د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پندونه (۱)

روح الله وفا 01.08.2010 22:22
 

په سختۍ پسې ګټه يا په زحمت پسې راحت

له تندې وروسته په اوبو مړښت شته او په تيارې پسې رڼا شته، د مرض څخه وروسته روغتيا، په شپه پسې سبا راځي، ورېځ چې ښكاره شي د باران تمه كيږي، كه چېرې په يوه دښته كې روان ياست نو حتمي ده چې دا لاره به اوبه ونيسي.

هېڅكله په يوه ستونزه كې ټنډه مه ګونځې کوه بلكې د برياليتوب هيله وكړه، ژوند دى تيريږي ژوند له ستونزو څخه ډك وي نو غمونه يې د څاڅكي په توګه حساب كړه. تر ټولو بهترين عبادت همدا دى چې په غم صبر وكړې او كه دا كار ونه كړې نو بې له غمه به بل څه ونه وينې، په كړاوونو او ستونزو باندې الله (ج) اجر وركوي، نو د يو شخص كامل باور پدې وي چې په سختۍ پسې برياليتوب هرو مرو راځي.

 

د بل چا په كميس كې ځان مه ننباسه!

هڅه وكړه چې د نورو اشخاصو په شخصيت كې ځان شريك نكړې، ځكه كه دا كار وكړې ستا استعداد، خبرې، لهجه، آواز، بڼه، حركت او كړه وړه به ثابت پاتې نشي. يو دولت هغه وخت خپل نوم په تاريخ كې ثبتولى شي چې په خپل كلتور باندې ولاړ وي.

كه څوك غواړي چې نوم يې پاتې نشي هغه دا ډول كړنې كوي، دا ډول كړنې ددې لامل كيږي چې تاسو ته ذهني غمونه او بېلابېلې مفكورې هم پيدا كړي.

ته په دنيا كې ځانته يو وجود يې، له تا وروسته به داسې څوك نه نه به وي چې ستا په شان به شكل ولري ځكه خو بايد ځانته شخصيت ولرې. كه غواړې چې د خپل ځان ښه او بد ثابت كړې نو د خپلې څيرې نمايندګي وكړه، د هر چا ګودر معلوم دى يانې هر چالره ځانته وجود، بڼه، شكل، آواز، لهجه او كړه وړه وركړل شوي وي. كه ته په خپلو دغو څيزونو كې بدلون راولې نو په حقيقيت كې خپل وجود او نفس لغوه كوې او خپله آزادي هم له منځه وړې، ځكه هغه كس ذهنا آزاد نه وي چي د بل په ګام پس روان وي.

انسانان هم د ميوو، ونو او نباتاتو مثال لري، مڼې، مالټې، انار، زردالو.......

خو كه د مڼې خوند  مالټه ولري نو بيا به څوك مڼه راونه نيسي ځكه د هغې خوند په مالټه كې شته، يا كه د انار خوند په زردالو كې وي نو بيا به څوك انار راونه نيسي ځكه زردالو يې خوند لري. هماغه زردالو رانيسي.  نو كه غواړې چې نوم د پاتې شي خپل شخصيت خپله وساته او د بل چا په شخصيت كې ځان مه ننباسه.

 

د بل چا څخه د مننې هيله مه كوه!

الله (ج) ټول مخلوقات ددې لپاره پيدا كړل چې عبادت يې وكړي، خو داسې انسانان هم شته چې سره له ټولو نعمتونو چې لري يې بيا هم د همدې نعمتونو كفران كوي، ځكه دا د انسان طبيعي خاصه ده چې څه نلري  هغه غواړي او څه چې لري هغه خپلو سترګو ته نه راولي.
كه چېرته ته پوه شې هغه پورتنۍ بېلګه يې ښه څرګندولى شي چې الله يو چاته دومره ډېر نعمتونه وركړي خو بيا هغه شخص د الله اوامر نه مني.

داسې هم كېداى شي چې ستا ښه اوبو ته واچوي خو ددې تمه مه لره چې ولې يې رانه مننه ونه كړه. يو پلار خپل زوى لويوي  په ثمر يې رسوي خو زوى يې په مقابل كې د هغه ټولې ښېكڼې له ياده باسي او د پلار په مقابل كې راولاړيږي ځكه خو ته بايد ثابت و اوسې او په داسې خلكو پسې لاړ نشې پدې كار كې دوه برترۍ دي يو دا چې ته په حقه يې دوى په غلطه او بل دا چې ته له دوى سره ښه يا ښېكڼه كوې او دوى درسره بد كوي يا درسره بد چلند كوي، دا ډول پېښې په تاريخ كې هم ډېرې راغلې چې الله ج يو قوم ډېر ښه ساتلى خو بيا هم همغه قوم د شيطان لاره نيولې.

