د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نن په کابل کې ميرويس ياسيني رسنيو ته په مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې وکړې او د ټاکنو په اړه یې د رسنيو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر 22.08.2009 13:35

۳۰ زمری

نن په کابل کې ميرويس ياسيني رسنيو ته په مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې وکړې او د ټاکنو په اړه یې د رسنيو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

په کنفرانس کې د ميرويس ياسيني مهمې خبرې په لاندې ډول وې:

ميرويس ياسيني له رسنيو مننه وکړه چې د ټاکنو په مهال یې خپله دنده په ډېره ښه توګه ترسره کړه او د نوموړي د کمپاين د ډلې سره یې یو ځاي د ټاکنو پروسه وڅارله.

ياسيني وویل چې په ټاکنو کې د درغليو راپورونه او په دې اړه شکايتونه یې د ټاکنو خپلواک کميسيون ته سپارلي دي. نوموړي زياته کړه چې هرچا چې درغلي کړي وي د افغانستان د راتلونکو ناخوالو مسولیت په غاړه لري.

ياسيني زياته کړه چې موږ  د قانون سر سم کمپاین کړي دی، چاته مو پیسې نه دي ورکړي، د ملیشو په واسطه مو رایي نه دي اخستي, چاته مو رشوتونه نه دي ورکړي, چا سره مو د افغانانو په شتمنیو معامله نه ده کړي او موږ د ټاکنو نتایجو ته احترام لرو خو ټاکنې باید شفافیت ولري.

ياسيني وویل چې زه دي ته خفه نه یم چې زه به ۱ یا ۲ یا ۳ راځم، زه دې ته خفه یمه  چې دا درغلۍ او فساد به افغانستان یو نامعلوم لورې ته بوځې، او نور به هیڅ افغانان په رایو کې ګډون ونه کړي.

ياسيني د خبريالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که په  ټاکنو کې په ځينو ځایو کې د ټاکنو کمیسون او مسولین زموږ شکایتونو ته  احترام ونه کړي نو په افغانستان کې په راتلونکو ناخوالو کې برخه لري او مسولیت لري. حامد کرزی او عبدالله عبدالله وايي چې ۵۰ ٪ څخه مو زیاتي رايي وړي دي ایا دا صحیح ده ؟ او  د ټاکنو کمیسون او حکومت وايي چې [ه نارامه سيمو اوولايتونو كې ۸۰٪ خلکو رای ورکړي ایا دا صحیح ده ؟

ياسيني وویل چې نه په ټول هیواد کې ۳۵٪ خلکو رايي ورکړي دي، او که دوی داسې وايي کیدای شي د خپلو درغلیو حسابونه ورته معلوم وي

د کنفرانس موخه دا وه چې په ټاکنو کې درغلۍ ډېرې وي، او ځيني کانديدان د افغانانو سترګو ته خاوري شیندي، ياسيني وویل چې زه نه غواړم څوک نور د افغانانو حق وخوري.زه په ثبوت رسوم چې په ټول افغانستان کې د ۳۵٪ څخه ډیر خلکو ګډون نه دی کړي، او په اوسط ډول ۲۰٪ خلکو ګډون کړی دی.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو چاسره یوځای کیږۍ ؟ او که یا که پاتې راغلۍ چا سره به اوسۍ؟ ميرويس ياسيني وویل چې زه د خپلو افغانانو ورڼو سره یم، زه د هغو افغانانو سره یم چې سپیڅلي رايي يې استعمال کړي او هر څه چې هغوی وايي زه ورسره یمه.

د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې که په ټاکنو کې د درغلۍ راپورونه  ونه منل شي نو تاسو به لاریون وکړﺉ؟ ميرویس ياسيني وویل چې موږ به سلمي لاریونونه وکړو او زه د هغه لاریونونو خلاف یم په کومو کې چې هیواد ته زیان رسېږي. نوموړي وویل چې په ټاکنو د شکایت لپاره ميکانيزم ايښودل شوی دی او ټول بايد قانوي لارې غوره کړي نه دا چې لارو کوڅو ته د ټوپکو سره راووځي او د افغانستان ثبات ته زيان ورسوي.

ميرويس ياسيني وویل چې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله دواړو په ګټه د هېواد په ډېرو سيمو کې درغلي شوې ده.

د نورو معلوماتو لپاره په دې نمرو اړيکې نيولای شﺉ:

0772792138

0700251803

په درنښت او مينه

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر