علي اباد غره پورې تر ټولو بډايه سيمه ده .

 د يادونې وړ ده چې د چاردهي  د علاوالدين په سيمه کې د اوبو ژورې څاه ګانې  ايستل شوي  چې د کابل پوهنتون او علي اباد د غره ذخيرې ورباندې ابادې دي . همدا رنګه  کارته چار ، کارته سه ، جمال مينه ، دهمزنګ او پوهنتون ته  هم د څښلو صحي اوبه برابروي . په همدې ډول د خوشحال مينې ، کارته مامورين ، کارته پروان او خيرخانې  مينې خلکو ته د څښاک اوبه د قرغې د ځمکې لاندې اوبو څخه برابريږي . د کابل پولي تخنيک ، اجتماعي علومو ، انټرکانټيننټال ، پوليسو اکاډمۍ او مرستون له پاره د څښلو اوبه هم د همدې حوزې څخه ورکول کيږي .

٢ _  پل هارتل -پلچرخي حوزه  :

 د پل هارتل نه نيولې د پل چرخي  پورې د ځمکې لاندې  اوبو د زيرمو  د تغذيې اصلي منبع د کابل سيند ، للندر سيند، لوګر سيند او د حشمت خان کول دی . د دې سيمې په بيلابيلو برخو  لکه : شاه شهيد ، شهدای صالحين ، چمن حضوري ، مکروريانونه ،     بي بي مهرو او هود خيلو کې  سيمو کې زياتې څاه ګانې کيندل شوي دي .

٣ _ واصل اباد _ خواجه ملا ، مير واعظ چمن ، علاوالدين او چهلستون په سيمو کې هم د ځمکې لاندې اوبو پراخه زيرمې شته دی .چې د څښاک او اوبه خور له پاره کارول کيږي

جوي شير اصلا د ځمکې لاندې اوبو څخه سرچينه اخلي چې د مير واعظ له چمن  نه راپيليږي له ګذرګاه نه تيريږي ، د ښار په بيلو بيلو برخو کې تر شهراراپورې له هغه نه ګټه اخيستل کيږي .دې ته ځکه  جوي شير وايي چې په سرچينه کې يې اوبه سپينې دي  او اصلاٌ د کلسيم او چو نې مواد په کې حل دي، چې په ځمکې لاندې اوبو باندې دلالت کوي.

٤.د خيرخانې په سيمه کې هم تر ځمکې لاندې اوبه شته چې د هزاره بغل په لمنو کې يې څاه ګانې له ديرشو څخه تر څلويښتو مترو پورې او په هوارو سيمو  کې څاه ګانې له شپږومترونه تر پنځلس  مترو پورې اوبه ورکوي. څرنګه چې دلته چونه او ګچ له اوبو سره ګډدي اوبه  يې ترخې او تروې دي، مزه نه لري. په دې برسيره  په ځينو  څاه ګانو کې د متان  مضر او خپه کوونکی ګاز هم شته چې د اوبو کيفيت  يې خراب کړی دي.

٥_. د کوهدامن  حوزه  : په دې حوزه کې  د چينو او کاريزونو سيستم د خيرخانې له اخير څخه تر جبل السراج پورې په ګڼ شمير کې ليدل کيږي، چې د اوبو څخه يې  په کرنه کې زياته  ګټه اخيستل کيږي. په تيره بيا د هغو  ځمکو لپاره چې د غوربند او پنجشير د سيندونو تر سطحې لوړې پرتې دي

لنډه دا چې د کابل او کوهدامن تر ځمکې لاندې اوبو څخه  په زياته اندازه عام خلک ، دولتي موسسې او غير دولتي موسسې ګټه اخلي او په دې وچکالۍ کې همدا دځمکې لاندې اوبه دي چې د کابل ښاريانو مشکلات يې حل کړي او حتی ژوندي يې ساتلي دي.

 د کابل په ښار کې ساحوي څيړنه:

د هيواد  په ځنو سيمو کې دوچکالی له امله دځمکې لاندې  او جاري اوبو کموالی په يوه فاجعه بدل شوی دی.

