د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړۍ تر ټولو فاسده او له درغلیو ډکې ټاکنې

احمد حمزه پاڅون 25.08.2009 14:59

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د افغانستان ټاکنو ته هم د افغانانو او د بهرنیانو تمه چې ګوندې ټاکنې به داسې تر سره شي چې لږ تر لږه د مشروعیت بوی به ولري. خو د دې اټکلونو خلاف داسې څه وشول چې ګومان کېږي په هېڅ هیواد کې به ساری ونلري. په ټاکنو کې له هر ډول فریبکارۍ، درغلۍ، زور او چل څخه کار واخیستل شو او بیا ځنې کسان چې ځانونه یې په پیسو پلورلي وايي دا ټاکنې افغانستان ته یوه لاسته راوړه وه ځګه چې افغانانو خپله تر سره کړې او اداره یې د افغانانو په لاس کې وه، خو په حقیقت کې دوئ خپل ځانونه وشرمول.

دلته زه یو څو بېلګې راوړم: دوئ وایي چې په وردګو کې ټاکنې وشوې او ډېرې رايې کرزي خپلې کړي دي، خو زه د ټاکنو په ورځ په خپل کلي کې وم، داسې بده ورځ او جنګ و چې څوک له کوره ونشوای وتلای نو بیا رایې څنګه ورکړل شوې.

 په ټولو وردګو کې له میدانښار د ولایت د مقام پرته چا رایه نه ده ورکړې. خو اوس چې اورو وایي د وردګو د ولایت ډیری رايې کرزي خپلې کړي دي. زه حیران په دې یم چې دې خلکو په سترګو کې به تر څو خاورې شیندي. والي حلیم فدايي وايي چې وردګو ته زما په راتګ د دغه ولایت امنیت ښه شوی، خو په وردګو کې داسې بده ورځ روانه ده چې هر ورځ د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه وي

. په ټاکنو کې خورا فاحشې درغلۍ شوي دي داسې درغلۍ چې په نړۍ کې ساری نه لري. پایلې به یې هم خرابې وي، دا چې په راتلونکي کې به څه پېښ شي خدای خبر.