د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سپین سترګي چارواکي

احمد حمزه پاڅون 29.08.2009 18:17

نن سبا په ټاکنو، په هغې کې د درغلیو او نتایجو تود بحث روان دی، هر لوری هڅه کوي د ټاکنو د شفافیت او یا هم په هغو کې د زیاتو درغلیو په اړه خبرې وکړي. خو حقیقت دا دی چې ټاکنې او په هغو کې د درغلیو او چل ول خبره ټولو افغانانو او نړیوالو ته مالومه ده چې، دې ټاکنو د درغلیو ریکارډ ټینګ کړی دی. وړمه شپه د میدان وردګو ښاغلي خو سپین سترګي او درواغجن والي حلیم فدايي او ورسره د هغه ولایت امنیه قوماندان او د ټاکنو ریس په بې شرمانه توګه د مطبوعاتو مخ ته ښکاره او په ډېره بې شرمۍ يې وویل چې د وردګو په ټولو برخو کې ټاکڼې په پوره امنیت او شفافیت تر سره شوي دي او هېڅ کومه درغلي پکې نه ده شوې. موږ نه پوهېږو چې والي ولې دومره درواغ وايي، په هغه شپه چې دی په تلویزیون را ښکاره شو له ورایه یې په څېره کې د درواغو نښې مالومېدې. زه د یوه عیني شاهد په توګه چې د ټاکنو په ورځ په خپل کلي کې وم ( چک ولسوالۍ کې) هېڅ انتخابت ونه شول. یوه رایه نه ده اچول شوي، دوه رایې خو لا پرېږده، یواځې زما پر خبره باور مه کوئ، هر څوک کولای شي وردګو ته لاړ شي او له خلکو نه پوښتنه وکړي چې څو کسانو رایې ورکړي دي، په غونډ ولایت کې به تر سلو دوو سوو زیات خلک پیدا نکړئ چې رایې يې کارولې وي هغه هم خپله د جناب فدایي د ولایت په مقام کې به یې رایه ورکړي وي. نو دا څنګه کېدای شي چې د وردګو په یوه ولسوالۍ کې چې زه یې شاهد یم، یو کس رایه نه ده ورکړې خو چې بیا وینو اورو وایي په چک کې لس زره خلکو رایې ورکړي دي، چې دا پع حقیقت کې د والي حلیم فدایي کسانو د کرزي په ګټه صندوقونه ډک کړي دي. خبره دا ده چې د ټاکنو په ورځ په چک ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو او طالبانو تر منځ جګړه روانه وه او هېڅوک له ډاره له خپل کوره نشو وتلای د رای ورکولو خبره خو لا پرېږده. بله خبره په وردګو کې د امنیت ده، فدایي په ډېره بې شرمۍ د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي او وايي چې، په وردګو کې امنیت ښه شوی او دې ولایت ته زما په راتګ سره ډېر ښه بدلون راغلی. خو حقیقت دا دی چې د وردګو ته د فدايي په راتګ سره د دې ولایت امنیتي حالت ورځ تر بلې د خرابېدو پر لوري روان دی. په چک، جغتو، سید آباد کې دولت هېڅ حضور نلري او که یې لري هم یواځې د ولسوالۍ د وداینو شا او خوا. نور ټولو برخو کې طالبان ښه قوي حضور لري، په ښکاره توګه ګرځي را ګرځي.زما له مطبوعاتو څخه په ځانګړي ډول له ټلویزیونو دا هیله ده چې دوئ دې چک اږ جغتو ولسوالیو ته لاړ شي، له خلکو سره وغږیږي، د خلکو حالت وپوښتي د امنیتي حالت جاج واخلي د ټاکنو کې د خلکو په ګډون او نه ګډون له خلکو وپوښتي، او وښيي چې هلته طالبان څومره حضور لري او دولت څومره. چې په دې توګه به ټولو ته د حلیم فدايي درواغجنه څېره بربنډه شي. یوه بله د یادونې وړ خبره داده چې فدايي تر ستوني په اداري فساد کې هم ښکېل دی. خدای دې حلیم فدايي ته هدایت وکړي چې له درواغ ویلو، بې شرمۍ او د خلکو په سترګو کې له خاورو شیندلو ډډه وکړي، که نه سمیږي خدای یې دې د ځان مرګي برید ښکار کړي چې د وردګو خلک یې له شره خلاص شي.
په درنښت