د کابل په حوزه کې هم  وچکالۍ ناوړه اغيزې پرې ايښي دي  . د کابل ښار په  بيلا بيلو ناحيو کې اقليمي   بدلونو نه د ځمکې لاندې اوبو په سطح کې د ٢٠٠٠ م کال د جون د مياشتې نه تر ٢٠٠١ م د مې د مياشتې پورې په لاندې ډول وو:

 د ٢٠٠٠ م کال

 جون مياشت کې   تر ځمکې لاندې اوبو نسبت (-٣٦) سانتي مترو په اندازه

جولای کې  تر ځمکې لاندې او بو نسبت د (-٣) سانتي مترو په اندازه

اګست کې  ترځمکې لاندې اوبو نسبت د (-٢٢) سانتي مترو په اندازه

سپتمبر کې   تر ځمکې لاندې اوبو نسبت د (-٢٢) سانتي مترو په اندازه  

اکتوبر  کې  تر ځمکې لاندې ابو نسبت د (-١٨) سانتي مترو په اندازه

نومبر کې ترځمکې لاندې اوبو نسبت  (-٥) سانتي مترو په اندازه

                په مجموغ کې١٤٨   سانتي متره

د ٢٠٠١ م کال

دسمبر کې  تر ځمکې لاندې اوبو راپورته کيدل د (+١١) سانتي مترو په اندازه

جنوري  کې  تر ځمکې لاندې اوبو را پورته کيدل د (+٢٨) سانتي مترو په اندازه  

فبروري کې تر ځمکې لاندې اوبو راپور ته کيدل (+٢٠) سانتي مترو په اندازه

مارچ کې  بيا هم  تر ځمکې لاندې اوبو ښکته تلل د (-٢) سانتي مترو په اندازه    

اپريل کې بيا هم د تر ځمکې لاندې اوبو ښکته تلل د ( -٢) سانتي مترو په اندازه

می کې بيا هم تر ځمکې لاندې اوبو ښکته تلل د (-٢٠) سانتی مترو په اندزه       

د دولسو مياشتو په موده کې چې د قيق تحقيقات شوي دي، د ژمي په موسم کې +٥٩ سانتي متر لوړوالی راغلی دی او -١٣ سانتي متره د څاه ګانو  اوبه ټيټه شوې  ده

 (١) د اوبو د سطحې د ټيټيدو او جګيدو عامل د موسم تابع دی چې د ژمي اورښت  مستقيماً ورباندې اغيزه لري، د اوړي، مني او پسرلي اخبر کې د باران د نه اوريدو له کبله دځمکې لاندې د اوبو سطحه ټيټيږي.

            د جون او جولای ٢٠٠١ کې د اوبو نزولي بدلون -٦٦ سانتی مترو، چې د جون په مياشت کې د -٣٦ سانتي مترو او د جولای په مياشت کې -٢٠ سانتي متره اندازه ګيري شوې چې د ژمي تر فصل پورې به د انزول دوام وکړي.

اعظمي او اصغري ژور والی په سطحي څاه ګانو تر ځمکې لادې اوبو د ثابتی سطح په تغير سره توپير لري.

مثال: د نيمه ژورو څاه ګانو اصغري ژور والی ١٠-١٥ متره وي.

د نيمه ژورو څاه ګانو اعظمي ژور والی  ١٥-٣٠ مترو کې  وي.

اما د ژورو څاه ګانو ژور والی د کابل په سيمو کې که د ځمکې لاندې اوبو سطحه يې له ٢٥ مترو څخه ټيټه وي او يا هغه سيمې چې نسبتاً لوړې وي د څاه ګانو ژوروالي يې له ٤٠ مترو څخه تيريږي، د مثال په توګه خير خانه مينه، خواجه بغرا، شيخ عادل بابا، خاک جبار علاقه داري او داسې نور. لکه چې د بر مې په وخت کې سره له دي چې ژوره څاه ډيره وکيندل شي او بيا هم اوبه لرونکی زون پيدا نه شي د اوبو نشتوالی به رفع نه شي. د مثال په توګه د خير خانې د دوهمې برخې په لوړو نقطو کې ژورې څاه ګانې په لاندې مشخصاتو کيندل شوې دي:

-         د څاه مجموعي ژوروالی ٨٠ متره.

