د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ولايتي سيالۍ کې پکتيا پروان ته ماتې ورکړه

پژواک خبري اژانس 27.09.2010 01:14

کابل (پژواک د تلې ٣مه ٨٩): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت د ٢٤ ولاياتو په ګډون د کرکټ د پيل شويو شل اوريزه سياليو په لومړۍ لوبه کې پکتيا پروان ته ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي ګل عابد د تلې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پروان لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې په خپله بېټنګ وکړ.

هغه زياته کړه، چې د پروان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورونو کې ١١٨ منډې جوړې کړې او پکتيا ته يې ١١٩ منډې هدف وټاکه.

د نوموړي په وينا،د پکتيا لوبډلې دغه هدف په شپاړسم اَور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې په خپله بريا پاى ته ورسوله.

هستي ګل وويل، چې د پکتيا له لوري د لوبډلې کپتان فضل نيازي تر ټولو ښه لوبه وکړه، پرته له دې چې وسوځېږي، ٦٧ منډې يې جوړې کړې.

نيازي له لوبې وروسته پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى لوبډلې د لوبې په هره برخه کې ښه لوبه وکړه.

هغه د خپلو توپ اچوونکيو ستاينه هم وکړه، چې د پروان لوبډلې ته يې اجازه ورنه کړه، چې ډېرې منډې جوړې کړي.

د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي ګل عابد وايي، چې په دې سياليو کې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د ٢٤ ولاياتو لوبډلې برخه اخلي.

هغه زياته کړه، چې نن سهار د يو لړ مراسمو په ترڅ کې دغه سيالۍ د کابل د کرکټ د ځوانانو په لوبغالي کې پيل شوي او ټاکل شوې ده، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

د نوموړي په وينا،دغه لوبډلې په اتو ډلو وېشل شوي او په هره ډله کې درې لوبډلې شاملې دي.

عابد وويل، چې له هرې ډلې څخه دوه، دوه لوبډلې بل پړاو ته لاره پيدا کوي.

د هغه په وينا، ددې سياليو مالي لګښت د اتصالاتو مخابراتي شرکت او د سوپريم په نامه يوه لوژستيکي کمپنۍ ورکوي.