وايي ابراهيم عليه سلام د لومړي ځل لپاره مېلمستون جوړ كړ نو د نوموړي عليه وسلام عادت دا ؤ چې هېڅكله يې هم ډوډۍ بې له مېلمه نه خوړله. يوه ورځ مېلمه نه ؤ دا چې يو كس په لاره تېرېده عليه وسلام پرې آواز وكړ او ډوډۍ ته يې راوست، كله چې ډوډۍ تياره شوه ابراهيم ع وسلم مېلمه ته وويل د الله په نامه يې پيل كړه، مېلمه بېدون ددې چې بسم الله ووايي ابراهيم ع ته يې وويل چې ستا خداى الله دى زما نه دى زه يې نه پېژنم، ابراهيم ع ترې دسترخوان راټول كړ او ورته ويې ويل چې زما خداى نه پېژنې هغه خداى چې تاته روزي دركوي، نو زما ډوډۍ نشې خوړلاى، كله چې مېلمه لاړو ابراهيم ع ته د الله ج له لوري دا پيغام راغى: چې اې ابراهيمه ما دا كس خلق كړ، تر نن ورځې يې ښه ساتم او روزي وركوم خو ستا خبره يې يوه ورځ ونه منله تا له خپل دسترخوان څخه وشړلو.

داسې كسان هم شته چې الله ورته روزي وركوي، ساتي يې، نعمتونه وركوي خو بيا هم د خپل بادار اوامر نه مني نو اې بنده ته خو له هېچا دا تمه مه لره چې كه ته ورسره ښه وكړې دوى هم بايد درسره ښه وكړي او درنه مننه وكړي.

 

له خپل خالي وخت څخه ګټه واخله:

په ژوند كې هغه كسان د خلكو غيبت كوي چې هغه فارغ وخت لري، څوك چې بې كاره وي هغوی ته ځان پس پاتې ښكاري، څوك چې خالي وخت ولري هغه په خپل ذهن كې هم خاليګاه لري او څوك چې ذهن يې خالي وي نو هغه ځان په انسانانو كې هم نه حسابوي، د ذهن لپاره تر ټولو خطرناك خالي وخت لرل دي، يا هغه وخت دده لپاره تر ټولو خطرناك دى چې نوموړی پكې بې كاره وي، بې كاره كس د يو موټر مثال لري چې موټروان نلري او بې له ډريوره پر سړك روان وي دا موټر به حتما له يو څه سره ټكر كوي.

تاسو در په ياد كړئ كله چې تاسو بې كاره وئ نو تل په غمونو كې ډوب وئ ځكه فارغ وخت تا ته د تېرو وختونو ټولې پېښې مخې ته كوي. زما نصيحت دى هر څوك چې له خپل فارغ وخت څخه ګټه نه اخلي نو دا كس خپل ځان وژني، نو ډېر لږ كار يا لږ ارزښتمن كار كول تر فراغت ډېره غوره دي.   وايي په چين كې يو زندان دى چې يو متر سور او اوږده لري دا د هغه مجرم لپاره عيار شوى چې په مرګ محكوم وي، دا زندان داسې ترتيب شوى چې سور او اږده يې يو متر او لوړوالى يې زيات دى بله ځانګړنه يې داده چې له ډېرې لوړې ارتفاع څخه په هرو دريو او څلورو دقيقو كې په زندانې باندې يو يو څاڅكى اوبه راتويويږي چې دا عمل زنداني د ډېر لږ وخت په تېرېدو سره له عقله خلاصوي او ليونى كيږي چې له هغې وروسته دارالمجانين ته وړل كيږي. ددې مانا داده چې زنداني هېڅ نشي كولاى بلكه هغه د يخو اوبو څاڅكي د راتوېيدو انتظار باسي نو فارغ وخت د همدې زندان ښه بېلګه ده.

فراغت د یوه مسلكي غله حيثيت لري، په فراغت كې به ستا ذهن د فكرونو، سوچونو او غمونو مركز وي او له تا ددې زمينه اخلي چې د سبا لپاره د كار زمينه برابره كړې. تاسو وګورئ په ټولنه كې ډېر خلك شته چې ډېر بېكاره كارونه كوي، څوك تشنابونه پاكوي، ځينې خير غواړي او له ځانه سره بنګيږي خو دا كس تر هغه ډېر غوره دى چې بې ځايه غمګين ناست وي نو دا كس په خپل ښه ژوند كې هم غمګين دى.

وخت مو ډك كړئ كه بې ارزښته كار هم وي تر سره يې كړئ! له همدې آن څخه پلان ونيسه، مطالعه وكړه، ذكر وكړه، ليكنه وكړه او ورته كارونو ته دوام وركړه دا كار حتمي، حتمي او هرو مرو وكړه! همداسې مو د زړه ضربان ته هم متوجه شه چې ثانيه په ثانيه مو عمر لنډيږي.