د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننګرهار او نورستان کې د ياسيني څخه په ګڼو غونډو کې ملاتړ وشو

په ختيځو ولايتونوکې دميرويس ياسيني مطبوعاتي مسؤل 04.08.2009 16:05

۱۳ چنګاښ ۱۳۸۸

په ننګرهار او نورستان کې د ياسيني څخه په ګڼو غونډو کې ملاتړ وشو:

۱. د ګوشتې ولسوالۍ:

دګوشتۍ ولسوالۍ اوسيدونکوديوې غونډې په ترڅ کې دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسيني ملاتړ وکړ.

يآده شوې غونډه چې دګوشتې ولسوالۍ دخويازي په سيمه کې جوړه شوې وه دسيمې په سلګونوقومي مشرانو،علماؤ،جهادي قوماندانانواويوشميرنور پکې ګډون کړى وه .

غونډې ته مياسيدحسن،مولوي غلام نبي ،حاجي محمدرحيم ديعقبوخيلودسيمې په مشرۍ ،ملک نادر دچورخيلوپه مشرۍ،حاجي حنيف ،معليم جنت ګل د دوته خيلوسيمې ه مشرۍ،مياغلام غوث داکاخيلوپه مشرۍ،ملک شازمان اوګل جان ويناويې وکړې اودخپلو اولسونو ملاتړيې دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسينې څخه وښوده .

دوى وويل ميرويس ياسينې ددوى په اند دولسمشرۍ لپاره يو وړشخص دى اودهمدې له امله يې دګوشتۍ ولسوالۍ اوسيدونکې ملاتړکوي .

داپه داسې حال کې ده چې دولسمشرۍ نوماند ميرويس ياسيني له تيرو دوه ورځو راپديخوا دننګرهارولايت ته راغلي اودننګرهاريانوسره په جلال اباد ښار او شاوخوا ولسواليو او سيمو کې ور په ور کمپاين کوي، په ښار ، کلو او بانډو کې پياده ګرځي او د ولس سره ګوري.

۲. د سرخرود ولسوالۍ:

دننګرهار د سرخرود ولسوالۍ د فتحې اباد په سيمه کې دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني اودولايتي شورا لپاره دنوماندې محترمه امين په ملاتړدوه جلا،جلا غونډې ترسره شوې .

په يادودواړو غونډوکې نږدې څلورسوه نارينه اود درې سوو په شااوخواکې ميرمنوګډون کړى وه دوى دولسمشرۍ لپاره ميرويس ياسينې يوه غوره شخص وباله او ژمنه يې وکړه چې خپلې رايې به دولسمشرۍ لپاره ميرويس ياسينې ته اودولايتي شورا لپاره محترمه امين ته ورکوي .

په غونډه کې دفتح اباد دشورا مشر عبدالقدير خان او د ښځوپه نمايندګۍ ميرمن نسيم خبرې وکړې ، په ورته وخت کې په ننګرهارکې دميرويس ياسيني دښځودکمپاين مسؤلې محترمه امين دغونډوالوڅخه مننه وکړاو زياته يې کړه که ښاغلي ياسيني بريالي شي ددوى دشته ستونزې به لمنځه يوسي .

۳. نورستان:

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن هم په نورستان ولايت کې دميرويس ياسينې په ملاتړيوه درنه غونډه جوړه شوي چې ترماښامه پورې به دوام وکړي اوپه زرګونه کسان دغونډې لپاره راټول شوى اوخپل ملاتړپه دې خاطر د ميرويس ياسينې ښايي چې ددوى په وينا نوموړى د خمشرقي وال دى اودوى غواړي چې نوموړى بريالى کړي.


دلازياتومعلوماتولپاره په ختيځو ولايتونوکې دميرويس ياسيني مطبوعاتي مسؤل سره په ٠٧٩٤١٤١٢٠٠ شميرې اړيکې ونيسئ.
برېښنا ليک: Yasini.compaign@gmail.com
ويبپاڼه: www.mirwaisyasini.af