د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکابل په هوايې ډ گر کې دوه چورلکو ټکر کړی.

بشير ګواښ 07.08.2009 08:17

نن سهار دکابل په هوايې ډ گر کې دوه هليکوپټرونو ټکر شو چې کوم ځاني زيان يې نه درلود.

د کابل د هوايي ډګر امنيتي چارواکي وايي چې په يوخصوصي ترانسپورتى شرکت يوې چورلکېد دغه شرکت له يو ناست هليکوپټرسره ټکروکړ.

په کابل هوايي ډګر کې يو پوليس افسرعنايت الله رسنيووته ويلي چې چورلکې په خپلو کې له ټکر وروسته دصافي شرکت له يوي بلې مسافروړوونکې الوتكې سره هم جنګيدلي چې سخت مالي زيان يې  اړولی.