د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ولمانځل شوه
21.02.2010 16:16د ۲۰۱۰ فبروري ۲۱ مه (د ۱۳۸۸ کال د کب دویمه) د یکشنبې ورځ افغان کلتوري ټولنې جرګې له خوا ولمانځل شوه
د فبروري ۲۱ مه د يونسکو له خوا د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توګه پېژندل شوې ده چې هرکال د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې لمانځل کيږي. سږ کال د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ د کلتورونو د نژدې والي د نړیوال کال په چوکاټ کې لمانځل کیږي، او ژبې له څو اړخونو د ستراتیژیک اهمیت لرونکې ګڼي:
هویت،او د کلتوري میراثونو ساتنه،
پوهاوی او تفاهم،
ټولنیز نژدې والی،
ښوونه او روزنه، په مورنۍ ژبه زده کړه او څو ژبې زده کړه
پرمختیا
په افغانستان کې دا ورځ د افغان کلتوري جرګې له خوا چې د هیواد په دننه او له هیواده بهر د نژدې ۲۰۰ افغان کلتوري ټولنو د همغږۍ یو مرکز دی، ولمانځل شوه
غونډه د مولوي صیب صدیق الله فدایي له خوا د عظیم الشان قرآن د څو آیتونو په تلاوت متبرکه شوه،او بیا د افغانستان ملي سرود وغږول شو.
تر هغه وروسته د کابل پوهنتون استاد پوهاند میرازي صیب د ښه راغلاست وینا وکړه او د غونډې هدفونه یې تشریح کړل، چې په دې ډول وو:
د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې د سپارښتنو عملي کول او
په افغانستان کې د متوازنې زده کړې او کلتوري میراثونو د ساتلو لپاره د ټولو ژبو وده او پالنه
وروسته د مورنۍ ژبې د تاریخچې او ارزښت په باب امیر جان وحید احمد زي یو پریزنتیشن وړاندې کړ. بیا د پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو استازو ویناوې وکړې:
د پوهنې وزارت تدریسي معین ښاغلي محمد صدیق پتمن (چې د پوهنې وزیر پیغام یې ولوست او خپل نظرونه یې بیان کړل)
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معین ښاغلي غوث لنډې خبرې وکړي،
بیا د قومونو په استازولۍ لاندې کسانو ویناوې وکړې:
د ازبکو ورونو په استازولۍ ښاغلي اسدالله ولوالجي،
د پشه یي ورونو په استازولۍ الحاج محمد حسن حسام،
د بلوڅو ورونو په استازولۍ ښاغلي عبدالستار پردلي،
د پښتنو قومونو په استازولۍ ښاغلي مامور سپر
د ملګرو ملتونو د یونسکو د دفتر د مشر پیغام د ښاغلي صدیقي له خوا ولوستل شو.
ویناوالو په ټوليزه توګه د ژبوپه اهميت او په ځانګړي ډول په مورني ژبه د زده کړې په ارزښت يې رڼا واچوله او له دولت، نادولتي ټولنو، ملګرو ملتونو، ملي شورا او ټول ولس څخه يې وغوښتل چې د افغانستان د ټولو ژبو د ساتنې، بډاينې او ودې لپاره مټې راونغاړي او په دې اړه عملي ګامونه اوچت کړي. ويناوالو او ګډون کوونکو په ځانګړي ډول له ښوونې او روزنې، اطلاعاتو او فرهنګ او لوړو زده کړو وزارتونو وغوښتل چې د افغانستان د ټولو ژبو او فرهنګونو په ساتنه او افغان کوچنيانو، زده کوونکو او محصلینو ته په ښوونځيو او د لوړو زده کړو په ټولو مرکزونو کې د مورنۍ ژبې د زده کړې امکاناتو په برابرولو کې عملي ګامونه اوچت کړي او د افغانستان د اساسي قانون شپاړسمه او درې څلوېښتمه ماده چې د اسلام د سپېڅلي دين، ټولو نړيوالو پېژندل شويو معيارونو او ميثاقونو او د بشري حقونو سره برابرې دي، عملي کړي او په دې ډول خپل مسووليت او دنده تر سره کړي.
په غونډه کې د بېلابېلو دولتي، نادولتي، علمي، پوهنيزو موسسو، ملي شورا، قومي او ملي شوراګانو او علمي او فرهنګي سازمانونو د ۷۰۰ په شاوخوا کې استازو ګډون کړی و.
غونډه د پریکړه لیک په صادرولو پای ته ورسیده، چې د ټولو ګډون کوونکو له خوا د رایو په اتفاق سره تایید شوه.

