د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ياسيني د ور په ور کمپاين په سلسله کې خوږياڼيو ته ولاړ

په ختيځو ولايتونوکې دميرويس ياسيني مطبوعاتي مسؤل 05.08.2009 17:15

۱۴ زمری ۱۳۸۸

دولسمشرۍ نوماند ميرويس ياسيني د ور په ور کمپاين په ترڅ کې نن دخوږياڼو ولسوالۍ کې خپل کمپاين وکړ او په ورته وخت کې دګوشتې په ولسوالۍ کې دنوموړې په ملاتړ بيلابيلې غونډې ترسره شوې .

خوږياڼو ولسوالۍ ته له تګ څخه مخکې ميرويس ياسينې نن سهار یو مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې هم وکړې او د نړيوالواو سيمه ييزو رسينو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د ور په ورکمپاين په ترڅ کې الحاج ميرويس ياسيني د خوږياڼو د بېلابېلو سيمو د خلکوسره له نږدې وليدل اوخپل انتخاباتي کارتونه يې په خپل لاس دسيمې خلکوته ورکړل.

نوموړې همدا راز دخوږياڼو روغتون ته هم ولاړ اوپه روغتون کې ميشت مريضانو د حال احوال پوښتنه يې وکړه اوورته يې دشفا دعا وکړه.

د يادونې وړ ده چې د ياسيني ور په ور کمپاين ډېر بريالی روان دی او په دې لړ کې یې د کابل، هرات، مزار شریف او جلال اباد ښارونه پوښښ کړي دي. د کابل د ور په ور کمپاين رضا کاران اوس تیاری نيسي چې د ور په ور کمپاين لپاره نورو ولايتونو ته وکوچېږي.

د ور په ور کمپاين تګلارې پلي کېدل دوه اونۍ وړاندې پيل شوي دي. د دې ډول کمپاين موخه په هغه ځایونو کې خلکو ته د ياسيني د پيغام رسول دي چې خلکو یې لا د کوم کانديد د ټاکلو په اړه تصميم نه دی نيولی چې په نوره نړۍ کې ورته Swing Voters وایي. د ياسيني د کمپاين استراتيجي جوړونکي په دې باور دي چې ډېری خلک د حامد کرزي د حکومتدارۍ څخه ناخوښ دي او ډېری خلک په طمع دي چې د نجات او بدلون لپاره ورته بل څوک خپله طرحه او پروګرام ورورسوي.

له بل لورې په ننګرهارکې دميرويس ياسينې په ملاتړ بيلابيلې غونډې ترسره شوې .

يادې شوې غونډې چې دننګرهارپه ګوشتې ولسوالۍ کې جوړې شوې وې يوه يې ديموت خيلواوبله يې دګوشتې ولسوالۍ دګوشتې په کلې کې دمومندوقوم لخوا جوړه شوې وه .

په يادو دواړو غونډوکې نږدې ١٧٠٠ تنو برخه اخيستې وه چې په يوه خوله يې دولسمشرۍ لپاره دنوماند ميرويس ياسينې ملاتړ اعلان کړ .

دسيمې دخلکوپه نماينده ګۍ مولوي ملاجان،ملک سيدعلي ، او مامورتور خبرې وکړې او اوژمنه يې وکړه چې ددوى قومي مشرانو دسيمې دخلکوسره له مشورې وروسته دې هوکړې ته رسيدلي چې بايد دولسمشرۍ لپاره ميرويس ياسينې ونوماو اوخپلې رايې هم نوموړې ته ورکړو .

دلازياتومعلوماتولپاره په ختيځو ولايتونوکې دميرويس ياسيني مطبوعاتي مسؤل سره په ٠٧٩٤١٤١٢٠٠ شميرې سره اړيکې ونيسئ.
برېښنا ليک: Yasini.compaign@gmail.com
ويبپاڼه: www.mirwaisyasini.af