د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل پوهنتون او طبي پوهنتون محصلينو د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه او لاريون وکړ

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين - مطبوعاتي اعلاميه 18.07.2009 00:53

۲۷ چنګاښ ۱۳۸۸

 د کابل په طبي پوهنتون کې نن سهار د کابل او طبي پوهنتونونو محصلينو د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وکړه.

غونډې ته د ولسمشرۍ خپلواک کانديد ميرويس ياسيني، د نوموړي دويم مرستيال دوکتور عبدالقيوم سجادي او د ولسي جرګې غړې نجيبه شريف ويناوې وکړې.

په غونډه کې تر زرو زيات محصلين او هېوادوالو برخه اخيستي وه.

ميرويس ياسيني په غونډه کې سربېره پر دې چې خپله امنيتي تګلاره حاضرينو ته روښانه کړه، خپله اقتصادي او پوهنيزه تګلاره باندې هم خبرې وکړې. نوموړي وویل چې پوهنه عامول او د زده کړیالانو د مشکلاتو په اساسي ډول حل کول د نوموړي د کاري ډلې په لومړيتوبونو کې ځای لري.

ميرويس ياسيني او ډاکټر سجادي په دې ټينګار وکړ چې افغان ولس په پوهه او ذکاوت کې له چا کم نه دی، او که ښه فرصت او زمينه ورته برابر شي نو لکه د نورو ولسونو به پرمختګ وکړي او يو ځل بيا به بشريت ته د سید جمال الدین افغان، ابن سينا بلخي او جلال الدین رومي په شان نابغه ګان وروبښي.

ميرويس ياسيني وویل چې که ولس ورته د ولسمشرۍ دنده وسپارله نو د محصلينو مشکلاتو حلولو، او د ظرفيتونو لوړولو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې لار کې به نه يواځې ډېر محصلين په اړينو برخو کې د نړۍ غوره تعليمي موسسو ته د زده کړو دپاره ولېږي، بلکه د پوهنتونونو او ښوونځيو د ښوونکو د ظرفيتونو د لوړولو دپاره به هم ځانګړي پروګرامونه پلي کوي.

د غونډې په پای کې برخوالو د ميرويس ياسيني په مشرۍ په کابل کې لاريون کړ. په ۵۵ ګاډو کې سواره لاريون کونکي د کابل په بېلابېلو سيمو وګرځېدل. د هېوادوالو غوښتنې او شکايتونه يې واورېدل او ميرويس ياسيني ورته د مشکلاتو د حلولو دپاره خپله تګلاره واوروله.

لاريون کوونکو په ټوله لاره د ميرويس ياسيني زنده باد شعارونه ورکول او ويل يې که تغير او نجات غواړئ، ميرويس ياسيني ته رایه ورکړئ.

له بله پلوه په زابل کې هم د ميرويس ياسيني په ملاتړ ۵۰۰ تنه هېوادوالو غونډه کړي ده او له نوموړي له تګلارې یې خپل ملاتړ اعلان کړ. غونډې ته پخواني وزير ښاغلي بشرمل خبرې وکړې او هېوادوالو ته یې وویل چې ميرويس ياسيني ولسمشرۍ ته د نورو په پرتله غوره کانديد دی او هیله مند دی چې هېوادوال به ورته رایه ورکړي تر څو د دوی د خدمت جوګه شي.

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين

د نورو معلوماتو دپاره د کمپاين د وياند ايمل یوسفزي سره اړيکي ونيسئ
٠٧٨٦٢٧٢٤٥١

 برېښنا ليک: yasini.compaign@gmail.com

 ويبپاڼهwww.mirwaisyasini.af