د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ديني او عصري زده کړو مسئله

محمد ابراهيم شينواری 05.07.2010 22:14

 

له ډېرې مودې راهيسې په اسلامي نړۍ کې د ديني او عصري په نوم د زده کړو بېلتون يوه مسئله ده. کله د ديني پوهنو شاګردان عصري زده کړې له دين جدا او يا ورسره په ټکر کې ويني او کله د عصري زده کړو خاوندان د ديني زده کړو پوهان له علم او ساينس نه بې خبره او لېرې بولي .

 "په فلسفه، علم او قرآن کې د ايمان سرګذشت" ليکوال، چې يو پوخ ديني عالم او په ساينسي پوهنو او فلسفه کې ژور ليد لري؛ دې نتيجې ته رسېدلى دى، چې عصري علوم هم ديني دي او له دين سره په ټکر کې نه دي او زیاتره علمي کشفونو د دین له ښې تشریح او ښه تفسیر سره مرسته کړې او په نتیجه کې د دین اشاعت چټک شوی دی . په عظيم الشان قرآن کې څو ځايه راغلي دي، چې عالم او جاهل برابر نه دي . عالمان د بينا او ناپوهان د ړندو حيثيت لري . له خدايه تر ټولو وېرېدونکي کسان د خداى عالم بنده ګان دي . 

رسول الله صلى الله عليه وسلم هم د عابدانو له ټولي څخه د عالمانو ټولي ته ورغلى او ويلي يې وو، چې زه د دوى له ډلې يم.

د نوموړي کتاب ليکوال يوې جالبې نتيجه ګيرۍ ته رسېدلى دى او وايي، چې د علم ستاينه او صفت په قرآن کريم کې تل په هغو ځايونو کې راغلى دى، چې تر هغه مخکې د الله جل جلاله د قدرتونو او د مخلوقاتو د عظمت او د کایناتو د پراختيا ذکر راغلى وي . نوموړى عالم وايي، چې له همدې معلومه ده، چې د قدرتونو، مخلوقاتو او کايناتو په باب پوهه هماغسې علم دى؛ لکه د ديني مسايلو په باب فقه چې علم دى. علم په دين کې فرض دى او د هر ډول علم يادول فرض دي؛ خو پوښتنه داده، چې آیا په هر مسلمان ټول علوم فرض دي او که يواځې يو يا څو؟

 يو افغان عالم، چې په شرعي علومو کې ډوکتورا لري دا مسئله څو ورځې مخکې ډېره ښه روښانه کړه او ويې ويل :

- په دين کې دومره پوهه، چې يو مسلمان پرې حلال و حرام وپېژني او د ورځنيو ديني عباداتو او معاملاتو څرګندوالى زده کړي په هر مسلمان نر او ښځه فرض ده، چې د اخلاص په صورت کې د آجر مستحق هم کېږي .

- په ديني بېلابېلو برخو کې تخصص فرض کفايي دى او په  دومره اندازه مسلمانانو ته پکار دى، چې د ټولنې اړتيا پرې پوره شي . که په دې کې اخلاص او د خداى رضا منظور وي؛ نو عالم ته پرې ثواب ورکول کېږي او که نه وي، د نورو عوامو په شان دى، چې د علم زده کړه یې د روزۍ د ګټلو یوه وسیله ده.

- د علم په نورو برخو؛ لکه ډاکټري، انجنيري، فزيک او د ساينس، ټولنیزو علومو او نورو په بېلابېلو برخو کې تخصص هم کفايي فرض دى او په يوه ټولنه کې بايد په دومره شمېر کې ددغو برخو پوهان روزل شوي وي، چې په دغو برخو کې د ټولنې اړتياوې پوره کړي . که دا پوهان هم خپل نيت خالص کړي او د خداى جل جلاله رضا او د بشريت خدمت يې هدف وي؛ نو د ثواب مستحق دي او که نه وي د عادي انسانانوپه شان دي، چې د خپل معيشت د تېرولو لپاره يې يوه رشته غوره کړې او له دغې لارې خپله روزي ګټي .

