د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل او ننګرهار کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې له ميرويس ياسيني ملاتړ وشو

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين - مطبوعاتي اعلاميه 07.08.2009 22:33

مطبوعاتي اعلاميه 

۱. په کابل کې د ولسمشرۍ د نوماند ميريس ياسيني په ملاتړستره غونډه جوړه شوه .

دهيواد په مرکزکابل ولايت کې ده سبزو په ولسوالۍ کې دنوموړې ولسوالۍ دقومي مشرانولخوا ديوې سترې غونډې په جوړيدوسره دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسيني ملاتړوکړ .

په ياده غونډه کې چې سلګونه قومي مشرانو او د سيمې خلکوپه کې ګډون درلوده ژمنه وکړه چې خپله رايه به يواځې اويواځې ميرويس ياسيني ته ورکوي ،دقومي مشرانوپه نماينده ګۍ سرمعلم حاجي مهراب ،ملک سيف الرحمن ، معليم ميرهاشم ، حاجي شيرحسن ، نوراغا اومامورغلام حضرت ويناوي وکړې اودولسوالۍ دخلکوپه نماينده ګۍ ژمنه وکړه چې دوى دخپل ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند ميرويس ياسيني ټاکلى اوخپله رايه به هم ميرويس ياسيني ته ورکوي .

ورورسته بيا په کابل کې دميرويس ياسيني دکمپاين غړي ډاکترمحى الدين دميرويس ياسيني په نماينده ګۍ خبرې وکړې اوددوى له ملاتړيې خوښي وښوده .

 ۲. دننګرهارولايت دګوشتې په ولسوالۍ کې دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسني په ملاتړ غونډه جوړه شوه .

 ياده شوې غونډه چې دګوشتې ولسوالۍ دوړخيلوپه سيمه کې ترسره شوه پکې دنوموړې ولسوالۍ  درې قومونوقومي سپين ږيرو مشرانوپکې ګډون کړى وه په يوه خوله دولسمشرۍ دنوماندن ميرويس ياسينې حمايت وکړ.

قومي مشرانوهريوحاجي عبدالحنان ،ګلا جان اوحاجي عتيق الله دقومونوپه نماينده ګۍ خبرې وکړې اودسيمې اوسيدونکوته يې لارښوونه وکړه چې ميرويس ياسينې ددوى دسيمې شخص دى اوددې وړاندې هم دوى ته خدمت کړى اوپرې اعتمادلري چې وروسته به هم خدمت کوي نوخپلې رايې دولسمشرۍ لپاره نوماند ميرويس ياسيني ته ورکړي .

په ياده غونډه کې نږدې درې سوه تنومخور،قومي سپين ږيرو برخه درلودله.

 ۳. د خوږياڼو په ممله کې ملاتړ وشو:

 د خوږيانو د مملې په سيمه کې هم دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسينې په ملاتړيوه درنه غونډه دنورالله خوږياڼى په مشرۍ جوړه شوه .

 په ياده غونډه کې چې نږدې شپږسوه تنوپکې برخه درلوده ژمنه وکړه چې خپلې رايې په دولسمشرۍ لپاره ميرويس ياسيني ته ورکوو، دسيمې خلکو وويل چې اوسني دولت دوى ته دمملې باغ چې ددوى دتفريح ځاى وه هم بندکړى اوکه ياسيني بريالي شي نوموږ ترې غوښتنه لرو چې دمملې باغ ته ځانګړې پاملرنه وکړي اوخلکوته يې دتفريح کولولپاره باغ ته اجازه ورکړل شي .

 دمملې اوسيدونکې په داسې حال کې داخبره کوي چې دمملې باغ په سيمه کې هيڅوک نه پريښودل کيږي حال داچې دغه باغ د وچکالۍ په وختونوکې هم دمملې خلکوپه اخلاصمنده توګه ساتلى.

 ۴. دننګرهارولايت په ګوشتي ولسوالۍ کې هم دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني په ملاتړدنږدې زرتنوغونډه جوړه شوه .

ياده شوې غونډه چې دګوشتې ولسوالۍ دوړخيلوپه سيمه کې جوړه شوې وه دولسوالۍ درې قومونوپه يوه اواز دميرويس ياسيني څخه خپل ملاتړوکړ.

دوى وويل چې همېشه ننګرهارته د ګل هارويل شوى خودمسؤلينولخوا ورته ماموريت ورکړل شوى اوهيڅکله هم دوى ته کوم ښه امريت نه دى ورکړى شوى .

همدا راز قومي مشرانو وويل دنړۍ په ټولو هيوادونوکې افغان سفيران شته خويويې هم دننګرهارڅخه نه دى اوټول يې دکندهاراويوڅوخاصو سيموڅخه دى .

 غونډې ته قومي مشرحاجي عبدالحنان ،ګلاجان ،ملک اسدالله ،ملک نوکرخان،ملک زينت خان اويوشميرنورو مخورو قومي مشرانوخبرې وکړې اوډاډيي ورکړ چې ددوى دسيمې يو وټ به هم بغيرله ميرويس ياسيني څخه بل چاته استعمال نه شي .

 ديادونې وړده چې په ننګرهارکې ددې غونډوسربيره څونورې وړې غونډې دکليوالو لخوا جوړي شوې اوخپل ملاتړيې دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني څخه اعلان کړ

 دلازياتومعلوماتولپاره په ختيځوولايتونوکې دولسمشرۍ نوماندميرويس ياسينې مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوږيانى سره په ٠٧٩٤١٤١٢٠٠ شميرې سره اړيکه ونيسئ.