د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حامد کرزي په ملاتړ په کابل کې غونډه وشوه

روح الله وفا 05.07.2009 22:42

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

نن د چنګاښ دوولسمه د( خلكو د ملاتړ دفتر) تر خېمې لاندې يوه لويه غونډه وشوه. غونډه د ملي سعادت ټولنې په مشرۍ جوړه چې په غونډه کې د كابل پوهنتون محصلينو، حبيبيه لېسې زده كوونكو، رحمان بابا لېسې زده كوونكو او همدارنګه د كابل د مختلفو ښوونځيو زده كوونكو ګډون كړى. دا غونډه چې د شنبه ورځ د غرمې دوه بجې د كرزي د انتخاباتي كمپاين په دفتر كې جوړه شوې وه د ګډون والو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته رسېده.

دغونډې په پيل كې قاري صاحب سید ابرابر د قران سپېڅلي کتاب څو مبارک ایتونه تلاوت کړل ورپسې ښاغلي سیدیوسف زیري د ملي سعادت ټولنې مشر د غونډې موخه بیان کړه او راغلو محصلینو او زده کوونکو ته یې ښه راغلی وویل او همدارنګه نوموړي د ښاغلي کرزي ددورې پرمختګونو ته اشاره وکړه او ښاغلی کرزی یې یو ملي شخصیت وباله د ملي سعادت ټولنې په مشرۍ یې د ښاغلي کرزي ملاتړ اعلان کړ. ورپسې ښاغلي مولوي عبدالمتین خپل وار سره د ښاغلي کرزي ملاتړ اعلان کړ.
ورپسې ښاغلي محمود کرزي راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او له دوی یې مننه وکړه چې خپل قیمتي وخت یې ددې لپاره وقف کړی ؤ.
وروسته په راغلو مېلمنو ډالۍ وویشل شوې او د ښاغلي مولوي عبدالمتین په دوعایه پای ته ورسېده
روح الله وفا