د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استراليا هندوستان اوسريلانكا ويسټ انډيز ته ماته وركړه

فريدالله واعظي 09.05.2010 15:03

په هغه لوبه كي چي داستراليا اوهنددوتلولوبډلوترمنځ ترسره شوي البته دادواړه داسي لوبډلي وي چي تراوسه يوي لوبډلي هم كومه لوبه نه وه بايللي.

په دي لوبه كي پچه هند وګټله اواسترالياته يي دمنډوجوړولوبلنه وركړه په اول اوركي چي بالنګ دسنګ لخوا وشواستراليا يوه منده هم وانه خيسته مګروروسته داول اورنه داستراليا لوبډلي ډيره ښكلي لوبه وكړه اوتر104 منډو پوري يي كوم لوبغاړي له لاسه نه وو وركړي او په 105 منډه يي خپل يولوبغاري شين واټسن چي ښكلي لوبه يي كړي وه او54 منډي يي جوړي كړي وي له لاسه وركړو داستراليا په لوبغاړوكي ډيودوارنرپه 42 بالونو72 اوواټسن په 32 بالونو54 منډي كړي وي چي ددوي دلوبډلي لپاره يي ښه پايله درلودله استراليا په 20 اورونوكي 184 منډي جوړي كړي اوسيالي لوبډلي هند ته يي د185 منډوهدف وركړ.

كله چي د هندلوبډلي په منډوجوړولوشروع وكړه لوبه يي ډيره كمزوري وه تر61 منډوپوري يي خپل 7 لوبغاړي له لاسه وركړي وو دهندپه لوبغاړو كي شرما ديره ښكلي لوبه وكړه اووتوانيده چي په يوازي ځان باندي 79 منډي وكړي هندي لوبغاړو په 97 منډوكي خپل اتم لوبغاړي له لاسه وركړاوپه 132 مندو يي خپل نهم لوبغاړي هم له لاسه وركړو اونوره دبريا هيله يي له منځه ولاړه اوبلاخره په 135 منډه يي خپل لسم لوبغاړي هم له لاسه وركړو اوپدي ترتيب استراليا دالوبه په 49 منډوباندي وګټله اوهند خپله لومړني ماته له استراليانه وخوړه.

اوهمدارنګه په دوهمه لوبه كي دسريلانكا او دويسټ انډيزدهيوادونودكركيټ دملي لوبډلوترمنځ ترسره شوه پچه سريلانكا وګټله اوپه خپله يي دمنډوجوړولوپريكړه وكړه سريلانكا واقعا چي ډيره ښكلي لوبه وكړه اوپه 20 اورونوكي يي د دريو نفرو په سوزيدوباندي 195 منډي وكړي دسريلانكا په لوبډله كي سنګه كاره 68 منډي وكړي اوتردي لاښه لوبه جوردانه وكړه چي 98 منډي يي وكړي اولاسوزيدلي نه وو چي وركړل شوي 20 اورونه يي پوره شول.

وروسته ويسټ انډيزپه منډوجوړولوباندي شروع وكړه ددوي لوبغاړي ډيرژر ژر اوټ شول يعني كله چي يي منډي 22 ته ورسيدي ګيل په 5منډو اوت شواوكله چي يي منډي 23 ته ورسيدي ساروان په 28 مندو اوټ شو،كله چي يي منډي 76 ته ورسيدي پراوپه23منډو اوټ شو،كله چي يي منډي 82 ته ورسيدي فلچر16 منډواوټ شوكله چي يي منډي 99 ته ورسيدي پولر9منډواوټ شوكله چي يي مندي 110ته ورسيدي شافي په 2 منډو اوټ شواوكله چي يي منډي 116 ته ورسيدي هنډس په 5 منډو اوټ شوكله چي يي مندي 122ته ورسيدي ټايرول په 17 منډواوټ شو چي دشل اورونه پوره شول ددوي اته لوبغاړي سوزيدلي وو او138 منډي يي جوړي كړي اودالوبه سريلانكا په 57 منډوباندي وګټله اوداد ويسټ انډيزلومړني لوبه وه چي په دي تورنمنټ كي يي وبايلله.