د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ميرويس ياسيني په خوست، ننګرهار، لغمان او میدان وردګ کې ملاتړ وشو

د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر 09.08.2009 13:28

مطبوعاتي اعلاميه

۱۸ زمری ۱۳۸۸

 ۱. دلغمان په ولايت کې دپنځه څلويښت زره قومونو په نماينده ګۍ قومي مشرانودولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني په ملاتړلويه غونډه وکړه .

 ياده شوې غونډه چې د لغمان ولايت په مرکزکې دمولوي حيات الله فرقاني په مشرۍ جوړه شوي وه په افغانستان کې دشيخ محمديانوسراسري قوم سربيره دلغمان يوشميرنورو قومونودولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني ملاتړوکړ .

 غونډي ته ملک ظفرخان،ملک ناصر،حاجي عبدالمتين،حاجي روشن،حاجي محمدشاه ،ريئس حکيم،ملک رحمداد،ملک احمدجان،ملک ساقي ،حاجي جلال الدين اويوشميرنورو ويناوي وکړي اوخپل ملاتړيې په بشپړتوګه دميرويس ياسيني څخه اعلان کړ.

 قومي مشرانودولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني څخه غوښتنه وکړه که بريالى شي نوپه لغمان ولايت کې دي دامنيت په تامينولو اواسلامي نظام پلي کولو باندي زيات کاروکړي .

 قومي مشرانوته په لغمان کې  دميرويس ياسيني دکمپاين مشرمولوي حيات الله فرقاني دښاغلي ياسيني په نماينده ګۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل که ياسيني ولسمشرشي نودميرويس ياسيني له اهدافوڅخه لومړۍ شریعت پلي کول دى اوانشاالله په دې اړه به بشپړکارکوي اودامنيت په برخه کې يې ډاډورکړ چې امنيت ته دامهال زيات ضرورت لرونوځکه غواړچې په هيوادکې يومثبت بدلون رامنځ ته کړو  .

 په ورته وخت کې دنوموړې ولايت دقرغيو ولسوالۍ مشرانوهم خپل ملاتړديوې غونډې په ترڅ کې  دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني څخه وکړ.

 ياده غونډه چې دپاچايانودقوم لخوا جوړه شي وه دپاچايانوپه نماينده ګۍ سادات خان خپله بشپړژمنه وکړه چې ددوى قوميانوتعهدکړي چې خپله رايه به يواځې اويواځې ميرويس ياسيني ته ورکوو.

 په لغمان کې داغوڼدې په داسې مهال کې جوړيږي دفارياب په ولايت کې دولسمشرۍ نوماندميرويس ياسيني دورپه ورکمپاين په ترڅ کې د ميمنه ښارته رسيدلى او د سيمي دخلکوسره مخامخ ليدنه کوي اوخپله انتخاباتي کارت خلکوته ورکوي ياسيني دخلکولخوا دملاتړپه ترڅ کې د الله اکبر په نارو بدرګه کيږي .

  ۲. په خوست کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډې وشوې:

 دولسمشرۍ نوماند ميرويس ياسيني په ملاتړپه خوست ولايت کې بيلابيلې غونډې جوړې شوې .

 دخوست ولآيت په قلندرو سيمه کې د ښاغلي بخمل په مشرۍ غونډه جوړه شوه چې نږدې دوه نيم زره (۲۵۰۰)  تنو پکې برخه اخيستې وه اوټولو قومي مشرانو،عالمانو،جهادي شخصيتونو اويوشميرونو مخورو پکې ګډون کړى وه اوغونډه کې دميرويس ياسينې ملاتړدالله اکبرپه نغاروسره کاوه .

 غونډې ته په خوست ولايت کې دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني دکمپاين مسؤل ښاغلي بخمل وينا وکړه اوله خلکوڅخه يې وغوښتل ترڅوهريو ياسيني جوړشي اودخپل وطن لپاره خدمت وکړي. نو د همدغه موخې دترسره کولولپاره ميرويس ياسيني خپل ورور وګڼي اوخپله رايه نوموړې ته ورکړي ترڅوموهيواد له شته ستونزو خلاص شي اويونوى بدلون رامنځ ته شي .

 وروسته دقومي مشرانوپه نماينده ګۍ حاجي عجب اوحاجي ملک جانان اويوشميرنورو خبرې وکړې اوبخمل ته يې ډاډ ورکړ چې دخوست دخلکورايېه په سلوکې سل فيصده دميرويس ياسيني دى اودخوست خلک هم غواړې چې په هيوادکې يوسالم بدولون رامنځ ته کړي .

 داغوڼده په داسې حال کې ترسره کيږي چې دهمدې ولايت دشيخ امين په ولسوالۍ کې هم دولسوالۍ دقومي مشرانولخوا دميرويس ياسيني په ملاتريوه لويه غونډه ترسره شوي.

 په غونډه کې ۴۵۰ تنو ګډون کړی وو او له ميرويس ياسيني څخه یې ملاتړ اعلان کړ. په غونډه کې قومي مشرانو د طالبانو سره د ياسيني د پخلاينې له تګلارې ملاتړ وکړ او ویې ویل ياسيني يواځيني کانديد دی چې په رښتيا د ټولو مخالفينو سره خبرو ته تيار دی او د حامد کرزي د حکومت په شان یې د خلکو د غولولو لپاره نه کاروي.

 قومي مشرانو خوښي وښوده چې ميرويس ياسيني غواړي د حج او زکات پانګې جوړې کړي او بې وزلي له منځه یوسي.

 ۳. په ميدان وردګ کې له ميرويس ياسيني ملاتړ وشو:

 د ميدان وردګو په جلريز ولسوالۍ کې هم دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسيني په ملاتړدقومي مشرانويوه درنه غونډه جوړه شوه .

 په ياده شوې غونډه کې چې دنوموړې ولايت نږدې زر (۱۰۰۰) تنه قومي مشرانو او عالمانو پکې برخه درلوده په وار،وار ويناوې وکړې اودخپلوخبروپه ترڅ کې خپل بشپړحمايت دولسمشرۍ نوماند ميروي ياسيني څخه وکړ .غونډې ته مولوى رحمت ګل، مولوى محمد رسول،ملک خاوني اويوشميرنورو خبرې وکړې اودخپلې رايې مستحق شخص يې ميرويس ياسيني په ګوته کړ .

 دوى وويل تردې وړاندې هم دوى په خپلو سيموکې په خپل شخصي امکاناتودخپل وطن دجوړيدوپه خاطردميرويس ياسيني لپاره کپاينونه کړي اولابه يې هم وکړي .
 

۴. د ننګرهار په لعلپوره کې نن هم غونډه وشوه:

 له بل لور دننګرهارولايت په لعل پورې ولسوالۍ کې دڅوم ځل لپاره دقومي مشرانولخوا دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه ترسره شوه چې نږدې شپږسوه (۶۰۰)  تنو پکې برخه درلوده .

 غونډې چې دحزب اسلامي پخوانى قوماندان اودلعلپورې پخوانى ولسوال ملک بابا خان په مشرۍ جوړه شوې وه پکې قومي مشر ملک اسلم ،ګل حسين ، ملک خيرالله خان اويوشميرنور خبرې وکړې او دسيمې په خلکويې يوځل بيا غږ وکړچې خپله رايه ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند ميرويس ياسيني ته ورکړي  .

 د اړيکو لپاره:

 عطاالله خوږياڼى: ۰۷۹۴۱۴۱۲۰۰

ايمل يوسفزی: ۰۷۸۶۲۷۲۴۵۱

 Yasini.comapiang@gmail.com

www.mirwaisyasini.af