د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انګلستان پاكستان او سويلي افريقا نيوزيلاند ته ماته وركړه

فريدالله واعظي 09.05.2010 14:55

دنړيوال جام دخ پلولو په موخه د انګلستان اوپاكستان دټيمونوترمنځ لوبه وشوه.

پچه انګلستان وګټله اوپاكستان ته يي دمنډو جوړولوبلنه وركړه چي پاكستان په وركړل شويو 20 اورونوكي داوو لوبغاړو په سوزيدو باندي 148 منډي وكړي اومقابل ټيم ته يي د149 منډوهدف وټاكه وروسته انګلستان په مندوجوړولوشروع وكړه اوډيره ښكلي لوبه يي وكړه اود4 لوبغاړوپه سوزيدوباندي په 19.3 اوركي وتوانيدل چي 152 مندي وكړي اووركړل شوي هدف ديراسانه پوره اودالوبه دځان په ګټه تمامه كړي.

په دوهمه لوبه كي د سويلي افريقا اونيوزيلاند دټيمونوترمنځ وشوه پچه افريقا وګټله اوخپله يي په منډوجوړولوشروع وكړه اودنهولوبغاړوپه سوزيدباندي په 20 اورونوكي يي 170 منډي وكړي اونيوزيلاند ته يي د171 منډوهدف وټاكه وروسته نيوزيلاند په منډوجوړولوشروع وكړه اوپه 20 اورونوكي يي 156 منډي جوړي كړي او7 لوبغاړي يي سوزيدلي وو چي دالوبه په 14 منډوسويلي افريقا وګټله اودنړيول جام ګټلوته يوقدم نورهم ورنژدي شول.

دسويلي افريقا اونيوزيلاند لوبي ته په كتوچي دواړه د دنيا وتلي لوبډلي دي اوددينا تيز بالران لري اوس هم دافغانستان بالينګ پري ښه دي اوواقعا چي افغانستان دسويلي افريقا په وړاندي ډيرښكلي بالنګ وكړواوسويلي افريقا يي پري نه ښوده چي تر140 زياتي منډي وكړي پداسي حال كي چي پرون دنيوزيلاند په وړاندي چي ډيرتګړه فيلډران لري وتوانيدل چي 170 منډي وكړي چي دخوشحالي ځاي دي كيداي شي په دي لوبوسره چي دوي وكړي خپلوخاميانوته متوجه شوي وي اودالوبي ورته په دي هم ډير ګټوري وي چي دوي ددنيادوتلولوبډلوسره وكړي اوويي ليدل چي په جهاني كچه لوبډلي ځنګه لوبيږي اوكومي قوي نقطي اوكومي ضعيفي نقطي لري اودوي په اينده كي په كوموبرخوكي كاروكړي.