د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل په سرينا هوټل د توغندي بريد د لوی درستيز بسم الله خان هلکانو کړی دی

کشمالی 29.10.2009 14:55

ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې د ملي امنيت چارواکو له پلټنو وروسته معلومه کړې ده چې پرون د کابل سرينا په هوټل د توغندي بريد په کابل کې د ملي اردو له یوې قرارګاه چې د لوی درستيز بسم الله خان کسان په کې دي شوی دی.

دا هم ويل شوي دي چې د بريد اصلي موخه د هېوادمشر کرزي دفتر (د ګل خانې ماڼۍ) و، خو توغندي نښه خطا کړې او په سرينا هوټل لګېدلی دی.

ښکاري چې عبدالله پلوو پرونی راکټي بريد د دويم پړاو د ټاکنو د ګډوډۍ په موخه کړی دی.

لوی درستيز د شورای نظار غړی او د شمالي ټلوالې قوماندان و. نوموړي په واقعيت کې د دفاع له وزير عبدالرحيم وردګ څخه ډېر واک لري. د ملي دفاع د وزارت د کارکونکو په وينا وردګ په وزارت کې سمبوليک رول لري او واک ټول د جنرال بسم الله او د هغه د ټلولې د قوماندانو سره دی.

په ملي دفاع او نورو امنيتي ارګانونو کې دا مهال تر ۷۰٪ زيات قوماندانان او چارواکي د نظار د شورا کسان دي.

له بلې خوا داسې ګونګوسې هم شته دی چې د ډاکټر عبدالله لغماني وژنه هم په ملي امنيت کې د عبدالله پلويانو اسانه کړې وه. دوی باور درلود چې عبدالله لغماني د هېوادمشر کرزی په ګټه په درغليو کې لاس لرلو او بايد له منځه یووړل شي.