څنګه به ابادشي !؟
24.02.2011 14:05څنګه به ابادشي داسپيره وطن!؟
ښکيل په تورتمونوکې تياره وطن
نه شماري بچيان يې غم ، خوښي دځان
شماري یې مورنه ، ګڼي ميره وطن
ښه به وي تقدير،تدبيرناسم زموږ
تښتي نیکمرغي ، ميلمه دی غم زموږ
وتړومهاردخره لکۍ پورې
خودبه منزل لنډوي ، بهيرتم زموږ
څوک لري احساس چې دوطن ،ولس
نه لر ي امکان دخدمت ، ناست بې وس
غه چې نه احساس نه استعدادلري
کارلري ،څوکۍ لري ،هم موړیې نس
څوچې داڅادردتيارې ټول نه کړو
ښه اوبدپه سمه تله تول نه کړو
ويښ نه کړووجدان ویده له خوبه خپل
خواته دګداګوزارکجکول نکړو
بس په دغه توروشپوکې ميشت به یو
وژنوبه یوبل وينوکې خیشت به یو