د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ذبيح الله احساس د ملي اجماع پخواني مشر، غلام سخي ادعا رد كړه

شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفتر 07.08.2009 17:39

شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفتر
په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيز دفتر مشر، ذبيح الله احساس، د ملي اجماع پخواني مشر، غلام سخي ادعا رد كړه.
په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر مسوول ذبيح الله احساس او د ملي اجماع سرپرست، ډګروال محمد اسمعيل، نن د زمري په ۱۵مه، د ملي اجماع پخواني مشر، غلام سخي خبرې په كلكه رد كړې.
غلام سخي، چې د يو شمېر تخطيو له كبله، د ډاكټر اشرف غني احمدزي له خوا ګوښه كړاى شواى وو، نن د زمري په ۱۵ مه، د كزري له كمپاين سره يو ځآى شو.
نوموړي، چې د ملي اجماع په استازيتوب له كرزي ملاتړ وښود، ډېر ژر يې ملاتړ لغو شو.
په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر مشر ذبيح الله احساس خبريالانو ته وويل، چې غلام سخي د اشرف غني په هېڅ ټاكنيز دفتركې مسووليت نه لري او غواړي، چې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيز دفترونو نوم بدوي
نوموړي وويل: ((مونږ په خپل ولس باور لرو، دوى د افغانستان د راتلونكي لپاره اشرف غني احمدزى ټاكلى))
په شمال زون كې د ملي اجماع سرپرست، ډګروال محمد اسمعيل د احساس  د خبرو په تاييد وويل،چې غلام سخي د ځينو تخطيو له كبله، د ډاكټر اشرف غني احمدزي له خوا ګوښه كړاى شوى وو، چې دا يې دده په وړاندې يو بل خيانت وو.
همداراز ذبيح الله احساس زياته كړه، چې د ملي اجماع دفتر او په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر دروازې پرانستې دي او هيڅوك نشي كولى، چې د ياد شويو دفترونو له نومونو څخه ګټه پورته كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې په شمال كې د اشرف غني احمدزي د كمپاين چارې ښې روانې دي او دا لومړى ځل دى، چې د ملي اجماع له نامه څخه د بدې ګټې پورته كېدو هڅه كېږي.