د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلخ ولايت كې ځوانان او نجونې د اشرف غني احمدزي د ولسمشر كېدو هڅې كوي

ضمير سار 04.08.2009 22:45

په بلخ ولايت كې ځوانان او نجونې د اشرف غني احمدزي د ولسمشر كېدو هڅې كوي

د بلخ د دهدادي ولسوالي مشران او ځوانان، نن د زمري په ۱۳مه، په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر رييس ذبيح الله احساس سره د كتنې پرمهال د چټك كمپاين غوښتونكي شول..

قاري نجيب الله، د سيمې يو مخور مشر وويل، چې په دهدادي ولسوالۍ كې د اشرف غني احمدزي كمپاين نه دى شوى.

نوموړي د اشرف غني احمدزي په هكله زياته كړه: ((ټول خلك پوهېږي، چې دى يو ښه ولسمشر دى))

احساس وويل، چې په نږدې راتلونكي كې به، په يادې شوې ولسوالۍ كې چټك كمپاين پيل كړي.

دهدادي ولسوالۍ، ۳۶ كلي لري، چې په ټوله كې د رايو شمېر يې ۶۰ زرو ته رسيږي.

همداراز، د مزار ښار او د بلخ پوهنتون محصلو نجونو په يوې بلې ناستې كې، اشرف غني احمدزي ته د كمپاين ژمنه وكړه.

فرزانې او فرحناز د خبرو په ترڅ كې وويل، چې هڅه كوي اشرف غني احمدزى ولسمشر شي.

دوى، په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د دفتر د مېرمنو په برخه كې دكار ژمنه هم وكړه.

احساس له دوى سره د ناستې پرمهال وويل، چې ددوى په مرسته به، د شمال زون د كمپاين په دفتر كې، د مېرمنو يوه ستره غونډه جوړوي.