د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ولايتي سيالۍ کې زابل پروان ته ماتې ورکړه

پژواک خبري اژانس 27.09.2010 01:18

(پژواک د تلې ٣مه ٨٩): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت د ٢٤ ولاياتو په ګډون د کرکټ د پيل شويو شل اوريزه سياليو په لومړۍ لوبه کې زابل همپروان ته ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي ګل عابد د تلې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زابل لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې په خپله بېټنګ وکړ.

هغه زياته کړه، چې د زابل لوبډلې د اوه لوبغاړو په سوځېدو په ۱۷ اورونو کې ۱۶۱ منډې جوړې کړې او پکتيا ته يې ۱۶۲ منډې هدف وټاکه.

د نوموړي په وينا،د پروان لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یی په اوولسم اَور کې په ۱۲۷ منډو وسوځېدله

له دې مخکې د پکتیا لوبډلې هم پروان ته ماتې ورکړې وه.

د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي ګل عابد وايي، چې په دې سياليو کې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د ٢٤ ولاياتو لوبډلې برخه اخلي.

هغه زياته کړه، چې نن سهار د يو لړ مراسمو په ترڅ کې دغه سيالۍ د کابل د کرکټ د ځوانانو په لوبغالي کې پيل شوي او ټاکل شوې ده، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

د نوموړي په وينا،دغه لوبډلې په اتو ډلو وېشل شوي او په هره ډله کې درې لوبډلې شاملې دي.

عابد وويل، چې له هرې ډلې څخه دوه، دوه لوبډلې بل پړاو ته لاره پيدا کوي.

د هغه په وينا، ددې سياليو مالي لګښت د اتصالاتو مخابراتي شرکت او د سوپريم په نامه يوه لوژستيکي کمپنۍ ورکوي