د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زلمی خليلزاد بيا د ځان مطرح کولو هڅې کوي

کشمالی 27.10.2009 09:47

په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانی استازی زلمی خليلزاد د روان ټاکنيز بحران څخه په ګټه کوښښ کوي چې یو ځل بيا ځان د افغانستان په سياست کې مطرح کړي.

د خليلزاد پلويانو په همدې موخه پرون په کابل کې د دويم پړاو د ټاکنو د ارزولو په موخه یوه غونډه جوړه کړې وه چې د خليلزاد د پلويانو د پخوانو غونډو په څېر بې پايلې پای ته ورسېده. دا ځل په غونډه کې ګډوډي هم رامنځ ته شوه او د خليلزاد پلوي وسلوالو په کې ژورناليستان او د خليلزاد مخالفين تهديد هم کړل.

له غونډې څخه د خليلزاد مخالفين د وسلوالو له خوا هغه وخت په زوره وويستل شول چې د خليلزاد د مطرح کېدو مخالفت یې وکړ. غونډه په ښکاره د ټاکنو د ارزولو خو په واقعيت کې د خليلزاد په مدح او صفتونو څرخېده.

غونډې ته ډېری خلک د پیسو په بدل کې راوستل شوي وو.

خليلزاد له ټاکنو مخکې هم د ځان د مطرح کولو کوښښونه کړي وو او په دې موخه یې په جلال اباد، کابل او څو نورو سيمو کې غونډې کړی وې خو هڅې یې هغه وخت ناکامه شوې چې غونډو یې ښه پايله نه لرله. په جلال اباد کې یې د غونډې له پای ته رسېدو مخکې برخه والو د وريجو ديګي چپه کړي او ترې تللي وو.