په افغانستان کې د فعالو دیني مدرسو د نشت او د متبحرو علماوو د کمښت له امله زیاتره افغانان په ګاونډیو هیوادونو کې د دینې عالمانو په توګه روزل کېږي . د اصولو له مخې په دې کې باید کومه ستونزه نه وي او د ټولو اسلامي هیوادونو مدرسې باید د اسلام دین هر چا ته په سمه توګه ورزده کړي، خو په عمل کې ځينې هیوادونه له دې نه سیاسي بهره برداري کوي، اوافغان طالب علمانو ته د افغانستان د ملي ګټو، افغاني تاریخ او ځانګړنو په باب معلومات نه ورکوي او دوی په دغو برخو کې خپلو مسولیتونو ته نه متوجه کېږي . له بلې خوا بهرنۍ مدرسې په ډېر شمېر کې د دیني علماو د روزلو په صورت کې د دوی د کار او مشغولیت فکر نه شي کولای . دا د افغانانو دنده ده چې له ورونو سره  ورورۍ او حساب دواړو باندې پوه وي .

د اسلام له اصلي  ماهیت او عالي تعلیماتو څخه ناخبري د بې دینۍ ، افراطیت، تفریط، سطحي ګرایۍ، او خرافاتو سبب کیږي، چې د پوهنې په نصابونو کې د دیني برخو د زیاتولو او غني کولو له لارې باید د دې ستونزې لارې ولټول شي . دیني زده کړې باید ساده، جامع او په دومره کچه د تعلیمي موسسو په نصابونو کې شاملې شي، چې د دولسم ټولګي هر فارغ د دین له اساساتو په سمه توګه خبر شي ، او د قرآن شریف تفسیر او ترجمه او د حدیثونو یوه پوره برخه تر دولسم ټولګي بشپړه شي .

بله مسله چې افغان رهبران باید ورته ځیر وي، په ګاونډیو هیوادونو کې په دیني مدرسو کې د نظامي زده کړو روزنه ده . دا سمه ده چې هر مسلمان باید جهاد ته تیار وي، خو ښه ده چې زموږ دیني علماپه داخل کې وروزل شي، ځکه تر اوسه لا هم ګاونډیان خپلې نظامي چارې د خپلو ملي پولو په حدودو کې د راز په توګه ساتي . د وسلې د استعمال انحصار باید یوازې له خپلواکو او ټاکل شوو دولتونو سره وي او افغان دولتونه باید د اسلامي ارزښتونو سره هیڅکله په ټکر کې نه وي . 

د افغانستان ديني عالمان او دولتي او نادولتي اړونده ادارې بايد د شريعت په رڼا کې روښانه ستراتېژي جوړه کړي، چې د ديني او عصري په نوم د زده کړو او علومو په منځ کې درز او فاصله له منځه يوسي، ټولو افغانانو ته په دين کې د اړتيا وړ اندازې لومړنيو پوهنو د زده کړې زمينه جوړه کړي .

همدا راز په ديني څانګو او نورو ساينسي څانګو کې د تخصص لپاره دومره کادرونه وروزي، چې د ټولنې اړتياوې پوره کړي او فرض عين او فرض کفايي دواړه مراعات شي .

د شمېر او اندازې او بېلابېلو رشتو په برخه کې د علمي کچې لپاره داسې دقیقه پلانګذاري پکار ده، چې د هیڅ برخې فارغ بیاد وزګارتیا او بې سرنوشتۍ له ستونزو سره مخ نه شي او  د هغه څه لپاره چې روزل شوي دي، هغه خدمت سر ته ورسوي، چې د هیواد د ترقۍ او ولس د سوکالۍ سره مرسته او په نتیجه کې د الله جل جلاله رضا تر لاسه کړي .