د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سلګونه مشرانو او ځوانانو، نن د زمري په ۱۶ مه، د يوې غونډې په ترڅ كې، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.

شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفتر 08.08.2009 12:38

د سرپل ولايت په مركز ولسوالۍ كې په سلګونه مشرانو او ځوانانو، نن د زمري په ۱۶ مه، د يوې غونډې په ترڅ كې، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
دغه غونډه د يادې شوې ولسوالۍ په بغاوې كلي كې جوړه شوې وه، چې شاوخوا ۷۰۰ تنو په كې ونډه اخيستې وه.
په سرپل كې د شمال زون د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د ساحوي دفتر مشر محمد حسين بلوڅ وويل، چې په ياده شوې غونډه كې د ازبك، هزاره، بلوڅ او پښتانه قوم مشرانو او ځوانانو ونډه اخيستې وه.
دده په وينا، ټولو ګډونوالو، اشرف غني احمدزى د راتلونكي ولسمشرۍ لپاره وړ شخصيت وباله او ملاتړ يې وكړ.
حاجي ګل محمد د مركز ولسوالۍ يو قومي مشر په خپلې وينا كې وويل: ((نور په هېواد او هېوادوالو زورزياتى نشو زغملاى))
ده وويل، چې په دې څو كلو كې ډېر ځپل شوي يو، خو نور نه غواړو چې وځپل شو.
دده په وينا ډآكټر اشرف غني احمدزي ته رايه، له ظلم او فساد نه خلاصون ته رايه ده.
د غونډې يو ځوان ګډونوال، عتيق الله وويل، چې غونډې ته د اشرف غني احمدزي په ملاتړ راغلى دى.
ده زياته كړه: ((چېرې، چې د ډاكټر اشرف غني احمدزي نوم يا كمپاين واورم، نو ډېر خوشالېږم))
د ډاكټر اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو بهير په شمال زون كې په ډېره چټكۍ روان دى.
تېره ورځ هم د سرپل په ګوسفندي او تكزار ولسواليو كې هم د اشرف غني احمدزي په ملاتړ د قومي مشرانو غونډه شوې وه.