د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اتڼ که «ګی ډانس » !؟

زیب منتظر 24.02.2011 15:05

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

زمانه په وړاندې ځې ، وختونه بدلیږي اوورسره دوداورواج هم بدلون مومي . زماپه انددابدلونونه بايد دلاښکلا،سمون اوودې په لوروي ، هغه بایدمثبت اړخونه ولري ،زموږدورځني ژونددلارنګینۍ، مثبتې ودې، ښکلااواسانتيالامل وګرځي. نه داچې زموږ دشته ژوندانه دوسايلواوتګلارو ،دټولنیزو ارزښتونو اوبنسټونو مثبتې خواوې هم بدلې کړي اودپرمختګ ، ودې اونويوالي په نوم دهغوی دبدرنګۍ ، خراپوالي اوکمزورۍ لامل شي اوهغه دمنفي لوري اواړخ خواته بوځي .
څوورځې دمخه ديوه دروندانډیوال واده ته تللی وم . واده دښار په یوه وراسالون کې ترتیب شوی وو.
هلته يې دواده یاورادلاښکلالپاره یوسندرغاړی هم راغوښتی ووچې په خپلوسندروسره يې هغه دچاخبره محفل غرغاړ اوښکلی کړی وو.
هغه څه چې پدې وراکې زمادخوابدۍ لامل وګرځیده اوزه یې ددې لیکنې لیکلوته اړایستم ، دهغو تنکیو ځلمیانواتڼ ووچې دپيښورنه په کرايه رواستل شويووو. دغه ځلمیان چې دموږدټولنې اواسلامي اصولو له نظره يې ټولنيزاخلاق اوپيژندتر پوښتنې لاندې دی ،په ورته محفلونوکې داتڼ دنندارې په ښودلو سره خپل ورځنی ژوندپرمخ بیایي او داسې ښکاري چې دځان لپاره یې دډوډۍ دموندلویوه ښه وسیله موندلې ده . زموږملي اتڼ زموږدکلچر هغه یوه په زړه پورې اوله ښکلاډکه بیلګه وه چې هرنارينه دهغه په ترسره کولواواجراکولوسره یوډول ویاړاودخوښۍ احساس کوي ، دادنرو،ميړنیواوباغیرته پښتنوناریناووداحساتودڅرګندولو یوه وسیله ده . پخوابه ورا ته وربلل شویو میلمنودملي اتڼ په کولوسره دزوم اوناوې دکورنیوپه خوښي کې دګډوالي اوشراکت څرګندونه کوله . خوله هغه وخته چې د اتڼ دا حرفوي !! ډلې راپيداشوې دي ، میلمانه یوازې دډوډۍ خوړلواونندارې لپاره وراګانوته ځي . دابه ټولودرنوهیوادوالوته جوته وي چې اتڼ دپښتنودملي پيژند،دهغوی دميړانې، دهغوی دټولنیزژوند د څرنګوالي اوکلچریو غوره ،ددرناوي وړاومنل شوې ښکارندوی دی .خوله بده مرغه لکه څنګه چې زموږ دژوندانه هراړخ دمالي ارزښتونو تر ناوړه اغیزلاندې راغلی دی، زموږدغه معنوي ملي ارزښت هم ګوښه او خوندي ندی پاتې شوی . ملی اتڼ چې په جرګو،مرکو،لښکرو،محفلونواووراګانوکې به ترسره کيده، ټاکلي اوحرفوي لوغاړي یااتڼچیان نه درلودل،بلکې دایوولسې دوداوګډاوه،چې هرچابه دخپلو احساساتو دڅرګندولولپاره پکې برخه اخیسته . دغه له ویاړه ډک اتڼ دغوتنکیوځلمیانو(چې څیرې یې ځلمیانوته لږې اوپیغلوته ډیرې پاتې کیږي )، په خپلواوږدوڅڼواودښځیناوغوندې ،سینګارشویو مخونوسره ، پرښځینه نڅااوګډا،اړولی دی . دهغه ښکلايې ورکه اوکمرنګه کړیده ، هغه نورنوملي اتڼ نه بلکه دعیش اوبانډارانودتودولووسیله ګرځیدلې ده .دغوکسانوزموږ ، دغه غوره ارزښت دخپلونامشروع ګټواویوڅوپيسودګټلولپاره،وسیله ګرځولې ده اوپدې توګه زموږددې ملي ارزښت دسپکاوي لامل ګرځیدلي دي.
مادانټرنیټ په یوه پاڼه کې دافغان ملي اتڼ نوم وليده چې لیکل شوي وو:( افغان ګی ډانس). دازما لپاره ډیره شرمونکې وه، ځکه چې (ګی ) زموږپه ټولنه کې داسلام دسپيڅلي دین داصولوله مخې یوناروااودنه منلووړ عمل دی .موږپدې اړوندد لويديځوهیوادونو پرکلچراوقوانينوباندې نیوکې کوو، خوزموږ په اسلامي ټولنه کې پدې نوم بدنام کسان په جوته او څرګنده توګه نندارې جوړوي اوموږ ورته ناست وو اوپه ډیره لیوالتیاسره دهغوی د نندارې ، سیل اوتماشه کوي .
دلته زه ددې لیکنې له لارې ، ترټولودمخه دهمدغوځلمیانوڅخه هیله کوم چې زموږدملي ارزښتونواو دوددرناوی وکړي اوملي اتڼ دسوداګرۍ اوډوډۍ دپيداکولووسيله ونه ګرځوي . ځانته دنوروهیوادوالو اوځلمیانوغوندې چارې لارې ولټوي اوخپل ولس اوهیوادته دوړخدمت مصدروګرځي .
همدارنګه له خپلودرنوهیوادوالونه هم هیله کوم چې د خوښۍ په خپلومحفلونواوبنډارونوکې دورته کسانو د وربللونه ډډه وکړي . زماپه اند،دهغوی ددې عمل چې زموږدملي ارزښتونودبې لارې کوکولو سبب ګرځي ، دلاسنیوي او ملاتړ لامل ونه ګرځي اوپریږدي چې ددوی وراګانې دوربلل شویومیلمنواتڼ ښکلې اورنګينې کړي .
دهیواددرنوفرهنګ پالواوخپل ولس دملي معنوي ارزښتونودمینه والوڅخه هم هیله کوم چې پدې اړوند خپله ورپه غاړه وجداني اوولسي دنده ترسره کړي اوددغه ډول کړووړو دمخنیوي لپاره خپلې هلې ځلې اوهڅې ونه سپموي.
په ډیردرنښت