د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کامې ولسوالۍ کې قلم راډيو پر بمونو الوځول شوه

پژواک خبري اژانس 25.03.2014 08:47

جلال اباد (پژوک ٤ ورى ٩٣): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د قلم په نوم يوه سيمه ييزه راډيو پر ماينونو الوځول شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار وختي رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې په دې پېښه کې به د چا لاس وي.

د دې راډيو مسوول انعام الله مياخېل پژواک اژانس ته وويل، چې ناپېژانده وسله والو تېره شپه د دې راډيو د ودانۍ په څو برخو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو او بيا يې ورته چاودنه ورکړې ده.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ټوله وداني ړنګه شوې، د راډيو ټول وسايل چې په کې کمپيوټرونه، ميکسر، ترانسمېشن او د سټېډيو نور وسايل له منځه تللي دي.

مياخېل وايي، چې له ودانۍ پرته يواځې پر دغو وسايلو ٢٥زره امريکايي ډالره لګښت راغلى و.

د قلم راډيو چې په کامې ولسوالۍ يې فعاليت کاوه، هره ورځ له غرمې وروسته يې څلور ساعته له دوو بجو تر شپږو بجو يې خپرونې کولې، چې په خپرونو کې يې سياسي، فرهنګي، ټولنيز او ديني معلومات شامل وو.

د ختيځې سيمې د ژورنالېستانو او ليکوالو د خپلواکې ټولنې مشر استاد لال پاچا ازمون د دې پېښې د غندې ترڅنګ وايي چې پر رسنيو دا يو بل ګوزار دى.

هغه زياته کړه، چې په جلال اباد ښار کې د ملي اردو راډيو پر ودانۍ د ځانمرګي بريد او د کابل په سرينا هوټل کې د خبريال او د هغه د کورنۍ د غړو له او ځينو نورو بهرنيو له وژلو وروسته په يوه اونۍ کې دا دريمه پېښه ده، چې د ژورنالېستانو او رسنيو پر وړاندې ترسره کېږي.

ازمون وايي، چې دا ډول پېښې د بيان ازادۍ ته زيان رسوي او له حکومته يې وغوښتل چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.