د کانديدانو د کمپاين ددريمې دورې لګښتونه په ډاګه شول
06.08.2009 21:01نن د ټولټاکنوخپلواک کميسيون ولسمشرۍ چوکۍ ته د کانديدانو د ټولټاکنو د دريمې دورې لګښتونه اعلان کړل.
د کميسيون د معلوماتو له مخې ډاکټر اشرف غني احمدزي له ټولو زياتې ۱۷ ميليونه، ميرويس ياسيني ۱۶ ميليونه او فروزان فنا ۱۲ ميليونه افغانۍ لګښت کړی. همداراز ډاکټر عبدالله ۹ ميليونه او حامد کرزي ۵ ميليونه لګښت درلود.
د کميسيون د يوې خبرپاڼې له مخې د اته ديرشو کانديدانو له جملې څخه اته تنو د خپل مالي لګښتونه په اړه معلومات نه دي ورکړي چې دکميسيون د شکايتونو اوريدو څانګې ته ورپيژندل شوي. دا کانديدان هر يوسلام راکټي، سيد جلال كريم، شهلا عطا، ياسين صافي، هدايت امين ارسلا ، لطيف پدرام، امام غوري او بشير احمد بيژن دي.
د ټولټاکنو د خپلواک کميسون مشر داود علی نجفي نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې ۲۷ ولايتونو ته يې د رايو صندوقونو او پاڼې ليږلي او پاتو ته به همدا نن وليږل شي.