-         د اوبو ور کولو ظرفيت٥،٠ليتره في ثانيه.

-         د اوبو ثابته سطخ په ژوره څاه کې ٤٨ متره د ځمکې له سطحې څخه.

په همدې طريقه د کابل د پولي تخنيک مرکز، د ده سبز د خښتو فابريکه چې د اوبو ور کولو هيڅ ډول ظرفيت نه لري. يوازې ٠،٥ ليتره اوبه په يوه ثانيه کې ور کوي، د واټر پمپ د ازما يښت په وخت ې تثبيته شوې ده. د دې خلاف په هوارو منمطقو او د سيندونو د سطحې اوبو جريان ته نږدې چې د سيمی لپاره د ځمکې لاندې اوبو د تقويې اماکان برابر وي د اوبو ور کولو ظرفيت د دې څاه ګانو فوق العاده زيات وي. مثلاً د کابل ښار مرکزي برخې: د مثال په ډول د باندينو چارو د وزارت ژورې څاه ګاتنې چې څو نفوذي طبقې لري چې، په لاندې ډول دي:

-         د څاه ګانو عمومی ژورتيا ٢٢،٠ متره.

-         د اوبو دايمي سطحه په څاه کې ٤،٢٨ متره د ځمکې له سطحې څخه

-         د څاه د اوبو ظرفيت ٣٥ ٪ ليتره في ثانيه.

د علاؤ الدين د ژورو څاه ګانو ځانګړتياوی:

-         څو نفوذي ( زبيښونکی يا تيريدونکی پوړ ) طبقو در لودونکي دي چې ېوه پر بله باندې واقع دي.

-         د څاه عمومي ژور والی٤٢ متره.

-         د اوبو سطح په څاه کې ٠،٨٠ متره د ځمکې له سطحې څخه.

-         د څاه د اوبو ظرفيت ٨٣،٣ ليتره في ثانيه.

-         دازمايښت په وخت کې عمومي ټيټوالی ( د پمپ ټسټ) ٢،٠ ليتره.

د افشار د اوبو رسولو د پروژې د ژورې څاه ځانګړتياوې:

-         د څاه ژور والی ٦٠-٤٥ متره.

-         په څاه کې د اوبو سطحه ١٢،٢١ متره د ځمکې له سطحي نه.

-         د څاه د اوبو ټيتوالی له ٢،٤٤ تر ٥ مترو پورې د ازمايښت په وخت کې.

-         د څاه د اوبو ور کولو ظرفيت ٣٥-٢٠ ليتره في ثانيه.

د لوګر د وادي د ژورو څاه ګانو ځانتګړتياوې:

-         د مجموعي ژور والي ٦٠-٤٥ متره.

-         د څاه د اوبو ثابته سطحه ٥-٨ متره ژور والی د ځمکې له سطحې نه.

-         د څاه د اوبو ټيټوالی د ازموينې په وخت کې له ٢-٤ مترو پورې.

-         د ارقام د کابل د څاه ګانو او ځمکې لاندې اوبو کميت راښيی، مګر په وروستۍ

وچکالی، کې په سطحي ډول څاه ګانو له ١٣،١-٠٠،٢ مترو پورې د څاه ګانو اوبه ټيټې شوي دې.

            د وچکالۍ له کبله د ځمکې لاندې اوبه په ټول هيواد کې له پنځوس فيصدو څخه زياتې کمې شوي دي، په تيره بيا به جنوب لويديځو ولاياتو کې دا معضله د زياتره خلکو لپاره په کليو او بانډو کې سر خوږی دی. په غزني، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، زابل غور او زياتره ولاياتو  کې دغه ستونزه په ځمکې لاندې اوبو د ځمکې د سطحی د جاري اوبو کې محسوس دي، بل مشکل چې د وچکالۍ څخه را منځته شوی دی هغه د وښو کمښت او څړ ځايونو وچيدل او د لومړنيو موادو ګرانيدل او د څښاک د اوبو نشتوالی دی.